mohammad naim sadaat
راځی لوړفکروکړو زحمت وباسواوهدف ته ځان ورسوو
﷽
۞يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا۞
اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 🌷
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷
♡
﷽ ﴿ وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَىٰ تَنفَعُ الْمُؤْمِنِينَ ﴾
- سُبحان الله .
- الحَمدُ لله .
- لا إله إلا الله .
- الله أكبر .
- أستغفِرُ الله .
- لا حَول و لا قوة إلا بالله .
- سُبحان الله و بِحمده .
- سُبحان الله العَظيم .
- اللهم صلِّ و سلِّم على نبينا محمد♡ﷺ♡ .
🤍🕋🤍
بدترين دښمن چې تاسو تر اوسه ورسره مخامخ شوي يى دقيقاً هماغه څوک دى چې تاسو ته په ايينه کې ګوري دغه دښمن چې زه يې په اړه خبرې کوم ستاسو د غوږونو تر منځ د مغز يا ذهن په نوم پيژندل کيږي
ستاسو د ننه انتقاد کوونکى تاسو ته وايي چې ''بايد فلانکى کار مې ترسره کړى واى'' يا ''زه څه مشکل لرم چې دا نشم ترسره کولى'' يا ''زه پوهيدم چې زه نشم کاميابيدلى'' او داسې نور. تر ټولو بده خبره دا ده چې تاسو له دغو غږونو څخه وتښتى او فرار وکړى ډيره سخته ده چې تاسو دا غږ ارام کړى نو د همدې لپاره بايد ددې ډول خبرو سره مخامخ شى او و جنګيږئ او زده يې کړى چې څنګه دا غږ ارام کړى د خپل ځان منفي خبرې واورئ اما تر تاثیر لاندې يې مه رازئ..
کله چې يو کار تر سره کوى يا مو له فعلي دندې څخه ناراضه يى همدغه انتقاد کوونکى سر راښکاره کوي او ستاسو سره خبرې شروع کوي خبرو ته يې غوږ ونيسئ اما جدي يې مه نيسئ مقاومت مکوى همدغه انتقاد کوونکي ته ځواب ورکړئ: (ښه نو څه به شوي واى؟) يا (په کيسه کې يې نه يم) يا (راته مهمه نده) يا (افف ستړى دې کړم چپ شه نور) او تر ټولو مهم کله چې تاسو کوم کار ترسره کوى او همدغه خبرې پيدا کيږي له ځان څخه دا مه پوښتى چې دا به څومره سخت کار وي؟ له دې خبرو سره مو روحيه په صفر کې ضرب کيږي له ځان څخه داسې پوښتنه وکړئ چې ''واااى زه څومره تکړه او لايق يم چې زه دا کار ترسره کوى شم''..!
29/01/2026
Click here to claim your Sponsored Listing.