Good Habits

Good Habits

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Good Habits, Health/Beauty, Jalalabad.

15/12/2023

درې شيان تل پاک ساته :
1 . بدن
2 . خیالات
3 .لباس
په درې شيانو زړه مه تړه :
1 . مال
2 . عمر
3 . تمه

د درې کسانو په خبرو باور مه کوه :
1 . درواغجن
2 . احمق
3 .دوښمن

درې شيان کوچني مه بوله :
1 . قرض
2 . فرض
3 . مرض

درې شيان خوښوه :
1 . شفقت
2 . خلوص
3 . ساده ګي

درې شيان مه ماتوه :
1 . زړه
2 . باور
3 . ژمنه

درې شيان حافظه قوي کوي :
1 . مسواک
2 . تلاوت
3 . روژه

درې شيان بیرته نه راګرځي :
1 . روح
2 . الفاظ
3 .ساه

درې شيانو ته ځان چمتو ساته :
1 . غم
2 . زوال
3 .مرګ

درې شيان په احتياط اخله :
1 . قدم
2 . قلم
3 . قسم

له درې شيانو ګټه واخله :
1 . عقل
2 . صبر
3 .همت

درې شيان ژوند تريخوي :
1 . کینه
2 . حسد
3 .بد اخلاقي

درې شيان رزق زیاتوي :
1 . تهجد
2 . استغفار
3 .صدقه

درې شيانو سره دوستي مه کوه :
1 . ژوند
2 . نفس
3 .مال

په درې شيانو کې کموالي غوره کړه :
1 . خبرې
2 . خوب
3 .خوراک

په درې شيانو کې بریالیتوب ده :
1 . وړتيا
2 . کار
3 .راحت

درې شيان جدا کيږي :
1 . صورت
2 . سيرت
3 .قسمت

درې دعاګانې قبليږي :
1 . د مظلوم
2 . د مسافر
3 . د والدینو

په درې شيانو کې ښکلا ده :
1 . علم
2 . تقوا
3 .عمل

درې شيان په ژوند کې يو ځل پيدا کيږي :
1 . ځواني
2 . ښایست
3 . موراوپلار

درې شيان مه چټلوه :
1 . زړه
2 . سترګې
3 .ژبه

درې شيان ژوند بربادوي :
1 . غوصه
2 . تکبر
3 .سستي

درې شيان دوام نه کوي :
1 . بده خبره
2 . چاپلوسي
3 .وریځې

له درې شيانو پرهېز وکړه :
1 . دروغ
2 . تهمت
3 . منافقت

له درې شيانو زده کړه وکړه :
1 . پرون
2 . نن
3 .صبا

په درې شيانو کې کامیابي ده :
1 . مشوره
2 . تصميم
3 .پيل

په درې شيانو کې ځنډ مه کوه :
1 . لمونځ
2 . جنازه
3 .توبه

درې شيان له ژونه وباسه :
1 . بغض
2 . کبر
3 . دوکه

درې شيان همېشه يادوه :
1 . مرګ
2 . احسان
3 .پند

📚🌱

15/12/2023
Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address

Jalalabad