ارمان Arman
هغه ځمکه چې نن ورباندې قدم وهو🚶
سبا به مو د قبر چت وي
یاد یې لرئ.
رب العالمينه !
د هغه کسانو له جملې څخه مو وګرځوې چې بې حسابه ستا په فضل سره جنت ته داخلیږي .
آمين ثم آمين
03/09/2025
د اصولو او قوانينو خبرې د هر چا په خوله وي، خو په حقیقت کې لوبه تل د شخصي ګټو وي.
که په چای کې مچ ولویږي، نو د چايو ټول ګیلاس چپه کوو، خو که همدا مچ د شيدو په ګیلاس یا د شاتو په ډک قاب کې ولویږي؛ نو د دوې د قیمت په وجه ترې مچ ایسته کوو؛ خو د چايو په څېر يې نه چپه کوو.
ولې؟
ځکه چې پرېکړه مو د اصولو له مخې نه؛ بلکې د جنس د قیمت او د خپلې ګټې په رڼا کې وکړه.
لنډه دا چې اصول تر هغې ژوندي وي، تر څو چې زموږ د جیب او اړتیا په خلاف نه وي.
#ژباړه
همداسې نه ده؟؟
28/03/2025
سلامونه او احترامات می اومنی
13/03/2025
اې الله ج
!🤲
د مبارکې مياشتي
په رارسيدو سره زموږ ګناهونه معاف او زړونه مو ستا له مینې
ډک کړې.🙏♥️
سلام خوږو ملګروو
19/06/2024
اختر نو بیا دا ثابته کړه چې موبیل کي ځینې ثبت شوی شمیری بي فایدي دی🫠
09/05/2024
ښځه له هغه نارینه هیڅ نه یریږي، چې له دې سره مینه لري، خو نارینه بیا له هغې ښځې ډېر ډاریږي چې دا ورسره مینه لري😊
29/03/2024
په المان کې یو ایرانی مهاجر پخپلو خاطراتو کې لیکلي:
"یوه ورځ له راډيو څخه اعلان وشو، چې د پنېرو ډکه بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده؛ ممکن د پنېرو له کمښت سره مخ شو، نو زه ژر پلورنځي ته لاړم ترڅو ډېر پنېر واخلم او په کور کې یې ذخیره کړم. کله چې له پلورنځي راوګرځېدم، خپل ګاونډی مې ولید. دوه قطعۍ پنېر یې په لاس کې وو. ما وې د کښتۍ له ډوبېدو خو خبر یې؟ ویې ویل: هو؛ خبر یم. کور کې مې دوه قطعۍ پنېر اضافه وو. ما ویل پلورنځي ته به یې یوسم، ترڅو نور اړمن خلک یې ترلاسه کړي. د هغه د خبرو په اورېدو ډېر وشرمېدم او پوه شوم، چې موږ ډېر توپیر لرو، ډېر".
ژباړه
Click here to claim your Sponsored Listing.