Zyarml afghan

Zyarml afghan

Share

Gilan1

23/06/2025

اریبا سیمکارټ کی که غواړی چې فری 3.5 جی بی تر لاسه کړی میسج وکی.

27/08/2023

هیڅ څوڪ د احترام وږی نه دئ،
خو ڪه یو بل ته...!
احترام وڪړو دانسانیت پور به
اداءڪړو!

02/07/2023

چا ژوند وکړ.....
چا یوازې ننداره وکړه !
چا وخندل.
او چا وژړل.
چا نورو سره مرسته وکره !
چا په نورو ظلم وکړ

او چا ژوند دمرګ په انتظار تیر کړ !
ډیرو هیلې لرلی خو له هیلو سره یو ځای ورک شول.
اوس یې څوک نوم هم نه اخلي.
پوهیږﺉ؟
ژوند عجیبه دې څوک مړه دې خو.......
زړونو کي ژوندي!!!

01/07/2023

هدیره هم عجیبه ځای دی؛
نه جنګ، نه نفرت، نه غیبت، نه حسد، نه دښمني او نه سپکاوي؛
بس هر سړی خپل غم، خپل عمل، او خپل حساب 🙂

08/06/2023

تـومـاس_اډیـسن، یوه ورځ له مکتب څخه راغی، مور ته یې یوه پارچه ورکړه، او ورته وویل، چې ښوونکې ویل، چې دا پارچه دې باید صرف مور ولولي.
مور یې پارچه ولوسته.
اډیسن ورته وویل:—
مورې! څه یې لیکلي وو؟
مور:—زویه! زویه ستا ښوونکي لیکلي، چې زوی دې نابغه دی، زموږ ښوونځی دومره ښه نه دی، چې نابغه و روزي نو روزنه یې ته په غاړه واخله!
کله، چې د اډیسن مور مړه شوه، او اډیسن د خپلې پیړۍ لوی مخترع شو، نو یوه ورځ یې د خاطراتو کتابچه را واخیسته، په یو کاغذ یې سترګې ولګیدې! یاد یې شول چې هماغه د ښوونکي پارچه ده، ویې لوسته، لیکلي یې وو:—
ستاسې زوی ډیر ټنبل دی، سره له سبا یې ښوونځي ته مه رالیږئ!
ښه شیبه یې ورته وکتل، بیا یې د یادښتونو کتابچه کې ولیکل:—
آډیسن یو ټنبل زده کوونکی وؤ چې
مــــور یې نابغه کړ❗
Copy

03/06/2023

*د افغانانو په اړه د نړیوالو نظرونه*

*_کله چي روسان په افغانستان کې مات شول نو د روسيه ولسمشر وویل کچیرته له افغانستان څخه پنځوس زره ځانګړي ځواکونه وروزل شي نو ټوله نړۍ به یي په ځمکني جنګ کې مخه ونه نیسي_*

*_هندوستان یو پخواني ولسمشر د افغانانو په باره کې وایي افغانان له تیږي کلک او له مالوچو نرم خلک دي دوي دچا ښه او بد په ټوله عمر نه هیروي له افغانانو سره ډغري وهل له غره سره ډغري وهل دي_*

*_د جرمني هیواد یو جنرال وایي افغانان په نړۍ کې یوازیني خلک دي چي کله څوک جنګ ورسره کوي نو دوي ورته ښه راغلاست وایي_*

*_هټلر د افغانانو باره کې ویلي چي قومنده زما واي او پوځ مي د افغانستان واي نو ما به په نړۍ نخري کړې وي سکندر په خپل تاریخي کتاب کې لیکلي په نړۍ کې یوازیني خلک چي له مونږ سره تر مرګه جنګیدل او هیڅ ماته یي نه منله هغه افغانان وو_*

*_دامریکا پوځ یو قومندان د افغانانو باره کې وایي کله چي مونږ د مرمیو غږ واورو نو یو خوندي ځاي ته منډی وهو خو کله چي افغانان د مرمیو غږ واوري نو دوي دمرمیو خواته منډي وهي تر څو له غږ نه له نږدې خوند واخلي_*
Copy

19/01/2023

کله چي مو پرته له کوم شک څخه
په یو چا بشپړ باور وکړ،
نو تاسو به دوه پایلې ترلاسه کوئ:
یا د ژوند لپاره یو کس؛
یا د ژوند لپاره یو درس .!!!

13/01/2023

د یوې امریکایي کمپنۍ لخوا جوړ روباټ به د مدافع وکیل په توګه راتلونکې (فبرورۍ) میاشت د قاضي پر وړاندې د یوې ترافیکې پېښې د تورن دفاع وکړي.
دا وکیل روباټ به په سمارټ فون چلېږي، دا روباټ به د هیډ فون په مرسته د خپل موکل سره د دلایلو لپاره تماس نیسي، خو د قانون برخه کې به هیڅ نقل ته اړتیا ونه لري.
که یې دوسیه بایلوده، نو د دوسیې ټول مصارف به کمپنۍ لنډوي.

13/01/2023

په راتلونکي کې به د نړۍ ترټولو لوړ ترينه - برج الممالک (۱۰۰۰ متر) شي; چې فعل حال په عربستان کې د جوړونې په حال کې دی.

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Address

Spin
Kabul
2301