Waliadin zaki

Waliadin zaki

Share

👉💫Focus on the present moment and keep moving forward towards your goals.

01/11/2024

*د ورځې دولس ګیلاسه اوبه څښل مو لاندې اړتیاوې پوره او له ناروغیو مو ساتي.*

یو انګلیسي متل وايي چې د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټره لیرې ساتي، خو د ورځې دولس ګیلاسه اوبه به مو له ډیرو ډاکټرانو لیرې وساتي.

د ډاکټرانو په اند هر انسان باید د ورځې دولس ګیلاسه اوبه وچښي تر څو د بدن ضرورت یې پوره او له ډېرو ناروغیو وژغورل شي.

روزانه دولس ګیلاسه اوبه څښلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ اضافي وزن کمول
۲ـ زړه حملې کموي
۳- د سر درد ورکوي.
۴ـ انرژي زیاتوي
۵ـ د سردرد علاج ده
۶ـ هضم کې مرسته کوي.
۷ـ د سرطان مخنیوی.
۸- ګردې صفا کوي.
۹- پښتورکو ته ګټه رسوي.
۱۰-په ګردو او مثانه کې د تیګې جوړیدو مخه نیسي.
غسل کولو څخه مخکې یو ګیلاس اوبه څښل د وینې لوړ فشار ټیټوي.
ډوډی خوړلو څخه مخکې اوبه څښل د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

> *👨🏼‍⚕️ : _

28/05/2024

⭕ د انسان د بدن په اړه ښکلی معلومات !

① معده ( Stomach ) هغه وخت په تکلیف کی وی کله چې انسان د سهار ناشته نه کوی .

② بښتورګی ( Kidneys ) هغه مهال د خطر احساس کوی کله چې انسان په ۲۴ سعاته یو ګلاس اوبه هم نه څښی .

③ تریخی ( Gall Bladder ) هغه وخت په مشکل کی وی کله چې انسان د شپی تر ۱۱ بجو نه ویده کیږی او له لمر راختلو مخکی راپورته کیږی نه .

④ کوچنی کولمی ( Small Intestines ) هغه وخت پریشانه وی کله چې تاسی یخ مشروبات څښئ او سړه ډوډۍ خورئ .

⑤ غټی کولمی ( Large Intestine ) هغه مهال ستړی وی کله چې انسان ډیر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی خواړه خوري .

⑥ سږی ( Lungs ) هغه وخت زیات تکلیف احساسوی کله چې تاسی د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کی ساه اخلئ .

⑦ ځیګر ( Liver ) هغه وخت تکلیف احساسوی کله چې تاسی ډیر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ .

⑧ زړه ( Heart ) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږی کله چې انسان ډیر کولیسټرول لرونکی خواړه وخوري .

⑨ سترګی ( Eyes ) هغه وخت په تکلیف کیږی کله چې په تیاره کی پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تیزه رڼا پریوزی .

۱⑩ دماغ ( Brain ) هغه مهال ډیر ستړی وی کله چې تاسی منفی فکر کوئ

10/05/2024

د شړومبی روغتیایي ګټې

١- ستړتیا له منځه وړي، بدن ته انرژي وربښي.
۲- د کلسیم درلودلو سره بدن هډوکي او غاښونه غښتلي کوي.
۳- د ګټورو بکتریاوو درلودو سره د هضمي سیستم مقاومت لوړوي او د ناروغۍ راوړونکو بکتریاوو (Pathogen bacterias) څخه یې ژغوري.
۴-د بدن پوستکی ته ښکلا وربښي او همدارنګه له زړښته یې ژغوري.
۵- د زړه ناروغانو ته ګټورې تمامیږي، موندنې ښیې؛ شوملې له کولمو څخه د کلسترول په جذب کې مداخله کوي او همدارنګه د وینې فشار دټیټوي.
۶- د معدې تیزابیت ټیټوي او د هضم پروسه چټکوي.
۷- د ويټامین A د لرلو له کبله د سترګو د نظر له ښه کولو او د بدن د معافیت له زیاتولو سره مرسته کوي.
۸- د ښه خوب رامنځته کیدو سبب ګرځي.

عمومی طبی معلومات

15/04/2024

زموږ او ستاسو وجودونه له حجرو څخه جوړ شوي او هره ورځ د ميليونونو حجرو عمر پای ته رسيږي او پر ځای يې نوې حجرې جوړيږي. د دغو نوو حجرو جوړښت، متوازنو، مناسبو او په اندازه خوړو ته اړتيا لري. موږ او تاسو ټول خپل ژوند پخپل بدن کې تېروو او همدغه مو اصلې کور ده. نور نو ستاسو خوښه چې دغه کورونه له کانکريټو جوړوئ او که له خځلو او خټو!

03/04/2024

آيا پوهېږئ چي د پښتورګو کاڼي څنګه جوړيږي؟

هغه عوامل چي پښتورګو کي کاڼي جوړوي دا دي 👇
⁦1️⃣⁩د کلسيم کمبود
⁦2️⃣⁩د مالګي خوړل په ډيره اندازه
⁦3️⃣⁩د غوښو ډير خوراک
⁦4️⃣⁩ګاز لرونکی مشروبات
⁦5️⃣⁩د غټو کولمو ناروغۍ
⁦6️⃣⁩په اطراحي سيستم کې دوامداره ميکروبونه لرل
نور هم ډير عوامل لري ....
WWaliadin Zaki

Photos from Waliadin zaki's post 08/03/2024

زموږ پیج لایک او پالو کړی ترڅو په زړه پورې معلومات ترلاسه کړی هيله کوم مننه
https://www.facebook.com/profile.php?id=61556843751193

03/03/2024

Cardiac arrest and CPR
که يوناڅاپه په مکمل ډول زړه خپل فعالیت له لاسه ورکړي دي پيښي ته دزړه دریدنه وایي چي دزړه اوازونه نه وي نبض نه وي او تنفس نه شي کولي مریض بي هوشه وي
سببونه یي:
١:-چي په مریض باندي د زړه حمله راشي
٢:-چي مریض برق ونیسي
٣:-کله چي په سږو فشار راشي
٤:-کله چي دزړه حرکات کم شي په زړه باندي دفشار له وجي
٥:-کله چي د دواو زهریت رامنځته شي
٦:-کله چي د وجود حرارت کم شي
٧:-کله چي اکسیجن کم شي
٨:- کله چي د پوتاشم اندازه کمه شي
٩:-کله چي د ویني حجم کم شي
١٠:-کله چي د ویني غوټه سږو ته لاړه شي یعني ترمبو امبولیزم رامنځته شي
تداوي یا درملنه:
لومړي باید تشخیص کړو چي زړه یي دریدلي دي یعني مریض بي هوشه ده یعني دزړه اوازونه یي نشته تنفس یي نشته نبض یی نشته نو لومړي به په لاندي ډول مرسته ورسره وکړو
A:-د هوا لاره به یي وګورو
که یي پزه اوخوله کي افرازات او استفراقات موجود وي نو باید هغه پاک کړو او غاړه یي سیده کړو
B:-خوله په خوله تنفس ورکوو د مریض پزه د خپلو ګوتو په واسطه بندو
که امبوبګ موجود وي دهغه په واسطه تنفس ورکوو
C:-د مریض سیني ته فشار ورکو په یو دقیقه کي سل واري
دغه پورته ABC پرسیجرته CPRهم وایي
لاندي درمل هم ورکوو
١:-lnj Adrenaline
٢:-lnj Lignocaline
٣:-Hydrocartisone
٤:-lnj Atropin

03/03/2024

#تبه یا

لومړی باید تودوخه وپیږنو۔
#تودوخه: د یوه جسم داخلي حرکي انرژي او د مالیکولونو ټکرونه یوه بله انرژي رامنځ ته کوي چي د Heat Energy یا تودوخي انرژي په نامه یادیږي۔
نو د انسان په جسم کښي هم فعالیتونه ترسره کیږي چي په بدل کښي یې تودوخه تولیدیږي د یوه نارمل انسان د بدن تودوخه 37C یا 98.6F ده کله چي د کوم انسان تودوخه له یاد شوي حد څخه لوړه شي نو ویل کیږي چي د دې انسان تبه ده۔
عموماً تبه په درې حالته وي۔
1: سپکه تبه۔ چي تر 37C---38C وي۔
2:منځنۍ تبه۔ چي تر 38C---40C وي۔
3:شدیده تبه۔ چي تر 40C څخه لوړه وي۔
تبه د ترمامیتر په اله باندي اندازه کیږي چي څو قسمه ترمامیترونه شتون لري خو د عام طبابت لپاره د سیمابو له ترمامیتر څخه استفاده کیږي۔

#دتبي #وجوهات Causes
1:تبه عموماً د اساسیت څخه رامنځ ته کیږي هغه څوک چي له ګرد و غبار سره اساسیت لري ډیر ژر یې د بدن حرارت لوړیږي ۔
2: تبه په بدن کښي د مکروبونو سره د جنګ له وجي رامنځ ته کیږي۔
#نوټ: باید په یاد ولرو چي ځیني تبي ګټوري هم وي ځکه هغه وایرسونه له منځه وړي کوم چي په زیاته تودوخه کي ژوند نه شي کولی۔


1:پزه بندیدل۔
2: له پزي اوبه بیدل
3: پرنجی(Sneezing) کول۔
4: د ستوني بلغم
5: ټوخی


1: پزه او ستونی په مالګینه اوبو وینځل۔
2: ځانونه له ګرد و غبار څخه لیري وساتﺉ۔
3: خراب شوي خواړو سره پام کوﺉ۔
4: سګریټ مه څکوﺉ۔۔۔
Waliadin zaki

Waliadin Zaki

25/02/2024

⭕️ د دماغ او د حافظی د پیاوړتیا لپاره دا عملي کړئ :

🩺 یو شمیر خلکو تل د دماغ له کمزوري شکایت کوي . دلته موږ درسره ځینې ساده او آسانه لارې چارې شریکوو چې په خپل ورځني ژوند کې ځای ورکولو سره تاسې کولای شئ چې د مغزو دنده تېزه او یاداښت مو پياوړی کړئ :

✍️ 1 - خوب ته مو پام وکړئ : څيړنې ښايي چې د خوب کمښت په مغزو باندې د یاداښت سُستوالی ، د معلوماتو په راغونډولو کې ځنډ ، په شیانو باندې د تمرکز له لاسه ورکول او ذهني ستړیا غوندې منفي تاثيرات لري . د خوب پر وخت ماغزه د یاداښت د ترتيب او د هغوی څخه د معلوماتو راټولولو کړنې تر سره کوي .

✍️ 2 - شین چای وڅښئ : روغتیاپالان وايي هغه خلک چې په مناسبه اندازه شین چای څښي ، د کارونو د یاداښت په پياوړي کولو کې ورسره کمک کوي .

✍️ 3 - غاښونه پاک وساتئ : څيړنې ښايي چې د غاښونو برش کول د ماغزو په فعالیت کې ښه والی پيدا کوي . د دې لپاره چې پیاوړی مغز ولرئ نو هڅه وکړئ ، چې د غاښونو پاکوالي ته متوجه اوسئ ، دا کار نه یوازې دا چې ستاسو غاښونه سالم ساتي ، د دې سره سره د ژوند تر پایه پورې د ماغزو د فعالیت کمښت څخه مخنيوی هم کوي .

✍️ 4 : بله ژبه زده کړئ : څېړنو ښودلې له خپلې مورنۍ ژبه پرته د يوې بلې بهرنۍ ژبې زده کول ستاسې په مغزو مثبتې اغيزې لرلی شي . د بهرنۍ ژبې زده کول ستاسې د مغزو فعالیت زیاتوي او د مغزو د هېپو کمپس ( د مغزو هغه برخه چېرته چې یاداښت جوړ او ذخيره کيږي ) اندازه غټوي .

✍️ 5 - اوبه وڅښئ : اوبه يواځې د بدني سلامتیا لپاره نه بلکې د ځيرکو مغزو لپاره هم اړينې دي . د اوبو کمښت د مغزو د فعالیت او حواسو د کمښت سبب ګرځي د اوبو ترڅنګ باید هندواڼه ، بادرنګ ، رومیان ، پالک او داسې نور اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي .

✍️ 6 : ذهني لوبې وکړئ : څيړنې ښايي چې د انسان ماغزه هم لکه د انسان د بدن د عضلاتو غوندې خاصو ورزشونو او لوبو ته اړتیا لري ، ذهنې لوبې ستاسې د ماغزو فعالیت چټکوي او یاداښت مو پیاوړی کوي .

✍️ 7 - ورزش وکړئ : د یوې څيړنې له مخې ، منډه وهل ، پیاده تګ او لامبو ماغزو ته ډېره ګټه لري . ورزش نه یواځې بدن بلکې ماغزو ته هم ګټور دی ، ورزش کولو سره مو زړه او سږي خپله دنده په ښه توګه تر سره کوي چې له اَمله يې ماغزو ته پوره ډول آکسيجن رسېږي او د مغزو د ښه فعالیت سبب ګرځي .

✍️ 8 - مطالعه وکړئ : د مختلفو طبي څيړنو له مخې هره ورځ

22/02/2024

د اسهال پواسطه د ماشومانو د بدن مايعات کمېږي. همدغه د مايعاتو کمبود که چېرته پوره نشي کېدی شي د ماشوم د مرګ باعث شي نو لدې امله هغه ماشومان چې د بدن د اوبو له قلت سره مخ وي بايد روغتون ته يو وړل شي. تاسو څرنګه هغه ماشومان چې اسهال ولري او د بدن د اوبو له کمبود سره مخ وي پېژندلای شئ؟

که د ماشوم د بدن مايعات نورمال وي:
- ښه او بيداره وي.
- د ماشوم سترګې ننوتې او ژوري نه ښکاريږي.
- نورمال څښل او رودل کوي.
- که يې په دوه ګوتو کې پوستکی را غونج (pinch) کړئ جلد يې سم لاسي عادي حالت ته را ګرزي.

که يې مايعات يو څه کم وي:
- ناکراره او مخرش وي.
- ستر ګې يې ننوتې او ژوري ښکاريږي.
- تنده لري څښلو او رودلو ته لېوالتيا ښيې.
- څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ ورو عادي حالت ته را ګرزي مګر له دوو سانيو څخه کم وخت نېسي.

که د ماشوم د بدن مايعات په شديد ډول کم وي:
- ماشوم خوبجن وي، په سختۍ له خوبه را ويښيږي او يا بې هوښه وي.
- سترګې يې ننوتې او ژوري وي.
- څښل او رودل ډير کم او ډير کمزوري او يا يې هېڅ نه کوي.
- څه وخت چې د ماشوم جلد په دوو ګوتو کې را غونج کړئ په دوو ثانيو او يا له هغه څخه په زيات وخت کې ورو عادي حالت ته را ګرزي.

که ستاسو له کوښښ سره سره د ماشوم د بدن اوبه کمې وي او يا شديد حالت ولري په بېړه يې روغتون ته يوسئ.

22/02/2024

د شکر ناروغی :

هر کله چه دیو شخص دوینی د ګلوکوز سویه په نهاره وکتل شی او د ۱۲۶ ملی ګرام پر دیسی لیتر څخه لوړه او همدارنګه که چیرته په ماړه نست وکتل شی او دوینی دګلوکوز سویه یی له ۲۰۰ ملی ګرام په دیسی لیتر څخه لوړه شی نو د شکری بیماری بلل کیږی.
ددی بیمار اقسام ډیر زیات دی خو په دوه عمومی ټایپونو سره زیات پیداکیږی چه عبارت دی له type 1 او type 2 څخه.

د اول ټایپ او دوهم ټایپ ترمینځ کلینیکی تفاوت .

۱ـ پولی یوریا او تنده دری برابره زیاته وی په اول ټايپ
کی نسبت دوهم ټایپ ته
۲ـ ضعیفی او ستړیا دری برابره زیاته وی په اول ټايپ کی
نسبت دوهم ټایپ ته
۳ـ ډیر خوراک او ورسره دوزن له لاسه ورکول په اول ټایپ
کی زیات وی مګر په دوهم ټایپ کی نشته
۴ـ په تکراری ډول دسترګو دید ګډوډی په دوهم ټايپ کی
دوه برابره زیاته وی نسبت اول ټایپ ته
۵ـ په ښځو کی دفرج خارښت یا التهاب په دوهم ټایپ کی
دوه برابره زیات وی نسبت اول ټایپ ته
۶ـ محیطی نیوروپتی هم په دوهم ټايپ کی دوه برابره
زیاته وی نسبت اول ته
۷ـ د شپی لخوا زیات ادرار کول په اول ټایپ او کی وی او
په دوهم ټایپ کی نشته
۸ ـ اول ټایپ اکثریت وخت بی عرضه وی او دوهم
عرضی وی.
۹ـ اول ټايپ دومره ارثی منشا نلری مګر په دوهم ټايپ کی
ارثی بڼه فوق العاده زیاته ده
۱۰ـ اول ټايپ کی ناروغ ډنګر وی او دوهم ټايپ ناروغان
چاغ وی.
نوټ : لطفا چاغوالی مه خوښوی او د چاغوالی څخه ځان او خپل دکورنی غړی وساتی.

20/02/2024
Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Kabul