احمدزی
انسانېت
د امارت له ځینو پالیسو سره اختلاف خپل ځای لري، او ډېر کارونه یې شته چې څوک یې نه تاييدوي. خو انصاف دا دی چې رښتیا ووایو—که نن د شمال امپراتور عطا، د ګلم جم مليشو مشر دوستم، یا د مزار شريف زېږېدلی محقق واکمن وای، ایا د قوشتپې کانال کار به یې پرېښی وای؟ که هر یوه ته ګاونډي هېوادونو له لس لس میلیونه ډالرو ډک بوجۍ ورکړي واي، هغوی به ورته ټینګ واي؟ هغه څوک چې د ګاونډي هېواد جشن ته په هماغه ورځ مبارکي ورکوي چې د باشدان بند د پرانیستې ورځ سره برابره وه ، لږ تر لږه دومره حق خو د هرات خلکو پري درلود چې یوه مثبت ګام یې په انصاف سره ستايلي واي چې فائده عام د هرات غيور ولس ته رسيږي ، دوي ته د ګاوڼډي خوشحالي ياده وه ليکن د خپلو خلکو خوشحالي نه!
اصلي خبره دا ده: که د یوه نظام ارزونه کوې، د حق په اساس یې وکړي—ښه یې تاييد کړه، او پر بدو یې سالمه او رښتینې نیوکه وکړه.
Click here to claim your Sponsored Listing.