خفه لیکوال
له فالو څخه مو یو جهان مننه 😘
✋✋
ما درسره تعقیب کړی ☝📚✏
🌸😊💱💐 🌸😭😬👋 #حقیقت #🌺🌹😔😔 #یاد #💔💔😒 #ژړا #مینه
06/02/2026
ناول :د هدیری پای
لیکوال: شاهدالله اسرار
برخه: دویمه برخه
د تیری برخي الفاظ:زه په دوکان کې پاتې شوم.
خدای څه فکرونو په مخه کړی وم چې یو کس مې مخې ته ودرېد.
د دوهمی برخه پیل
غټه تنه یې وه، په دروندغږ یی«سلام علیکم» وکړ.
«بیدر، خوب استی؟ چی شد اندیوالت؟»
هېران شوم چې دا لا پسې څوک شو. ځان یې راته د بلاک څوکيدار معرفي کړ، نوم یې سمیع وو. د احمد ضیا پوښتنه یې کوله. ورته مې وویل چې د دوکان لپاره سودا راوړ.
غرمه مهال یوه نیمه بجه وه چې یو موټر له سودا ډک د دوکان مخې ته ودرېد. سودا مو د لېست مطابق ژر ژر له موټر څخه دوکان ته انتقال کړه.
په اخیر کې مې مشر ورور ته ورغږ کړل. موږ به احمد ورته وایل «احمده، وه احمده»
سودا خلاصه شوه. ژوره ساه یې واخیسته، زیاته یې کړه:نو څه کوي راځه، دلته راسره کمک شه.
څه به مو سر خوږوم، د سهار به مکتب ته تلم او له مکتب څخه به سیده د دوکان پر لوري راتلم.
تقریباً د غرمې دوه بجې وې. د دوکان مخې ته ناست وم او د ورځې تود سکوت مې پر اوږو بار و. لمر د سړک پر مخ د ژوند ستړې ساه خوروله، خلک لکه د وخت تر فرمان لاندې بېخبره تېرېدل.
په همدې ناڅاپي کې مې سترګې پر یوې جلۍ ولګېدې؛ خدای بېمثاله ښایسته کړې وه. د هغې شنې سترګې د پسرلي د سهار د څپو په څېر روښانه وې، داسې برېښېدې لکه د طبیعت له زړه راوتلې رڼا چې د انسان پر روح لګېږي. د زرکي په څېر یې قدمونه اخیستل، ارام، نازک او بېغږه؛ داسې ښکارېده لکه له ځمکې سره نه، بلکې له هوا سره روانه وي. په هر حرکت کې یې حیا، سادگی او یو پټ وقار نغښتی و، او هماغه شېبه مې احساس کړه چې ځینې ښکلاوې یوازې د سترګو لپاره نه وي، بلکې د زړه د چوپتیا لپاره پیدا شوې وي. د هغې لنډ حضور زما د فکرونو خاموشه جریان ګډوډ کړ، لکه څوک چې د ولاړې اوبو پر سطحه ډبره وغورځوي.
په هماغه شېبه پوه شوم چې انسان کله ناکله د ټول عمر سکوت یوازې د یوې شېبې لپاره زغمي، او ښایي مینه هم همداسې راځي: بېخبره، لنډه، خو تل پاتې او له پوښتنو ډکه.
هغه مې له سترګو په تور حجاب کې پناه شوه، خو د تلو انداز یې لا هم زما په ذهن کې د یوه فلم د صحنې په شان پاتې وو.
په دغه وخت کې احمد راباندې غږ کړ:
«بشارت، ویده یې که څنګه؟ مشتري درته ولاړ دی، لکه چې په ویښه خوبونه وینې.»
ګورم چې یو ځوان، چې میانه قد او ګوړګوتي ویښتان یې وو، په خندا یې احمد ته ورغبرګه کړه:
«جوان است، د جوانی خو ازی گفتای میآید.»
ورزیاته می کړه:
«تجربهٔ پدر، علم است.»
مسکی شو، نور څه یې ونه ویل، خپل حساب یې خلاص کړ. د وتلو په وخت کې یې مخ راواړولو او په ماته ګوډه پښتو یې راته وویل:
زما نوم حامد دی، دلته زرنج چلوم، که کوم خدمت وو، غږ کوه.
مننه می تری وکړه او لاړ .
ورځ هم لکه کال، داسې راباندې تېره شوه.
کور ته چې راغلم، مور مې راته وویل:
«زویه جانه، لکه چې مریض یې، شونډې دې پتري نیولي، رنګ دې هم پرزېدلی.»
ستړیا مې ورته بهانه کړه چې په دوکان کې کارونه زیات وو.
د ماښام له لمانځه وروسته ډوډۍ تیاره شوه، خو زما زړه نه اخیستله. ورو ورو مې د خپلې کوټې په لوري حرکت وکړ. د هغه چا فکرونه مې په ذهن کې ګرځېدل چې لا یې نوم هم راته معلوم نه و.
د زړه سکون مې ورک و. پر بستر کښېناستم. د کوټې چوپتیا درنه وه، یوازې د ساعت ټک ټک د وخت بېرحمي راته بیانوله.
سترګې مې پټې کړې، خو د هغې د تلو انداز، د هغې لنډ حضور، لا هم زما د ذهن پر پرده د فلم د یوې ژوندي صحنې په څېر ګرځېده.
له ځان مې وپوښتل: ولې انسان کله د داسې چا له نشتونه دومره ناارامه شي، چې شتهوالی یې هم یوازې یوه شېبه وي؟
د زړه له کومې مې ساه واخیسته. پوه شوم چې دا بېقراري تصادف نه ده. ځینې احساسات بېاجازې راځي، بېپوښتنې پاتې کېږي، او بیا انسان ته دا ور زده کوي چې تقدیر تل په لوړ غږ نه راڅرګندېږي؛ ځینې وخت د یوې چوپې شېبې په بڼه راځي، خو د ټول ژوند لوری بدلوي.
همدغو سوچونو کې ملا اذان راباندې وکړ. له خپل ځایه پورته شوم، لمونځ مې ادا کړ پر جاینماز ناست پاتې شوم.
زړه مې یو څه سپک شوو، فکرونه مې نه ارامېدل. په همدې وخت کې مې مور کوټې ته راننوتله. د قدمونو غږ یې نرم و، خو د سترګو اندېښنه یې روښانه وه.
مور مې وویل:
«بشارت زویه، څنګه یې؟»
ما ورو سر پورته کړ او ومې ویل:
«ښه یم مور… اوس ښه یم.»
خو هغې باور ونه کړ. راته ځیر شوه، د تندي پر منځ یې ګونځې پیدا شوې او ویې ویل:
«دروغ مه وایه زویه، له سترګو دې ښکاري چې ټوله شپه دې خوب نه دی کړی.»
ما څه ونه ویل. یوازې مې ساه واخیسته او سترګې مې ښکته کړې.
مور مې راته رانږدې شوه، لاس یې زما پر سر راکش کړ او په نرم غږ یې وویل:
«انسان چې په زړه کې څه پټ کړي، بدن یې ژر ستړی کېږي. که څه دې په زړه کې وي، راته ووایه.»
خو بیا می هم زړه نه شوای کولی. ځینې دردونه داسې وي چې انسان یې نوم نه شي اخیستلای، یوازې یې احساسوي.
یوازې دومره مې وویل:
«هیڅ نشته مور… لږ فکرونه مې ډېر شوي دي.»
هغې بیا هم زما سترګو ته وکتل، پوه شوه چې خبره تر دې ډېره ده، خو چوپه پاتې شوه.
ورو یې وویل:
«ښه ده زویه، لږ آرام وکړه، په ذهن ډېر فشار مه راوړه.»
مور ووتله، خو د هغې د لاس تودوالی لا هم زما پر سر پاتې و. پوه شوم چې که څه هم زما ذهن د یوې ناپېژندلې څېرې په لټه کې دی، خو زما زړه لا هم د مور په دعا ولاړ دی.
مور چې له کوټې ووتله، زه لا هم پر جاینماز ناست وم، ځکه دا مې عادت و، کله به چې خفه وم نو د لمانځه ځای به راته سکون راکاوه.
لږ وروسته پورته شوم، کتابونه مې برابر کړل او مکتب ته روان شوم. په لاره کې مې ذهن بیا هم د هماغې ناپېژندلې څېرې په فکرونو بوخت و.
ښوونکی خبرې کولې، تخته ډکه وه، خو زما سترګې او فکر بل ځای وو. نه پوهېدم ولې د زړه سکون رانه تللی و، حال دا چې لا مې د هغې نوم هم نه و زده.
خدای خبر چې روح مې په کوم وطن کې چکر وهلو، خو جسماً په صنف کې ناست وم.
د څنګ ملګري مې، چې رفیعالله نومېده، وڅوخلم:
«هلکه، څه په فکرونو کې ډوب یې؟ درس ته وګوره!»
په دغه ورځ دوه استادانو په دوو پرلهپسې ساعتونو کې ښه سم بېآب کړم.
د مکتب له رخصتېدو وروسته، سمدستي دوکان ته ولاړم. احمد لا تر ما مخکې رسېدلی و. سلام مو سره وکړ، خو زما پام د دوکان په کار نه و.
لاسونه مې بوخت وو، خو سترګې مې بیا د سړک هغې خواته تللې. وخت ورو ورو تېرېده. خلک تلل، راتلل، سودا یې اخیسته، خبرې یې کولې، خو زما لپاره هر څه یو شان ښکارېدل.
زړه مې یوازې د یوې لارې څارنه کوله، هماغه لاره چې پرون مې پکې یوه لنډه صحنه لیدلې وه.
د غرمې شاوخوا وخت و. د دوکان مخې ته کښېناستم. د لمر له ورو ورو تودېدو سره زما زړه ورو ورو بېقراره کېده.
ځان سره مې وویل: شاید هغه رانشي… شاید دا ټول یوازې یو خیال وي.
خو انتظار کله د انسان له عقل نه اجازه نه اخلي، بس د زړه په کونج کې کېني او چوپ پاتې کېږي.
زه هماغسې ناست وم چې احمد راوغږ کړ:
«زه ځم کور ته، تا ته به حلیم ډوډۍ دلته راوړي.»
هغه لاړ، او زه په دوکان کې کښېناستم.
تقریباً یوه بجه شوه چې د ناهید شهید مکتب خپل زدهکوونکي رخصت کړل. د ماشومانو شور او د هغوی د خندا اوازونو د کوڅې فضا ډکه کړه. هر څوک په بیړه روان وو، خو زه هماغه شان پر خپله څوکۍ ناست وم.
ګورم چې هماغه هلک، چې نوم یې حامد و، د دوکان په لوري په ګړندیو ګامونو روان دی. له ننوتو سره یې وخندل او ویې ویل:
«چرا پیشانیات ترش است؟»
ما ورته وویل:
«نه، بیدر خدا نکنه، باید تره امروز داکتر ببرم، چشماتم ضعیف شده.»
خوله یې له خندا وازه وازه کېده. څو دقیقې مو بنډار وکړ. حامد یو ډېر بانزاکته او زحمتکښ هلک و، خدای شته، سخت راباندې ګران شو.
موږ لا په خبرو بوخت وو چې ټیلیفون ته مې زنګ راغی. ګورم چې احمد ضیا دی. اوکې مې کړ.
له سلام وروسته یې د مسخرو په انداز وویل:
«څنګه یې، له تجارت سره؟ اوس به دې سرمایه یو په دوه کړې وي.»
ځان مې یو څه جدي ښکاره کړ:
«یاره، یو خو ته هم چې څه په خوله درځي وایې. هسې مې هم طبیعت خراب دی. راشه، د مکتب شاګردانو یو کارتن بریاني همداسې له ځان سره وړې.»
زیاته یې کړه:
«تجاره که به تا هم ورسره یونسي، زه خپل درس ګورم.»
ما وویل:
«توبه، دا تجاره مه راته وایې، لږ پاتې ده چې له لوږې مړ شم، ډوډۍ مو لکه چې راپسې خیرات کړه.»
هغه وخندل او ویې ویل:
«نه نه، بېغمه اوسه، که ستا دا تجارت وي، خدای مني که یې راڅخه په سترګو ونه وینې. اوس مې ځکه زنګ درته وکړ چې زیری درته لرم، هغه دا چې نن یې په کور کې ستا دښمنان پاخه کړي دي، نو د مهربانۍ له مخې ته د ځان لپاره یو څه انتظام وکړه.»
ما وویل:
«سمه ده، خو چې بېګا ته پاتې نه شي، ګنې په خدای چې ځم هوټل ته او هلته شپه کوم.»
بحث مو لږ اوږد شو، له یو څو خبرو وروسته ټیلیفون بند شو.
د ټیلیفون له بندیدو وروسته څو شېبې چوپ پاتې شوم. حامد راته کتل، لکه چې زما په مخ کې یې د خبرو پایله لوستله. دا چی حامد می اوس خپل نيږدې ملګري ګڼلو نو له ټولي کیسی می خبر کړ. دواره چوپ پاتی شوو.
حامد به زياتره خبری راته په ماته ګوډه پښتو کولی وویل : شا يعني اوس د لیونتوب شروع کړي.
ما ورو ساه واخیسته او موسک شوم، خو زړه مې لا هم دروند و.
حامد وویل:
«ښه ده، ته هم عجیب فکرونه لرې، کار هم کوې، غم هم کوې.»
ما ورته وویل:
«کله چې فکرونه زیات شي، سکون د انسان له زړه ورو ورو کډه کوي.»
هغه وخندل، خو د هغه خندا زما په زړه کې کومه تشه نه ډکوله.
سترګې مې بیا د کوڅې هغې خواته واوښتې، هماغه لاره چې ما پکې د نامعلوم انتظار تار غوټه کړی و.
حامد له ما سره په دوکان کې و. کله چې دوه بجې شوې، زه د هغې په انتظار وم، خو لا نه ښکارېده. زړه مې بېقراره ټوپونه وهل او سترګې مې هره شېبه د کوڅې خواته تللې.
لس دقیقې وروسته، د پارک له شمال ختیځې کوڅې هغه څوک راښکاره شول چې زما سکون یې رانه اخیستی و. د هغې په لیدو مې وجود ولړزېد او ذهن مې تش شو.
هماغه شېبه مې بس وه چې پوه شم، انتظار مې بېځایه نه و.
هغه زما د دوکان له مخې تېره شوه. قدمونه یې نرم او متوازن وو، هر ګام یې فضا ته یو ډول ارامۍ او ښکلا ورکاوه.
خدای ورته لوړ قد وکړي وو، او د تګ انداز یې داسې لطیف و چې بې له زحمت هر نظر پرې ورتاوه.
د هغې سترګې شنې وې، او د یوه ارام جهیل د څپو په څېر ځلېدې. تور حجاب، چې سپینې عمودي لیکې پکې وې، پر تن کړی و، چې په تګ کې یې یو ډول جذاب تاثر ورکاوه.
هغه مې له سترګو پناه شوه. زه حامد له لومړي نظره څارلی وم. هغه راته په نرم غږ وویل…
د نن شپې لپاره
د ناول «د هدیری پای» لومړۍ برخه
تر همدې ځایه وه.
تر بیا…
په راتلونکې برخه کې
به د کیسې نوې پاڼه پرانیستل شي.
تر هغې وخته
تاسو ټولو ته
ښې چارې او خوږې شپې غواړم.
✍️ شاهدالله اسرار
ما درسره تعقیب کړی 📚✏
🌸💱🍂😒🐾🌺🌹💔😳😔👋🍁🍷💗❤
ما درسره تعقیب کړی 📚✏ #فالو
🌸💐🍂💔💔😔 #حقیقت 👋👆☝🌸👏 #یاد خفه لیکوال #ژړا #
05/02/2026
ناول : دهـدیـری پـای لـومـړی بــرخــه
لیکوال: شاهدالله اسرار
پـــیـــــل
ټیلیفون د مېسج نوټیفکیشن شو مې زر تر نظر تېر کړ،
لیکلي یې وو:
«هله ډاکټر صیب! عاجل واټ ته ځان راورسوه، د مریض وضعیت خراب دی.»
په یوه دمه مې له دفتر څخه تر عاجل واټ پورې ځان ورساوه. نرسۍ ته مې غږ کړل. په بنده ژبه یې وویل:
«ډاکټر صیب، د م… مریض ژوند په خطر کې دی.»
زیاته مې کړه:
«ښه، سمه ده، الله مهربانه ذات دی. انستیزي مو ورته لګولې ده؟»
«هو ډاکټر صیب، اوس به یې اثرات شروع شوي وي.»
«سمه ده،
مننه.
زه به دا جامې بدلی کړم. رښتیا، نور ډاکټر صیب ته مو خبر ورکړی؟»
« هو هغه عملیات خونې ته وختي ځان رسولی.»
ژر ژر مې خپل کالي بدل کړل او عاجل خونې ته مې د سترګو په رپ کې ځان ورساوه. ګورم چې یو څڼیور ځوان له مرګ سره لاس او ګرېوان دی او له خپل رب سره ملاقات ته چمتووالی نیسي، خو لکه چې د اوس لپاره یې دغه سپېڅلی دیدن په نصیب کې نه و.
عملیات مو شاوخوا یو نیم ساعت وخت ونیوه. له عملیات خونې سیده د خپل دفتر په لور روان شوم، خو فکر مې ټول د هغه جنګیالي سره وو.
په خپله څوکۍ کې ناست وم او سوچونو په مخه کړی وم. په دفتر کې یوه ارامه فضا خپره وه. تقریباً د مازدیګر څلور بجې وې چې د جماعت په لور روان شوم.
له لمانځه وروسته د خپل دفتر په لور روان وم چې نور ډاکټر له شا څخه راپسې غږ کړل:
«ډاکټر صیب! ډاکټر صیب! لږ صبر شه، یو څه کار درسره لرم.»
له سلام کلام وروسته یې خبرې داسې پیل کړې:
«سهار مو چې کوم عملیات ترسره کړل، د هغه راپور څنګه کړو؟»
زه: «وبښئ ډاکټر صیب، پوه نه شوم.»
ډاکټر نور: «دا کس د TTP غړی دی، نو که چېرې د حکومت غړي راباندې خبر شي، لوی مشکل به راته جوړ شي، او بله دا چې د دې عملیات مسؤلیت هم تا پر غاړه اخیستی.»
زه د ژورو فکرونو لړۍ تر مخه کړم . الفاظ راسره نه وو چې د نرسۍ غږونو له دې لړۍ رابهر کړم:
«ډاکټر صیب، د مریض څارنه مو وکړه، دا یې راپور دی.»
له نرسۍ مې مننه وکړه، پرته له دې چې نور صیب ته کوم څه ووایم. دوسیه مې په لاس کې واخیسته او د دفتر په لوري مې ګړندي ګامونه واخیستل.
د عادت له مخې مې خپله سپینه چپنه واغوستله او د ناروغانو ویزېټ لپاره مې ځان آماده کړ. د څو مریضانو له کتلو وروسته مې هغوی ته د صحت د ښه والي اړوند ډاډ ورکړ.
په همدې وخت کې یې طالب جنګیالی را دننه کړ. خواته یې ورغلم، نرسۍ ته مې وویل:
«پایواز یې چېرته دی؟»
نور ډاکټر صیب غږ وکړ:
«طالب جان سره پایواز نشته.»
ورځې مې د حیرانتیا په دود سره کش کړې. څه دا نو څنګه کار دی؟ نو دی چا راوستی دی؟
په همدې وخت کې دروند او له غمه ډک غږ پورته شو:
«زه خپله یوازې راغلی وم.»
لهجه یې راته وطني ښکاره شوه. خواته یې ورنږدې شوم، ورته مې وویل:
«ځوانه، اوس د صحت څنګه دی؟»
د هو په دود یې سر وښوراوه: «ښه یم.»
«نوم دې څه دی او د کوم ځای یې؟»
په مړاوي غږ یې ځواب راکړ:
«نوم مې بشارت دی، د وردګو ولایت اوسېدونکی یم.»
مسکی شوم، ورته مې کړل:
«ښه نو وطندار یې. زه هم د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی یم.»
دا چې د مریض حالات نازک وو، نو ښه مې وګڼله چې اوس استراحت وکړي. له یو څه خبرو اترو وروسته مې ترې د رخصت غوښتنه وکړه. هغه ته مې وویل:
«ځوانه، تشویش مه کوه، که د خدای رضا وه ډېر ژر به ښه شې.»
نور ترې را روان شوم، خو نه پوهېږم چې ولې داسې وم لکه کوم څه مې چې ورک کړي وي. د زړه سکون مې ورک وو. د دغه ځوان څېره راباندې سخته خوږه لګېدلې وه.
له دفتر نه مې اجازه واخیسته او کور ته روان شوم، د دې لپاره چې دماغي استرس مې یو څه کم شي. په سبا یې هم دندې ته نه ولاړم.
ټوله ورځ مې کله په یو څه او کله په بل څه ځان مصروف کړ.
د سهشنبې سهار وو، له کوره د روغتون په لور روان شوم. البته دلته زیاتره خلک د پښتو لغاتو پر ځای انګلیسي لغات کاروي چې دا ماته شین کفر ښکارېده. روغتون ته به یې «هاسپټال» او مکتب ته به یې «سکول» ویل... . نو ما به تر ډېره کوښښ کاوه چې پښتو لغات استعمال کړم.
پوره اته نیمې بجې مې ځان د روغتون مخې ته ورساوه. روغتون ته له ننه کیدو سره سم می په پولیسو سترګې ولګيدی ګورم چی یو ډله پولیس ولاړ دي او له ډاکټر حسیبالله مهربان سره په خبرو بوخت دي.
غوښتل مې چې ځان ناګومانه واچوم، خو ډاکټر مهربان راباندې غږ کړ:
«ښاغلی همدرد صیب! یو ګینټه صبر شه.»
زړه مې وپرزېد. له حاله مې یو خدای خبر وو. له ځان سره مې وویل:
«همدرده زویه! نن د ځان لپاره کفن تیار کړه، لکه چې درباندې خبر شوي چې د TTP غړی دلته دی.»
په ماته ګوډه ژبه مې وویل:
«مهربان صیب، کوم څه مو وویل؟»
له خندا شین شو:
«نه، ولې داسې د رنګ ژېړ شوې؟»
ژر مې خپل ځان کنټرول کړ:
«نه، نه، هسې لږ څه مریض یم.»
«ښه، الله دې روغ صحت درکړي.»
مننه مې ترې وکړه.
موږ په دغه روغتون کې اته ډاکټران د افغانستان څخه وو چې مهربان صیب هم له هماغو اته څخه یو وو. په اوږه یې راته لاس کېښود:
«درځه، یو ځای به لاړ شو.»
تر دفتره روان وو، خو دا چې مهربان صیب راته څه ویل، هېڅ پوه نه شوم، ځکه زه خپلو سوچونو ته تللی وم. په اوږه یې ډیکه راکړه:
«همدرد صیب، لکه چې مین یې، که څنګه؟»
د زړه په زور مې وخندل:
«نه، خدای دې غرق رحمت کړي، زه خپله کوژده لرم، مینه څه کوم؟»
په خندا یې وویل:
«ښه، لکه چې د کور ودانۍ سره جنجال کړی.»
له یو څه خبرو وروسته خپلو دفترونو ته راغلو، خو زما ټول فکر د هغه طالب، چې بشارت نومېده، سره وو.
د مریضانو د لیدلو لپاره مې ځان آماده کړ. لومړی مې د نورو ناروغانو سره ملاقات وکړ او هغوی ته مې یو څه توصیه وکړه.
د بشارت خواته ورغلم:
«سلام ځوانه، اوس د حالت څنګه دی؟»
له هغه خوا یو نرم غږ راغی:
«الحمدالله، اوس ښه یم.»
ټپونه مې وکتل، نرس ته مې یو څو اړینې لارښوونې وکړې. نرس راته د سترګو په اشاره وکړه. پوه شوم چې کومه خبره شته.
له نرس سره بهر راووتلم او دفتر ته راغلم. نرس مې هم راوغوښتله. راته یې وویل:
«ډاکټر صیب، ته دا ناروغ پېژنې؟»
«یاره، داسې خاص یې نه پېژنم، خو دومره پوهېږم چې زموږ د ولایت دی.»
«خیرت خو به وي؟ ولې دې وپوښتل؟»
ویې ویل:
«چې ریښتیا شي، نن ټوله شپه یې په خوب کې خبرې کولې، ذهن یې ناارامه وو. که کېدای شي نو کورنۍ ته یې خبر ورکړه.»
هېران شوم چې ولې مې دې خبرې ته فکر نه و کړی.
نرس ته مې وویل:
«د ناروغ سره جېبونو کې څه شی وو؟»
«ډاکټر صیب، صبر وکړه، زه یې اوس راوړم.»
«ښه، سمه ده، لږ ژر کوه. او هو، ناروغ ځانګړې خونې ته یوسه، دلته د نورو ناروغانو پایوازان راځي، شک اخلي، جنجال به جوړ شي.»
نرس وویل: «سمه ده.»
تقریباً لس دقیقې وروسته نرس له یوې کڅوړې سره راغی. کڅوړه مې ترې واخیسته، خلاصه مې کړه. په منځ کې یې یوه بټوه، یاسین شریف او څه نور وسایل وو.
لومړی مې بټوه پرانیسته. یو څو کاغذونه او یو ښځینه تصویر پکې وو. د دې ټولو په منځ کې مې پر یو کوچني پاکټ سترګې ولګېدې. لاس مې ور وغځاوه. پر پاکټ لیکلي وو:
«د هدیري پای»
یعنې څه معنا؟
دا کلمې مې ذهن کې کش او ګېر زیات کړ. پاکټ مې پرانیست، ګورم چې چیپ پکې پروت دی. نرس راته ځیر وو.
چیپ مې کمپیوټر سره وصل کړ. پرانیست مې، د ځوان یو څو انځورونه پکې وو او یو کتاب په PDF بڼه، چې نوم یې هم «د هدیري پای» وو.
ما او نرس یو بل ته په حیرانتیا وکتل. تلوسه مو لا زیاته شوه. کتاب مې پرانیست او په لوستلو مو پیل وکړ.
په لومړي مخ کې یې دا ټپه لیکلې وه:
د نیمې شپې سندرې خوند کړي
څوک به مین وي، چا به یار بایللی وي
کورنۍ ټول غړي په دسترخوان سره راټول وو. د هر یوه په شونډو شنډه مسکا له ورایه ښکارېده، خو یوازې خدای خبر وو چې دا د خوښۍ ورځې به تر کله دوام کوي.
زموږ کورنۍډیره لویه نه وه. زه شپږ وروڼه مور او پلار . اقتصادي وضعیت مو هم نسبتاً ښه وو. له ډوډۍ خوړلو وروسته دسترخوان ټول شو او په کوټه کې یوه ارامه فضا خپره شوه.
په دې وخت کې مې پلار غاړه تازه کړه او د ټولو فکر یې ځان ته واړاوه:
«ګورئ بچیانو! دا چې په ژوند کې لوړې او ژورې راځي، نو تاسو هم باید ورته سپر واوسئ. د سختۍ په مقابل کې باید ماتې ونه منئ. خو یوه خبره دا هم ده چې هره ماتې موږ ته یو لوی درس راکوي، هره سختي مو لا غښتلي کوي. ستاسو لپاره مې د تعلیم زمینه برابره کړې ده، کوښښ وکړئ چې ګټه ترې واخلئ او ورسره په څنګ کې کوم کسب او کار هم زده کړئ.»
همدارنګه یې د تعلیم او د هېواد پر روان اقتصادي حالت باندې څه تفصیلي خبرې وکړې.
په دغه وخت کې مې مشر ورور احمد ضیا پلار ته وویل:
«پلارجانه! که ستا خوښه وي، زه به دوکان کښېږدم. تر یوه وخته به زه پکې وم، بیا به بشارت زما پر ځای دوکان ته راځي او زه به خپل پوهنتون ته ځم. هم به مو تعلیم کړی وي او هم به مو یو کسب زده کړی وي.»
له ډېر جر او بحث وروسته مې پلار ومنله.
سهار وختي مې مشر ورور د دوکان په لټه له کوره ووت. زه هم په تمه وم چې اته بجې شي او ښوونځي ته لاړ شم. په دغه وخت کې زه په دولسم صنف کې وم. کتابونه مې د تقسیم اوقات مطابق برابر کړل چې کشر ورور مې، حلیم، راغی.
«بشارت! نن مکتب ته مه ځه. لالا دوکان په کرایه نیولی دی. راته یې وویل تر څو تاته ووایم چې ورشې او ورسره کمک وکړې، د دوکان صفا کاري کوې.»
سړه اسویلي مې وایسته. سمه ده، ته څنګه کوې؟ لږ څه زړه مې نیولی شو، خو بیا مې وویل:
«زه هم درسره ځم، تر څو درسره کمک شم. زه ځم چې د صفا کارۍ لپاره یو څه د ضرورت وړ وسایل راواخلم، ته تیار یې؟»
د هو په دود مې سر وښوراوه.
دوکان یې د ناهید شهید مکتب ته نږدې نیولی وو، نو زموږ له کوره تقریباً پنځلس دقیقې د پښو لاره وه. د دوکان پرانیستنه زما لپاره د ژوند یوه نوې دروازه پرانیسته، ځکه زه اجتماعي نه وم، یوازېتوب به مې خوښېده او د ټولنې د خلکو او د هغوی له فساد څخه مې کرکه کېده.
همدا یې علت وو چې له ټولنې څخه مې لېرېوالی خوښېده، خو د دوکان په برکت اوس اجتماع ته نور هم نږدې شوم، چې په دې سره پوه شوم چې د ټولنې خلک یو شان نه دي.
له اته بجوڅلور ویشیت دقیقې تېرې وې چې ځانونه مو د دوکان مخې ته ورسول. ګورم چې مشر ورور مې راغږ کړل:
«بشارت، دلته راشه.»
خواته یې ورنږدې شوم. په شوخ انداز یې راته وویل:
«ګل مرجانه، څه نظر لرې؟ څنګه ځای دی؟»
ما تندی تریو کړ، څه مې ونه ویل، او حلیم د دوکان په صفا کارۍ شروع وکړه. احمد ضیا هم په سودا پسې لاړ.
تر لسو بجو مو د دوکان ټوله صفا کاري وکړه. کله به یو نیم کس سر راښکاره کړ او ښه راغلاست به یې راته وویل. موږ به هم په ورین تندي مننه ترې وکړه.
حلیم ته مې پیسې ورکړې، ترڅو د دوکان لپاره نوي قلفونه راوړي. زه په دوکان کې پاتې شوم.
خدای څه فکرونو په مخه کړی وم چې یو کس مې مخې ته ودرېد.
د نن شپې لپاره
د ناول «هدیری پای» لومړۍ برخه
تر همدې ځایه وه.
تر بیا…
په راتلونکې برخه کې
به د کیسې نوې پاڼه پرانیستل شي.
تر هغې وخته
تاسو ټولو ته
ښې چارې او خوږې شپې غواړم.
#ناول #یاد #فالو
ما درسره تعقیب کړی 📚✏
ما درسره تعقیب کړی 📚✏
#
#ژړا
ما درسره تعقیب کړی📚✏ خفه لیکوال