Family dental clinic

Family dental clinic

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Family dental clinic, Health/Beauty, Khost.

09/08/2022

د مسواک وهلو اتلس حیرانوونکې ګټې

د الله تعالی په هره وينا او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو لارښوونو کې د انسانانو لپاره لس ګونه حکمتونه پراته دي. مسواک وهل سنت موکد دي اواستعمالول يې دنیاوي او اخروي ګټې لري.
د امريکا د کليفورنيا پوهنتون پروفيسر وايي: مسواک د انسان ذهن تقويه کوي او کوم کسان چې روزانه مسواک استعمالوي، د ډېر لوړ استعداد، ذهن او فکر څښتن وي او دغه کسان تر (۶۵) کلنۍ پورې نسبت هغو کسانو ته چې مسواک نه استعمالوي، د قوي دماغ او ذهن څخه برخمن وي.
۱. انسان ځوان ساتي او په اسانۍ سره نه بوډا کېږي.
۲. مسواک وهل ورۍ ښه ساتي او د خولې د ډول ډول مرضونو ساتنه کوي.
۳. د معدې، توري او ځيګر له ناروغيو څخه مخنیوی کوي.
۴. د انسان پيدايشتي (ارثي) قوتونه درست ساتي.
۵. له بدن څخه ګرمي لرې کوي.
۶. مسواک وهل د انسان د خولې بدبوی له منځه وړي.
۷. د خولې ميکروبونه له منځه وړي.
۸. د اولاد د زياتوالي سبب ګرځي.
۹. مسواک د انسان غاښونه قوي کوي او ښه يې ساتي، تر ډېره وخته پورې د مسواک استعمالوونکی د خپلو غاښونو څخه استفاده کولای شي.
۱۰. غاښونه سپينوي.
۱۱. په خوله کې خوشبويي پيداکوي.
۱۲. هاضمه درسته ساتي، هغه کسان چې د معدې تکليف لري، د مسواک استعمال ورته اړين دی.
۱۳. د سر رګونو ته ارام ورکوي.
۱۴. د سر درد لرې کوي.
۱۵. د خولې زيات لوندوالی ختموي.
۱۶. د سترګو ديد يا نظر زياتوي.
۱۷. بدن قوي کوي.
۱۸. د سينې درد ختموي.
😍Copy😘🇦🇫

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Khost?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Khost