Dr Rahman wali Tani General and laparoscopic surgeon
ډاکټر رحمن ولي تڼی
دعمومي جراحي او لپراسکوپي متخصص
14/05/2026
یوه ۲۰ کلنه ښځینه ناروغه چې په رحم (اولاد ځای) کې یې د Multiple Uterine Fibroids یا ګڼ شمېر دانو ستونزه درلوده، د رحم (اولاد ځای) له لرې کولو پرته د عمومي جراحي او لپراسکوپي متخصص سرجن رحمن ولي تڼي له لوري په بریالیتوب سره عملیات پرې ترسره شول. په یاد عملیاتو کې ټولې غټې او واړې ۳۵ دانې په بریالیتوب سره لرې شوې او د ناروغې رحم (اولاد ځای) خوندي وساتل شو. ناروغه الحمدلله له بریالۍ درملنې وروسته په ښه روغتیایي وضعیت کې رخصت شوه.
یوه ۲۸ کلنه ښځینه ناروغه چې د خوست ولایت څخه یې مرکز کابل ته مراجعه کړې وه، د څو میاشتو راهیسې یې د دوامدارو بطني دردونو څخه شکایت درلود.
د دقیق تاریخچې اخیستلو بشپړې فزیکي معاینې او اړوندو لابراتواري او تشخیصي معایناتو (Investigations) وروسته بطني کتله (Abdominal Mass) تشخیص شو.
ناروغه د جراحي مداخلې (Surgical Intervention) لپاره اماده شوه او عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو.
الحمدالله، د عملیاتو وروسته ناروغه په ښه عمومي وضعیت کې وه کوم جدي عوارض ونه لیدل شول او وروسته له مناسبې څارنې څخه په روغ حالت کې کور ته رخصت شوه.
الحمدلله — یو بل بریالی جراحي کیس 🌿
قاري صیب خزب الله، ۱۹ کلن ځوان چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی له اوږدې مودې راهیسې د ډېر غټ ګایټر (Thyroid Goiter) له ستونزې سره مخ و. د بشپړو معایناتو، دقیقو ارزونو او لازم چمتووالي وروسته، د Total Thyroidectomy عملیات په بریالیتوب او بشپړ اطمنان سره ترسره شول.
نوموړي جراحي عمليات په کابل کې په کریمي میډیکل کمپلکس کې ډاکټر صىب رحمن ولي( ټني ) دعمومي جراحي او لپراسکوپي متحصص لحوا په برياليتوب سره ترسره شول.
د خدای( ج) په فضل، عملیات کاملاً کامیاب وو او مریض له کومې ستونزې پرته، په ښه وضعیت سره کور ته رخصت شو.
د همکار ټیم له نه ستړې کېدونکو هڅو او همغږۍ څخه ځانګړې مننه
موږ ژمن یو چې خپلو ناروغانو ته خوندي، معیاري او مسلکي خدمات وړاندې کړو.
Successfully Done by Dr Rahaman wali Tani General and Laparoscopic surgeon
Phonne N: 0765343634
WhatsupN:0772646566
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Khost
0093