Ilyas Hamdard Safi

Ilyas Hamdard Safi

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ilyas Hamdard Safi, Health/Beauty, Baghlan, Pol-e Khomri.

25/08/2026

د کتاب خبرې

ما ولوله؛ هر څه په ما کې دي.

زه ستا راتلونکی جوړوم،
تا خپلو هیلو ته رسوم،
پوهه درکوم،
فکر دې روښانه کوم،
شخصیت دې پیاوړی کوم،
او د بریا پر لور دې رهنمایي کوم.

که غواړې پوهه ترلاسه کړې،
که غواړې خپل فکر پراخ کړې،
که غواړې خپلو هیلو ته ورسېږې؛
نو کتاب ولوله.

کتاب د پوهې خزانه او د بریا لارښود دی.

23/08/2026

ایا د مېرمن الایي نوم مو اوریدلی؟

19/08/2026

د افغانستان د ملي خپلواکۍ مبارکي! 🇦🇫

۲۸ مه د زمري یوازې یوه نېټه نه ده؛ دا د افغانستان د خپلواکۍ، عزت، سرلوړۍ او د هغو قربانیو د یاد ورځ ده چې زموږ نیکونو د خپلواک افغانستان لپاره ورکړې دي.

راځئ د دې تاریخي ورځې په مناسبت د خپلواکۍ ارزښت درک کړو، د خپل هېواد له سولې، ثبات، یووالي او ابادۍ سره خپله مینه لا پیاوړې کړو.

افغانستان دې تل خپلواک، سوله‌ییز، اباد او سرلوړی وي.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ دې ټولو درنو هېوادوالو ته مبارک وي! 🇦🇫❤️



#افغانستان

Photos from Ilyas Hamdard Safi's post 15/08/2026

ځینې شېبې یوازې تېرېږي، خو ځینې بیا د زړه په حافظه کې د تل لپاره ځای نیسي. 🌙✨
د ملګرو په ملتیا، د شپې په چوپتیا کې مو څو داسې خوږې شېبې تېرې کړې چې ارزښت یې په عکسونو نه، بلکې په احساسونو کې دی.
خندا، ملګرتیا او هغه ساده خو ښکلي لحظات؛ همدا دي چې ژوند راته لا ښکلی کوي. 🤍
همدرد صافی، هارون کاکړ او شاهدالله کاکړ😍😍

31/07/2026

د کاروان صیب ورځ مو مباررک شه!

30/07/2026

تېره شپه ډېر ستړی وم او د ادبي کاروان لپاره مې انتخابونه هم نه درلودل، سر راباندې هم ګرځېده، نو تلیفون مې راواخیست. د ښکلو غزلو او لنډیو په انتخاب پسې مې په فیسبوک او ګوګل کې پلټنه شروع کړه. څو غزلې مې د (ګلداد لالا) پیدا کړې، نور مې هېڅ زړه نه کېده چې تلیفون وکاروم، ځکه ټوله ورځ مې په دفتر کې د کمپیوټر کارولو سر راپه درد کړی و. نو المارۍ ته ورغلم او په دې کې مې د کاروان صیب په شعري ټولګه (له ماښامه تر ماښامه) باندې نظر پرېوت، راوامېخیسته او د څو غزلو په لوستو یې مطالعې ته لېواله شوم، تر دې چې د خپرونې وخت راورسېد او د اسټیډیو پر لور مې قدم واخیست. لاړم او ادبي کاروان مې د کاروان صیب په لاندې غزل پیل کړ.

غزل
مړ دې کړم ساقي په تشو تشو بهانو
اوس مې په کفن کې پټوه د پیمانو

ګوري به چې زړه مې بغاوت کوي که نه
تنده خلاصومه د خمار له زولنو

جار له تخیل لکه ماشوم مې نازوي
سر یې زما ایښی د اشنا په ځنګنو

راشه سپین کچکول له شنې کړکۍ را زنګوي
ما او تا به وړي لکه د ستورو د دانو

وخت یې ویر کې واغوندي د غم تورې جامې
بس چې افسانه شي د ډیوو د پروانو

جار شمه له ښکلي چې شو ښکلی عزراییل
اخلي رانه ورو ورو ستړی روح په ترانو

١٣٧٠/١٠/٢٨-خیبر پلازه، پېښور

لیکوال: همدرد صافی ١٤٠٥/٥/٨

25/07/2026
12/07/2026

نن مې ناڅاپي سپوږمۍ ته پام شو
د تېــــر ژوند خاطرې پکې پرتې دي

واخ! د ڪــــتابچــو پـــاڼو ته ګورم
ټــولــــې افــــــسانې پکې پرتې دي

څــــــــه د ګودر غاړه ده چې ګورم
د مـــــات منګو ټوټې پکې پرتې دي

الیاس همدرد "صافی" 2026/2/26 بغلان جان

Category

Website

Address

Baghlan
Pol-e Khomri