Sejad Ahmadi

Sejad Ahmadi

Share

Health and life

18/04/2026

ژوند ډیر لڼد دی

07/04/2023
Photos from Sejad Ahmadi's post 14/10/2022

•Escitalopram (Citanew)
دا درمل SSRIs له کورنی څخه دي چی ضد ډپریشـــــــن تاثیر لري
او ډیری هیوادوال یی د ډاکټر په مشوره خوري او استعمالوي یی.
نور راسره تاسو مطالعه کړئ.

ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★Indication استطباب
👉Depression خپــــــــګان
دا کسان د اکثره وخت خفه وي
خوب ګډوډي لري، بی علاقي وي، سردرد،هاضمي مشکلات،ځان ورته ملامت او بی ارزښته ښکاري، وظیفه کی مشکلات مثال خپلی وظیفی سره علاقه نه لري. او داسی نوری نښی هم شته چی تاسو یی باید مطالعه کړئ

👉Depressive illness د خــــــــفګان ناروغي

👉Panic Desorders زیاته ویــــــــــره
د زیاتی ویری یو مرحله ده هغه وخت رامنځته کیږي چی په بګرونډ کی پخوانی یو وړه ویره د یو څه نه موجوده وي

👉Social Anxiety Desorder د ټولنی نه ویـــــــــــــره
دا کسان هغه ځایونو ته نه ځي چرته چی د خلکو نظر دوی ته رااوړي لکه واده پروګرام او نور مجلسونه دا خلک د ټولنی نه ویره یا انزایټي لري
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
Contra Indication مضاد استطباب
Hypersensitivity حساسیت چی ورسره څوک لري
Serotanin syndrom
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
Side effects: جانبي عوارض
•Tachy cardia د زړه ضربان زیاتوالی
•Convalsion چټکی
•Dizziness ګنګسیت
•dry Mouth خولی وچوالی
•Weighit Gain وزن زیاتوالی
•Lethergy خستګی
•Confusion ګنګس
•Los Appetite اشتها کموالی
•Tremor لړزه
•Decrease Libido شهوت کموالی
•Insomnia بی خوبي
•Sexul problems جنسی مشکلات
او داسی نور
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★استعمال اندازه
•لــــــــویانو ته
۵ـــــــ۲۰ملي ګرام سهار لخوا خوړل کیږي
د ډاکټر په مشوره.
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ
★درملو شکلونه
•ګــــــــولی
۵ـــــ۱۰ــــــ۲۰ــــــ ملي ګرام ګولی یی په بازار کی شتون لري

•ډراپونه یی هم شتون لري چی ۱۰ملي ګرام په ملي لیټر کی وي.

•په حاملــــــګی کی باید اســـــتعمال نشــــــــــي
ⓩــــــــــــⓐــــــــــⓗــــــــــⓘـــــــــــⓓ

Photos from Sejad Ahmadi's post 30/09/2022

( ټوخی& cough)
هغه دواګانې چی د #ټــــــوخــــی لپاره استعماليږی

ټوخی د عضويت مدافعوی عکس العمل دی ټوحی په دوو ګروپونو تقسيم شوی 👇

1___ وچ ټوخی : چی محتوی نلری اوڅه شی د قصباتو څخه خارجولی نه شی .
2 ___ بغلم لرونکی ټوخی : ددی ټوحی پواسطه افرازات او اجنبی مواد د قصباتو څخه خارجيږی .

پدی ډول لوند ټوخی ته اجازه ورکړ شی ترڅو ادامه پيدا کړی ځکه د عضويت په ګټه ده مګر په هغه صورت کی چی ناروغ خطرناک وی لکه د سترګو عملياتو کی بايد توقف ورکړشی مګر وچ ټوخی ته بايد توقف ورکړی شی مګر په هغه صورت کی چی وچ ټوخی افرازات حجم او قوام يی سخت وی چی پدی صورت کی تر امکان حده کوشش وشی ترڅو نوموړی افرازات نرم شی .
د انتاناتو په موجديت کی د انتان تداوی صورت ونيسی اوپه نور حالاتو کی پرهيز توصيه کيږی لکه لوګی او تنباکوو همدارنګه بعضی دواګانې لمه Catopril د وچ ټوخی لامل کيږی .
نو ټوحی ضد درمل په دوو ګروپونو ويشل شوی 👇

1 ___ Anti _ Tussives وچ ټوخی
2 ___ Expectorant بلغم لرونکی ټوخی

هغه درمل چی په بلغم لرونکی ټوخی کی کارول کيږی په لاندی ډول دی 👇

1 ___ Hydryllin
2 ___ Pulmonal
3 ___ Ventolie Expectorant
4 ___ Siroline
5 ___ Benadryl
6 ___ Triaminic Chest Congestion
7 ___ Truaminic E
8 ___ Priton Expectorant
8 ___ Cosom E

هغه درمل چی په وچ ټوخی استعماليږی
1 __ Zodec
2 __ Triaminic ــ DM
3 __ Tixylix
4 __ Hydryline ــ DM
5 __ Codine
6 __ Dextro Methrophan
7 __ Phelcodine
8 __ Cosom
9 __ Broxal ــ DM
10 _ Histomol ــ D
11 _ Actifed ــ DM
12 _ Corix ــ D

25/09/2022

.......................... Dialysis.................
کله چې پښتورګي سم فعالیت پرېږدي او د ویني د تصفیې ولویږي، د ویني د پاکولو لپاره باید د ډیالایز (Dialysis) په نامه عملیات ترسره شي.

د عملیاتو پر مهال وینه د بدن څخه د سره رنګ پایپ په وسیله راوځي او د دیالیز دستګاه ته ځي، هلته وینه صفا کیږي او د آبي رنګ پايپ په وسیله بیرته بدن ته ځي. ددې عملیاتو په جریان کې مریض شخص څلور ساعته پر بستر پروت وي او هیڅ حرکت نه کوي.

دا عملیه باید په هفته کې درې ورځي تکرار شي او په میاشت کې ۱۲ ورځي چې ټولټال ۴۸ ساعته کیږي.
د عملیاتو کلنی قیمت د ۲۰ زره ډالره نیولې تر ۷۰ زره ډالرو پوري دی.

خو ته پوهېږې؟

د ویني پاکولو دا عملیه زموږ په بدن کې هره ورځ ۳۶ ځله او په کال کې ۱۲۹۶۰ ځله بغیر له څه مالي مصرفه ترسره کیږي چې نه یې د درد احساس کوو او نه د تکلیف.

که موږ ددې عملیاتو پیسې ورکولای، هر کال به یې د ۱۸ لکه ډالره نیولې تر ۴۵ لکه ډالرو پوري مصرف لرلی.

باور وکړئ!

دا د الله تعالی د نعمتونو ډیره جزئي برخه ده، موږ د الله تعالی په داسي بې شمېره نعمتونو کې یو چې عقل یې تصور هم نشي کولی.

مهربانه رب فرمایي:

(وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ)[سورة النحل: ۱۸]

(او که تاسي د الله تعالی د نعمتونو شمېرنه پیل کړئ، وبه یې نشئ شمېرلی، بیشکه الله تعالی خامخا بخښونکی ډیر مهربانه دی.
کاپي

16/09/2021

دمحرقی تبی یاTyphoid Fever

اعراض علایم
ددی ناروغی سیرتقریبا څلورهفتی دوام کوی چی دمناسب تداوی په صورت کی ناروغی بی له کوم زیان پریښودلو له منځ ځی
خو د نامناسبی درملنی یا د درملنی د نه موجودیت په صورت کی په دریمه هفته کی شدید اوحتی وژونکی اومعیوبونکی زیانونه اختلاطات منځ ته راوړی
ددی لپاره چی ددی ناروغی له وژونکی خطراتو نه موځانونه ساتلی وی نوباید ترهرڅه دمخه زموږ عام وګړی ددی ناروغی دپیژندګلوی لپاره ددی ناروغی نښی نښانی وپیژنی.
په لمړی هفته کی مریض قبضیت یااسهال شدیده تبه سردردی ضعیفی د ستونی درد او دنس درد لری
دوهمه هفته کی پدی هفته کی د مریض پر نس اوځیګرباندی ګلابی رنګه خالونه پیداکیږی مریض قبضیت یااسهال لری دمریض وزن کمیږی اودنس پاړسوب لری
دریمه هفته کی دمریض د سرنوشت په لحاظ ډېره مهمه اوخطرناکه هفته ده
مریض اوس هم هغه دمخکی ذکرشوی نښی نښانی برعلاوه مریض (Delirious)وی یعنی په عامه اصطلاح مریض دتبی له شدته پرتی یاچټیات وایی
پدی هفته مریض د ژوند تحدیدونکی خطراتو سره مواجه کیږی لکه دکولمو نه دوینو جاری کیدل دکولمو سوری کیدل اوپه وینوکی دمکروبونو داخلیدل (sepsis) همدارنګه پدی هفته کی مریض ته ځنی نادر اخطلاطات یاخطرونه هم پیښیدای شی لکه دزړه دعضلی التهاب یا ماوفه کیدل سینه بغل
دپانقراس یاخوږی لومړی التهاب دهډوکو التهاب یامکروبی کیدل د دماغ دپردوالتهاب لیونتوب اوبرسامات یعنی دمختلفوشیانو لیدل اوریدل اوحس کول کوم چی حقیقت نلری
څلورمه هفته داهفته دمریض دشفاهفته ده
چی مریض تبه له منځه ځی اومریض اهسته دروغ صحت خاوند کیږی
اختلاطات یاComplicatin
intestinal perforation
cholecystitis ,shock
pneumonia, hepatitis
Gastro intestinal hemorrhage

13/09/2021

بسم الله الرحمن الرحیم
Hypertensive
لوړ فشار
تعریف :
د شیرانی وینی د فشارهغه اندازه لوړوالی څخه عبارت دی چی د Target organ damage ( دماغ ، زړه ، پښتورګی ، رګونه ) خطر زیاتیدو موجود وی .
فشار نظرپه عمر ، جنس ، نژاد او ناروغیو ته فرق کوی .
لوړ فشار په دوه ډوله دی hypertension primary او secondary hypertension
فشاریو عامه روغتیایی ستونزا ده چی په اسانه تشخیص او تداوی کیږی که چیری تداوی نه شی په ډیرو پیښوکی د ځینی وژنکی اخطلاتاتو سبب ګرځی .
یو شکمن لوړ فشار باید لګ تر لګه دوه ځلی په جلا وختونو کی وکتل شی که چیری یو کاهل شخص د وینی فشار 140/90mmhg څخه لوړ شی په دی شرط چی څوځلی معاینه او د معاینی په وخت کی پوره استراحت وی نو دغه شخص په لوړ فشار باندی اخته دی
لوړ فشار د عمر په زیاتیدو سره زیاتیږی .
د لوړ فشار طبقه بندی
۱ – غیرثابته لوړ فشار : په دی حالت کی د وینی فشار اکثرآ نارمل وی خو کله کله لوړ فشار سرحد ته ځي
۲ : دوامداره لوړفشار : په دی حالت کی دوامداره د وینی فشار لوړ وی
۳ : خبیث لوړ فشار : په دی حالت کی د وینی فشار 200 / 140 mmhg څخه لوړ وي
۴ : accelerated لوړ فشار : که چیری د وینی فشار پخوانی لوړی اندازی څخه ناڅاپه نور هم لوړ شی
۵ : بحراني لوړ فشار : په دی حالت کی د زړه او رګونو د ستونځو سره یو ځاي وي
۶ : د سپني چپني لوړ فشار : په دي حالت کي د وینی فشار ډاکټر ته په مراجعی په وخت کي لوړیږی د سترس له کبله
د لوړ فشار په پتوجنیزیس کی بیلابیل فکتورونه رول لری
۱ : ارثیت
۲: محیطی فکتورونه ( د مالګی زیات استعمال ، چاغوالی ، دنده ، الکول
۳: سمپاتیک اعصابو زیاتوالی
۴ : د پښتورګو پرفیوژن کموالی ، په دوران کی د کتیکولامینونو شتون ، هایپوکلیمیا
تشدیونکی فکتورونه : چاغوالي ، سودیم اخیستل ، الکول ، سګرټ ، ورزش نه کول او د خولی لاري contraceptive استعمال
معاینات : د ادرار ټیسټ ، د شکر ټیسټ ، یوریا ، سیروم سودیم ، پوتاشیم ، کرسټینین ، کولیسترول ، ترایکلیسرایډ ، د سینی عکس او د زړه ګراف
د ناروغ پوهاوی : ناروغ ته ووایست چی لوړ فشار یو غیر عارضی ناروغی ده که کنترول نشی خطرناکه تمامیږی سردرد رامنځته کوی
د لوړ فشار اړونده اعراض
سر درد ، ګنګسیت ، د زړه تکان ، ژرستړی کیدل او جنسی کمزورتیا ، د پزي څخه وینه راتک ، ضعیفی ، د ټټرانجینا ، د دید کمزورتیآ.....
لایک او شیر یی کړی

Photos from Sejad Ahmadi's post 10/09/2021
Photos from Sejad Ahmadi's post 10/09/2021

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥ 💉💉
دغوښي ستنه بايد په کومه ساحه کي ولګول شي؟
دلاندي طريقي څخه باید کار واخلو:
د پيچکاري لګولو مهم ضروریات باید برابر شې لکه پنبه یا (پخته)میکروب ضد مایع،دستکش.
۱.دسورین(کوناټې)یا Intera glutial زرق:
اول بايد ساحه په څلور برخو تقسيم کړو دهغې څخه يوه برخه (لوړه او باندنۍ برخه) د خطره خلاصه ساحه ده چه په ډاډه زړه ستنه ورلګولای شو چې په لاندي شکل کي واضح شوي همدارنګه ستنه بايد په عمودی ډول په نوي۹۰ درجو زاویه او د ستني د دري برخو څخه دوه برخي بايد داخل شي ورسته کله چې ستنه داخل شي اول بايد بيچکاري شاته کش شي ددي لپاره چې ستنه په رگ کې نه وي که چيري وينه په ستنه کي راشې پدي معنی چې ستنه په رګ تللي ده اوکه وينه نه وه ستنه په غوښه کي ده.
په غلطه ساحه کي دستني لګولو خطرات دادي چې ددغه ساحي څخه يوه ډيره مهمه عصبي رشته (شیاټیک عصب) تيريږي چې ټوله پښه کنترولوي که چيري ستنه پری ولګيږي نو التهاب کوي او تخريبیږي چې د شخص د ګوډیدو اوشليدو سبب ګرځي.
۲.په مټ کې د غوښي پيچکاري لګول:
د مریض اوږه باید لوڅه شې او د پيچکاری لګولو ساحه څرنګه چي په شکل کي ښودل شويده معلومه کړو وروسته یې په میکروب ضد مایع سره پاکه کړو،بیا په عمودي ډول په ۹۰ درجو زاویه سره داخل کړو،بیا یې شاته راکش کړو چې رګ کې خو به نه وي.
په غلطه ساحه کي د پيچکاری لګیدو په صورت شاید رګ یا عصبي رشته زخمي شی او حتی د مربوطه عضوي د فلج کیدو سبب وګرځي.
کله چي پيچکاری خلاصه شوه نو پيچکاری وباسو او په هغه ځای پنبه (پخته،مالوچ) لګوو البته مریض ته وایو چې پنبه په خپل لاس ونیسې .
شېر کول يې پر تاسو !...احمدی...

08/09/2021

★د وینې ټيټ فشار*[Hypotension]
داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً ډېرو انسانانو ته ورپېښېږي. خو کله چې علایم ښکاره او بارز شي په دې معنا ده چې وضیعت خطرناک دی، نو ژر تر ژره یې درملنه پکار ده.
کله چې د زړه او مغزو ترڅنګ د بدن نورو مختلفو غړو ته په مناسبه اندازه وینه و نه رسيږی نو د انسان بدن سم کار نه کوي. همدارنګه پر له پسې د ټيټ فشار حالت کې ژوند تېرول ستاسو د فکري تمرکز قوت کمزوری کوي.
د وينې ټيټ فشار څو درجې وي؟
که څه هم په بېلابېلو وګړو کې دا درجه فرق کوي، مګر بیا هم له "۹۰" درجو ښکته ټيټ فشار بللای شو. په داسې وخت کې باید ژر تر ژره ددې درجې د پورته کولو په فکر کې شئ.
★علایم★
په ځينې مواردو کې د وينې ټيټ فشار ستاسو په روغتيايي حالت کې د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. له همدې امله د وینې د ټيټ فشار علایم پېژندل مهم دي، تر څو ستونزه پر وخت حل شي. ځينې عمده علایم عبارت دي له:
ـ سر ګرځېدل
ـ بې هوښي
ـ زړه بدوالی
ـ په سترګو تیاره راتلل
ـ د فکري تمرکز له لاسه ورکول
ـ ستړيا
ـ د سترګو توروالی ورک کېدل
لاملونه:—
په عمده توګه د وینې د ټيټ فشار لاملونه په لاندې ډول دي:
ـ امیندواري
ـ د زړه ناروعۍ
ـ په بدن کې د اوبو کمښت
ـ په غدو کې اختلالات
ـ شدید عفونت
ـ د ځينو درملو اغېز
ـ د وينې بهېدل
ـ آنافیلاکسي (الرژيکي غبرګون)
ـ په غذايي رژيم کې د مغذي موادو کمښت
درملنه:
مهمه خبره دا ده، چې تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ستاسو ناروغي معلومه کړی. خو وړاندې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، کولای شئ له ځینو ساده تګلارو ګټه واخلئ ترڅو فشار مو عادي حالت ته راشي.
لومړی:—(د لیــمو شربت)
که تاسو په کور کې لیمو او یا هم نارنج درلود نو بختور یئ. ژر تر ژره په یوه ګیلاس کې د لیمو او مالګې شربت جوړ کړئ او ناروغ ته یې ورکړئ. په لنډه موده کې به یې ستونزه حل شي.
دویم:—(د اوبو څښل)
لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، د اوبو کمښت ستاسو د وینې فشار ټيټولای شي نو که همدا یې علت وي د اوبو څښل ستاسو فشار عادي حالت ته ګرځولای شي. د فشار د ټيټېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ.
درېيم:—(له پښو ګټه اخيستل)
روغتيا پالان یو بل وړانديز هم کوي. کله چې فشار مو ټيټېږي کوښښ وکړئ د خپلو پښو لاندې بالښت کېږدئ او د سر طرف مو د پښو په پرتله ټيټ پرېږدئ. دا کار مو فشار کنټرولولای شي. یا هم کولای شئ خپلې پښې دېوال ته کېږدئ، په دې توګه به د پښو طرف د سر په پرتله پورته شي.
دوستانو لیک کمنټ کوی!

Photos from Sejad Ahmadi's post 08/09/2021

د پوستکي خارښت او درملنه یې!
سکبیس د پوستکي یؤ دول ځانګړې ساري ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي. دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ور باندې دېر اخته کېږي چې په مشترک دول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور ...
هر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږی او ټول بدن یی خارښت پیدا کوی.
نښې نښانې یې:
۱ـ کله چی دا میکروب پوستکی ته داخل شی نو شخص ته شدید خارش پیدا کیږی او دا خارش د شپی لخوا زیات وی د ورځی لخوا کم.
۲ـ په پوستکی باندی وړی وړی سری دانی را خیژی چی کله دیر وگرول شی نو وینه کوی.
۳ـ اکثرا خارش د تناسولی الی په شا او خوا وی هم په ښځو کی او هم په نارینه وو کی.
۴ـ په ماشومانو کی د پښو په تلو کی د لاسونو په ورغویو کی او په تناسولی برخو کی دیر لیدل کیږی.
د مخنیوي لارې یې:
۱ـ که چیری مو په کورنی کی کوم شخص ته خارش و نو کوشش وکری چی اطاق یی جدا کری او د سکبیس تداوی ورته شروع کری.
۲ـ کوشش وکری چی خپل لباسونه سرچپه اوتو کړی د ورځی یی لمر ته اچوی او د شپی لخوا یی ازادی هوا ته اچوی.
۳ـ کوشش وکری خپله کمپله، روجایی او توشک لمر ته واچوی.
۴ـ که په کور کی مو هر څومره وگړی په خارش اخته وی نو د تولو په یوه ورځ تداوی شروع کری.
درملنه یې:
اول باید د خارش ضد لاندی دواگانی توصیه شی ترڅو یی خارش ارام شی.
Tab cetrizin
Tab Lorotidin
Tab fexofenadin
داکتر محمدقاسم اچکزی وایي پورتنی دواگانی موقتی خارش اراموی او حقیقی تداوی یی په لاندی دول ده:
Lice onil cream (Lindon)
۱پورتنی ملهمونه باید د هر شخص د پاره دری دانی استعمال شی.
د استعمال طریقه یې:
۱ـ اول باید ځان په صابون ښه ومینځی.
۲ـ یو دانه ټول ملهم له مری ښکته په تول بدن ولگوی بله شپه بل ملهم ولگوی او په دریمه شپه بل ملهم ولگوی.
۲ـ دا ملهم باید دری دانی د یو شخص د پاره استفاده شی
په بله ورځ بیا دوباره خپل ځان ومینځی او پاکی جامی واغوندی.
۳ـ که پورتنی طریقه په درسته توگه ونه کری شاید دا مرض تاسو سره تر دیر وخت پوری پاتی شی.
په‌یاد ولری که په کورنی کی مو نور کسان هم په دی ناروغی اخته وی باید هغوی هم یه یوه ورځ تداوی شی خصوصا" شځه او خاوند ځکه چی دا مرض له یو نه بل ته بیا انتقال کوی.

او همدارنګه داکتر صاحب اقبال شینزی ویلی چی بهترینه نتیجه یی چی ورکړی permethrin یا lotrix ملهم یالوشن دوه ملهمونه چی یو ملهم په اوله کی اوبل ملهم داتو ورزونه وروسته استفاده شی.
دوستانو لایک کمنټ کوی!

Telephone

Website