Datta khel PTM

Datta khel PTM

Share

امــــن مــیـــنــه ژونـــد

18/05/2026

دہشتگرد ادراروں کے ہاتھوں PTM کے بہادر ساتھی فرید افریدی اراب روڈ سے اغوا نامعلوم مقام پر منتقل

Photos from PTM North Waziristan Official's post 17/05/2026

د دته خیل تحصیل خدرخیل په سیمه کې له تېرو څو ورځو راهیسې حالات ډېر خراب دي. په سیمه کې په هر قسمه تګ راتګ بندیز لګېدلی دی. نه واړه ګاډي ګرځېدای شي، نه غټ موټر او نه هم موټرسایکلونه. خلک د وېرې او ناامنۍ له امله په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بازارونه هم مکمل تړل شوي دي.وخت په وخت د ډزو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي چې له امله یې په خلکو کې سخت خوف او اندېښنه خپره شوې ده. ماشومان له څو ورځو راهیسې ښوونځیو ته نه شي تللی او د هغوی زده کړې هم اغېزمنې شوې دي. عام خلک د سختو ستونزو سره مخ دي او د ژوند ورځنۍ چارې یې درېدلې دي.

Photos from PTM Spinwam Official 's post 16/05/2026

د مقامی ذریعے د دقیق مالومات له مخې، نن پنځمه ورځ ده چې د شمالي وزیرستان دته‌خېل تحصیل په خېدرخېل کلي د پوځ له خوا سخت ګرځبندیز لګېدلی دی.
د خبر له مخې، د دته‌خېل مرکزي بازار، ښوونځي، ورځني چارې او د خلکو عام ژوند د دې ګرځبندیز له امله په بشپړ ډول درېدلي دي، چې د سیمې خلک یې له سختو ستونزو او اندېښنو سره مخ کړي دي.
ویل کېږي چې د دته‌خېل د سیمې مشرانو په دې اړه له ځایي پوځي چارواکو سره جرګې هم کړې دي، خو پوځیانو یې غوښتنې نه دي منلې. د راپورونو له مخې، پوځي چارواکو ورته ویلي چې که له سیمې وسله‌وال ونه ایستل شي، نو د دوی د عملیاتو پر مهال به د عامو خلکو کورونو ته هم زیان ورسېږي.
همداراز ویل کېږي چې ګرځبندیز لا نور هم سخت شوی دی؛ خلک هېڅ ډول تګ راتګ نه شي کولای، پوځیان له پوستو څخه پر عادی خلکو نېغې ډزې کوي، او پر عامو سیمو کوادکاپټر ډرونونه ګرځوي، چې له امله یې په سیمه کې د جګړې فضا رامنځته شوې ده.

موږ د پاکستان د اساسي قانون، قانوني اصولو او جمهوري ارزښتونو له مخې له لوړو چارواکو او امنیتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې د عام ولس ژوند او مال دی خوندي کړي.
د وسله‌والو د ایستلو پړه دې پر بې‌ګناه ولسي خلکو نه اچول کېږي، بلکې امنیتي ادارې دې خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او په سیمه کې دې د دولت واکمني او امنیت ټینګ کړي.
امنیتي ادارې دې خپلې نیمګړتیاوې او ناسمې لارې چارې پخپله اصلاح کړي، او هغه مسؤلیتونه او فرایض چې د پوځ پر غاړه دي، د اساسي قانون، قانوني اصولو او ولسي حقونو له مخې دې په ښه ډول ترسره کړي.

16/05/2026

تحصیل دتہ خیل خدرخیل میں پچھلے کئی دنوں سے شدید غیر یقینی صورتحال برقرار ہے۔ کئی علاقوں میں چھوٹی بڑی گاڑیوں، موٹر سائیکلوں اور ہر قسم کی آمدورفت پر مکمل پابندی عائد ہے۔ بازار بند ہیں اور لوگ گھروں میں محصور ہو کر رہ گئے ہیں۔ وقفے وقفے سے چھوٹے اور بڑے ہتھیاروں کے استعمال کے باعث علاقے میں خوف و ہراس پھیلا ہوا ہے، جبکہ بچے بھی سکول جانے سے محروم ہیں۔
ضلعی انتظامیہ سے مؤدبانہ گزارش ہے کہ وہ فوری طور پر اپنا مؤثر کردار ادا کرے اور عوام کو تحفظ و ریلیف فراہم کرے

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Bannu?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address

Datta Khel
Bannu
00966