Sher Dal mukhlis official
*په ما دې ځوانه ځواني اور کړه*
په تا دی اور شي د همزولو مجلسونہ*
16/07/2026
بعضي خلق د زر په تله انسانیت خرڅوي
څوک د مینې په بدل کې نفرت خرڅوي
دا دنیا د مصلحت په نوم بدله شوې ده
خلک نن د خپلې مور دعا او عزت خرڅوي
ما د درد په مدرسه کې دومره سبقونه ازده کړه
اوس مې اوښکې راته خپل راز او حکمت خرڅوي
نه مې سر د زور په وړاندې نه قلم ټیټېږي
شيردل رښتیني خلک قیمت نه غیرت خرڅوي.
22/06/2026
ورک انسانان د خپل منزل لار لټوي
ستړي مسافر د کومې هیلې یار لټوي
زموږ د قام ځوانان که علم ته مخه کړي
نو بیا به نه د جګړو کاروبار لټوي
د باز بچی چې د اسمان په مینه لوی شي
کله د توتکو په باغونو بهار لټوي
جرګې جرګې دي خو عمل پکې کم ښکاري
هر څوک د ځان لپاره نوی اختیار لټوي
په زړګي کې د هغې د کلي یاد ويسګي
زما نظر هماغه ښکلی دیار لټوي
شيردل وختونه د بدلون سندرې وایي
هوښیار انسان تل د رڼا سهار لټوي.
ليکوال شيرعلي مخلص چغرزوال
16/06/2026
زمونږ په سيمو کښې رواجونه نور به وو پخوا
د مينې او د مخبت رنګونه نور به وو پخوا
سپين ږيري به د جرګو په سر درانه خکاري ده
د خلقو په زړونو کښې مقامونه نور به وو پخوا
ورور به د ورور په غم کښې شپه سبا کوله
د خپلولۍ هغه احساسونه نور به وو پخوا
په کور به راغی مېلمه تمام کور به خوشال شو
د هر سړي د زړه نياتونه نور به وو پخوا
نجونې به پړده او حيا سره ګرځېدلې خلقه
د سترګو او د مخ حجابونه نور به وو پخوا
د مور په دعا به د بچي ژوند هيسته شوو
د کور د برکت هغه سببونه نور به وو پخوا
ماشومان به د نيکونو په قيضو ويده کېدل
د شپې د ناستو خوندونه نور به وو پخوا
اوس هر سړی د اخپل ځان د پاره کشي وهي
شيردل مخلصه دخلقو اهغه خيالونه نور به وو پخوا
📝ليکوال شيردل مخلص چغرزوال
پاڼړه درسره پالو کړي مننه
باچاخانه چرته ۍ بيدار شه
پښتانه مي خلق په قبلو تقسيمه وينه
انتخاب شيردل مخلص۔
ما چې هر وخت د خپلوانو عزت خيال ساتلی دی
هم اهغوی زما د بدنامولو کوشش کړې
انتخاب شيردل مخلص
پردي به لږ تر لږه خپل رنګ در وښایي
ځینې خپلوان په خندا شا نه په خنجر وهي
انتخاب شيردل مخلص
زه مخلص به سه د پردونه ګيله وکړم
چي مي اخپلو په اور د بيلتنه سيزلے ېمه
انتخاب شيردل مخلص
07/06/2026
کله کله غم را باندې اثر وکړی دیار
کله وکړم په چاپسي خمار په مازېګر
مانګے با ي پ سر کړو او راوانه به ګودرته
ځان باي په نخروکړو سينګار په مازيګر
اے خلقه نن مي پسي زړه بيا خفه خفه شو
خيال ته مي راغے يو انکار په مازيګر
نن مي بيا د بےوفا تصويرسره خبري وکړي
بيا مي شو تازه دزړه پرهر په مازيګر
ده بيخورمتي بادي چرته هيره نه کړمه
چي خفه دي راليګلي وو ريبار په مازيګر
هروخت به خنده وا خوسخالي به واشيردل
څومره به کو خوند زما اوستا ديدار په مازيګر
ليکوال شيردل مخلص چغرزوال
چي به ي زمانه بغير ي زندګي ګرانه وا
اهغه به اوس ثنګ د بل په کور کي ژوند کوي
انتخاب شيردل مخلص
02/06/2026
دا ښار مو هره ورځ په وينو سور دی عجيبه دا
د هر سړي په سترګو کښې دا اور دی عجيبه دا
ماشومان د مور له غېږې نه بارود يوړلو خلقه
د وخت په لاس انسان دومره کمزور دی عجيبه دا
يو کور د وير په ټغر ناست وي بل لا اور اخلي
زمونږ په برخه تل دا دغم شور دی عجيبه دا
ته وايې چې غيرت شته پښتو مي لا ژوندۍ ده
بيا هر سړی ده ظلم ده لاسه غمخور دي غجيبه دا
يو مور د خپل زلمي تصوير ته ژاړي تر سهاره
د هرې مور په برخه دا پېغور دی عجيبه دا
شيردل ستا د وطن بچي دې ستړي ښکاري
د هر ځوان په اوږو دومره غم سور دی عجيبه دا
(📝شيردل مخبص چغرزوال)
Category
Website
Address
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Sher Dal mukhlis official posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.