afnan Afghan
High position and goal linked
23/05/2026
🍀good morning👋
👋سهار په خیر 💚
ستا د حسن په تفسیر کې
زما عقل سرگردان دی
د افغانستان د سرتاسري خپلواکي او د اش...غال د خاتمې د مدبر شه...ید سالار تلین وه.
حقیقي مرګ!
ابن الجوزي رحمه الله وايي: مړ یوازي هغه انسان نه دی چې روح يې له غاړې له کالبوت ووزيي، بلکې بلکه حقیقي مړ هغه انسان دی چې په دې نه پوهېږي چې د هغه رب پرهغه باندې څه حق لري.
تذکرهٔ الاولیاء
سبحان الله، څومره ژوره او بیداروونکې خبره ده.
حقیقي ژوند هغه دی چې انسان خپل رب وپېژني، او حقیقي مرګ هغه غفلت دی چې انسان د الله تعالی د حقونو نه ناخبره وساتي.
الله تعالی دې مونږ ټول د معرفت، شعور او هدایت له خاوندانو څخه وګرځوي.
22/05/2026
Happy Friday 🍀
سهار په خیر
💚محمد 💚
🍀رسول الله 💚
صلی الله تعالی علی سيدنا وحبيبنا محمد رسول اللهﷺ
21/05/2026
زما ګران د ګل په شان دی
او که ګل پرڅېر د ګران دی
بلبله زر شه، تمیز وکړه
بورا هم ورته حیران دی
🍀سهار په خیر 👋
🍀Hello, good morning. 👋
゚viralシfypシ゚viralシalシ #افغانستان #خدمت ゚viralシ
20/05/2026
لکه شبنم چې نرۍ پاڼې د ګلاب وخوړې
د ګوتو څوکې مي تارونو د رباب وخوړې
د بېلتانه قاصده کله د بخښلو يې ته
په سورکو شونډو دې موسکاوې د شباب وخوړې
ته چې ساغر په کاڼو ولې د رندانو شېخه
لکه چې ستا ګناوې هم د چا ثواب وخوړې
زمونږ د وينې مينې دواړو يوه کيسه وه پکې
چا زموږ څو زرينې کرښې د کتاب وخوړې
د اباسين غاړې سپېرې شوې سرحدي پښتونه
ستا دشنو ونو پاڼې کوم خانه خراب وخوړې
دښاپېرو بنګړي تورخم کې په کوتکو مات شول
ډېرې تنکۍ ځوانۍ جېلونو د پنجاب وخوړې
ياد يې لره هېر به مي نه شي تور لېنګيه اشنا
زمونږ د تن غوښې خو تا په ستر قصاب وخوړې
مسرۍ دې ګونګې غږ دې ورک دی مطمئنه ياره
ښکاري چې ته هم د حالاتو اضطراب وخوړې
مرحوم عبدالحی مطمئن
نیمه شپه په خیر 👋🐍
19/05/2026
good morning
سها په خیر
غزل
حسن، ځواني او مغرور انداز دی جانان
ډېره غصه، خو په خندا د مینې راز دی جانان
په چل هنر یې له نړۍ پټ ساتمه
زما ښایست، زما اعزاز دی جانان
ورته حیران شي، ستا خندا چې ګوري
په زخمي زړونو کې ساز دی جانان
چې ته نه یې، له تا پرته نه ښکاري
که هر څو دا جهان دراز دی جانان
په سجده پروت وي نیمه شپه کې افنان
په اوداسه، په جامناز دی جانان
نن
۱۹ / ۵ / ۲۰۲۶
(ورځ / میاشت / کال)
سهشنبه، ۱۹ مې ۲۰۲۶
18/05/2026
دا نیمه شپه، زه او جانان او چکر
د بنو ګل، ډېر بخل غمازان او چکر
چې دوه په دوه شي د زړونو ملګري
د ژمي یخ موسم، باران او چکر
چې یو ګوښه، ځانګړی ځای پیدا کړو
نه ستا خپلوان، نه مې خپلوان او چکر
چې ستا له سترګو رڼا ټوله څاڅي
زه، ستا موسکا، سپین اسمان او چکر
د شونډو غلا، د زلفو سیوری خور شي
خاموشه راز، پټ داستان او چکر
افنان به هېر کړي د دنیا هره قصه
چې ته یې خوا کې، ټول جهان او چکر
゚viralシfypシ゚viralシalシ #افغانستان #خدمت ゚viralシ
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
123123123