PTM Atal
PTM Zindabad 🇦🇬😘
04/07/2026
ده یو داسی غیرتي نامتو او پوهان مشران لرو خو افسوس په دې خبره چی پښتانه یی له سنګ سره دریدلي واي
15/06/2026
منطور احمد پښتون خلکو ته ژبه ورکړه اؤ غیرت یی ورکړی هر پښتون له زړو سخه یی ویره لري که نن هر سړي خپل اواز ښو🇦🇫🇦🇬✌️
یاوطن یاکفن❤️
لالیه دغه انقلاب دي زړه به نه ماتوی🇦🇬✌️
15/06/2026
د پښتون مزاحمت سمبول، حنیف پشتین: د زغم، زندان، استقامت او مقاومت یو ژوندی روایت
ښاغلي او باتور انسانان هغه څوک دي چې د خپل حق، خپل ولس، او خپل اصولو لپاره نه یوازې خبرې کوي، بلکې د وخت د سختو توپانونو، فشارونو، زندانونو او قربانیو په وړاندې هم ټینګ ولاړ پاتې کېږي. هغوی خپل نومونه د تاریخ په پاڼو کې د زغم، استقامت، قربانۍ او رښتینولۍ په رڼا لیکي. داسې انسانان که څه هم په خپل وخت کې یوازې ښکاري، خو تاریخ وروسته هغوی د ویاړ او عزت په ستر ځای کې یادوي، او د هغوی باتوري د لمر په څېر روښانه پاتې کېږي چې هېڅ تیاره یې نه شي پټولای.
هغه مبارزه چې د استعمار، ظلم او د واک د سختو جوړښتونو پر وړاندې روانه وي، یوازې د څو ورځو یا کلونو کیسه نه وي، بلکې د نسلونو اوږد سفر وي. په داسې مبارزو کې ځینې انسانان د خپل ژوند ډېره برخه د همدې نظامونو پر ضد په مقاومت، زغم او نه ستړې کېدونکي مبارزه کې تېروي، او لا هم هماغه لاره تعقیبوي. د هغوی فکري او عملي ونډه د یوه محکوم ملت لپاره د بیدارۍ هغه څراغ وي چې تیاره پرې نه شي غالبېدای. تاریخ بیا دا ډول دریځونه د استعمار پر وړاندې د نه ماتېدونکي هوډ او کلک عزم په توګه ثبتوي.
په معاصر تاریخ کې ځینې داسې انسانان شته چې د خپلو فکرونو، دریځونو او د ولس د حق لپاره د مبارزې له امله یوازې په نوم نه، بلکې په قربانۍ پېژندل کېږي. حنیف پشتین هم له همدې قافلې څخه یو هغه نوم دی چې د زندان، فشار، انزوا او رواني او فزیکي کړاوونو سره سره یې خپل دریځ نه دی بدل کړی.
د هغه د ژوند هغه دوره چې کلونه یې د بند په تیارو کې تېره کړه، او له یې هم تېروي،د یوې لویې سیاسي او ټولنیزې واقعې انعکاس دی. پینځه کاله وړاندې د شپې په تیارو کې د کور له منځه نیول کېدل، او بیا د کلونو لپاره د زندانونو، تحقیقاتي مرکزونو او سختو شرایطو تر منځ تېر ژوند، د دې خبرې څرګند ثبوت دی چې خنیف د پښتون مزاحمت سمبول دی.
د تاریخ پاڼې که وکتل شي، نو دا حقیقت ډېر ځله تکرار شوی دی چې هغه کسان چې د خپل وخت د نظامي یا سیاسي نظم پر وړاندې د عدالت غږ پورته کوي، لومړی خاموشول کېږي، خو وروسته همدا غږونه د تاریخ برخه ګرځي. له ګاندي څخه نیولې تر نیلسن منډیلا پورې، او له نورو ګڼو معاصر مبارزینو پورې، زندانونه تل د فکر د ختمېدو ځای نه، بلکې د فکر د لا پیاوړتیا مرکزونه ګرځېدلي دي.
د حنیف پشتین د بند دوره هم له همدې تسلسل سره تړل کېږي؛ اوږده انزوا، سختې پوښتنې، رواني فشارونه، او د یوازیتوب هغه حالتونه چې انسان له خپل حد سره مخ کوي. هغه حتی د اوږدې مودې لپاره په تنهایی کې ساتل شوی، چې دا ډول شرایط د نړۍ په بېلابېلو بشري حقونو اسنادو کې د سختو رواني فشارونو له مثالونو سره یادېږي.
خو د دې ټولو سره سره، هغه څه چې د پام وړ دي، هغه دا دي چې دا ډول تجربې ډېری وختونه د فرد اراده کمزورې نه، بلکې لا پیاوړې کوي. تاریخ هم دا ښيي چې د فشار لاندې رامنځته شوي حرکتونه اکثره د ماتېدو پر ځای پراخېږي او ژورېږي.
د هغه قربانۍ یوازې شخصي نه دي، بلکې د یوې لویې ټولنیزې مبارزې برخه دي. په همدې لړ کې د هغه د کورنۍ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو، او د هغه د ملاتړو نومونه هم د دې روایت برخه ګرځي، چې د سختو حالاتو باوجود یې خپل دریځ نه دی پرېښی.
له بلې خوا، د تاریخ له زاویې دا هم څرګنده ده چې د هر دور سختۍ وروسته یوه نوې فکري څپه راپورته شوې ده. هغه ملتونه چې د خپلو حقونو لپاره اوږده قربانۍ ورکړي، ورو ورو یې د خپل هویت او سیاسي شعور په جوړښت کې بدلون راوستی دی.
نن چې د حنیف پشتین نوم یادېږي، دا یوازې د یوه فرد یاد نه دی، بلکې د یوې اوږدې مبارزې، د یوې روانې سیاسي کیسې، او د هغو نسلونو انعکاس دی چې د عدالت او ازادۍ لپاره یې قیمت ورکړی دی.
تاریخ شاید د هر کس په ژوند کې ژر پرېکړه ونه کړي، خو یوه ورځ د وخت له تېرېدو سره دا ډول کیسې د ملتونو په حافظه کې د مثال په توګه پاتې کېږي — د مقاومت، د زغم او د نه ماتېدونکي ارادې مثالونه.
ستاسو سره روان استبداد د ويښ ضمير د سزا په توګه تعبيريږي، هغه ضمير چې د چوپتيا پر ځای يې د حقيقت غږ غوره کړی دی. دا سزا په لوړ سر منل د ځانګړي فکر، کلک باور او نه ماتېدونکي ارادې نښه ده. همدا فکر نه يوازې د راتلونکي نسل د ويښتيا سبب ګرځي، بلکې د ازادۍ فکري او عملي رجحانات لا نور هم قوي او ژوروي. دا قوي او غښتلي رجحانات د هر ډول استعمار او جبر پر وړاندې د مقاومت تر ټولو مؤثر فکري وسيله بلل کېږي.
لکه منصور می ده خپل جرم نه توبه اونه کړه. لکه سقراط می ده وخت جبر ته سجده اونه کړه
Ptm زوانان قربان موښم له مینی🇦🇫
13/06/2026
جناب ایمل خان اور محمود خان اچکزئی صاحب صحافی اللہ نور وزیر کے سوالات کا جواب دینے کے بجائے اکثر ناراضگی کا اظہار کرتے ہیں۔ حالنکہ محمود خان اچکزئی صاحب نے اب اپنا رویہ تبدیل کیا ہے۔ میری رائے میں صحافت کا بنیادی حق ہے کہ وہ سیاست دانوں سے ہر قسم کے سوالات پوچھے اور عوام تک حقائق پہنچائے۔
اگر کسی صحافی کا سوال غلط، سخت یا جانبدارانہ بھی ہو تو اس کا جواب دلیل اور شائستگی سے دیا جا سکتا ہے۔ کسی صحافی کا گریبان پکڑنا، یا بچوں کی طرح کیمرے پر حملہ کرنا یا سوال پوچھنے سے روکنا جمہوری رویہ نہیں ہے۔ جو لوگ خود کو عوامی رہنما کہتے ہیں، ان سے توقع کی جاتی ہے کہ وہ تنقید اور مشکل سوالات کا تحمل سے سامنا کریں۔
جمہوریت میں اظہارِ رائے اور سوال پوچھنے کی آزادی سب کے لیے ہونی چاہیے۔ سیاست دان اگر آزادیٔ اظہار کا مطالبہ کرتے ہیں تو انہیں صحافیوں کے سوالات برداشت کرنے اور ان کا جواب دینے کا بھی حوصلہ رکھنا چاہیے۔ اختلافِ رائے کا جواب دلیل سے دینا چاہیے، طاقت یا غصے سے نہیں۔ !
الله نور وزیر ایک اچھا بہادر نوجوان ہے اس طرح بہادر صحافی بہت کم ملتی ہے
پختونوں کیلئے سب سے بڑا رھبر انقلاب کی کامیابی کی طرف ✌️
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Quetta