Zakirullah Nawab Ghazi

Zakirullah Nawab Ghazi

Share

ماشاءالله

21/01/2026
03/01/2026

*ټوله ژوند په دوو آیتونو کې خلاصه شوې — انسان ته دا اختیار دی چې کوم یو غوره کوي:*

1. *{فَمَن أَتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُ وَلَا يَشْقَى}*
*څوک چې زما هدایت تعقیب کړي، نه به ګمراه شي او نه به بدمرغه شي.*

2. *{وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا}*
*او څوک چې زما له ذکره مخ واړوي، نو بېشکه چې هغه ته به سخت ژوند وي.

02/01/2026

*انسان هغه وخت کامیابېږي چې خپل نفس اصلاح کړي، ځکه چې بدلون له ځان نه پیلېږي.*
*که موږ د نورو عیبونه وینو، نو باید لومړی خپل عمل ته وګورو. نرم اخلاق، رښتینولي او صبر هغه صفات دي چې انسان لوړ مقام ته رسوي. الله تعالی هغه خلک خوښوي چې زړونه پاک، نیتونه سم او عملونه ښه وي. راځئ چې هره ورځ لږ لږ ځان سم کړو، ځکه همدا کوچني اصلاحات لوی بدلونونه راولي.*
🤲🫵🫶

19/12/2025

*رسول الله ﷺ فرمایلي دي:*
*«المسلمُ مَن سَلِمَ المسلمونَ مِن لسانِهِ ويدِهِ»*
*ژباړه: ریښتینی مسلمان هغه دی چې نور مسلمانان د هغه له ژبې او لاسه په امن کې وي.*

*امن د اسلام بنسټیز اصل دی. کله چې موږ خپل قول او عمل سم کړو، نو ټولنه به مو له سولې، ورورولۍ او رحمت نه ډکه شي. راځئ چې د رسول الله ﷺ د سنتو په پیروي سره د امن ساتونکي واوسو او د خیر پیغام خپور کړو.*
🤲🫵🫶

19/12/2025

دسهارلمونځ کوونکو لپاره لس زیري:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
که چیري یو مسلمان، او مسلمانه ښځه دغه لس زیري ووایي، هیڅ ګمان نه کوم، چي بیا به د سهار لمونځ په خوب پر تېر سي.

❍ اول زیری: د سهار لمونځ د قیامت په ورځ پوره نور دی،
ځکه رسول الله ﷺ فرمایي: هغه تګ کوونکو ته دي زیری وي، چي د شپې په تیاره کي مساجدو ته ځي، د قیامت په ورځ به د دوی لپاره پوره پوره روښنایي وي.
الألباني صحيح الجامع ٢٨٢٣

❍ دوهم زیری: د دنیا تر هرڅه بهتره د سهاره لمونځ دی،
رسول الله ﷺ فرمایي:
د سهار دوه رکعته سنت لمونځ بهتره دی، تر دنیا او هغه څه چي په دنیا کي دي،
داچي سنت یې دومره لوړه درجه لري، نو د فرضو به یې څومره لوړ شان وي.
رواهُ مسلم ٧٢٥

❍ درېیم زیری: ډیري نیکۍ، د مسجد پر لور په ډیرو قدمونو کي دي.
رسول الله ﷺ فرمایي: کم څوک چي د خپله کوره د لمانځه پر طرف ووزي، د هغه لپاره پر هر قدم لس نېکۍ دي، او لمانځه ته انتظار کوونکی عابد ګڼل کیږي، او د لمونځ کوونکو څخه ګڼل کیږي، تر هغه چي خپل کورته راګرځي.
رواهُ احمد ١٧٤٥٩

❍ څلورم زېری: د سهار پر لمونځ کوونکي ملائکې شاهدي وایي.
د سهار په قرأت لوستلو (د سهار په لمانځه) شاهدي ویل کیږي. الاسراء ۷۸

❍ پنځم زېری: د سهار لمونځ د اور څخه د نجات یوه وسیله ده،
رسول الله ﷺ فرمایي:
جهنم ته به داخل نسي، هغه څوک چي د لمر ختلو مخکي او د لمر لوېدلو مخکي لمونځ یې کړی وي. هدف یې د سهار او ماځیګر لمونځ دی.
رواهُ مسلم ٦٣٤

❍ شپږم زیری: د الله تعالی د ذات مبارک لیدل،
جریر بن عبدالله رضي الله عنهما فرمایي:
چي نبي کریم علیه السلام د څوارلسم سپوږمي ته کتل، او بیا یې وفرمایل، چي تاسو به خپل رب جل جلالهُ داسي روښانه ووینی، که مو چیري د سهار او ماځیګر لمونځونه په تداوم سره کول، او بیا نبي کریم علیه السلام دا دعا وویله:
وسبح بحمد ربك قبل طلوع الشمس وقبل غروبها.
البخاري ٥٧٣ ومسلم ١٨٢

❍ اووم زیری: د ټولي شپې د عبادت ثواب ورکوله کیږي،
رسول اللهﷺ فرمایي: څوک چي د ماخستن لمونځ په جماعت وکړي، لکه نیمه شپه چي یې عبادت کړی وي، او څوک چي د سهار لمونځ په جماعت وکړي، لکه ټوله شپه چي یې په لمانځه تېره کړې یي.
رواهُ مسلم ٦٥٦

❍ اتم زیری: د سهار لمونځ کوونکي ته ملایکي دعا کوي،
نبي کریم علیه السلام فرمایي: کم څوک چي د سهار لمونځ وکړي، بیا هغه د لمانځه

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Swabi?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address

Swabi