Shabir Azam

Shabir Azam

Share

انسانیت مینه امن ۔۔۔پوهه

17/11/2022

د اشنا په مــــــــــــــخ چـــمـن او ګلزار پرېږده
په مشــــــــکي خال يــې نافه د تار تار پرېږده

راشه اومې کـــــــــــــــــــــړه توبه درله د مئيو
اے واعظه نن مې کېـــــــــف ته اوزګار پرېږده

مـــــــــوده پــــــــــــــس اشنا راغـلے دې رقيبه
ډيـــــــــــوه بله نن زما په مــــــــــــزار پرېږده

هسى نۀ زمــــــــونږ مســـتي ئې پښېمان کړي
وړومبۍ شېخ ته شـراب ورکړه مېخوار پرېږده

اے حمزه چى ســـــــــــروکار دې شو له عشقه
راشه بـــــــــــس که د دنيا کـــــــاروبار پرېږده

حمزه بابا

30/09/2022
05/09/2022

مزاحيه ـ
یمه بوډا خو پہ غـــوګـــــونو کښې ګلونه ږدمه
ښکلې چې او وينم په زړه باندې لاسـونه ږدمه

د ســـــرو کافـــرو اننګــو کافــرو شونډو خلاف
جهاد ته ځـــان تيارٶم ځانلــــه غاښــــونه ږدمه
روغاني بابا

03/09/2022

۔۔۔۔۔۔۔۔۔کلام روغانې بابا۔۔۔۔۔۔۔

دا ژوند زمونږ تیريږي په دنیا خاوري خزلي۔۔۔ چه دا ولي
په بلو بلو لاړو د اسلافو د مسلکه۔۔۔۔۔۔........نو دا ځکه۔

مونږه زمکه کښې ښخېږو خلق اوسي په اسمان
خيري شي که هر څومره په دعا یادوو ځان
اول حاجت روا وو اوس مختاج یو د جهان
د خاورو د خزلو شان پراته یو په ډيران۔۔۔

تيرېږي په دنیا مو زندګي په غم لړلي۔۔۔۔۔۔۔چه دا ولي؟
حکمت د دین حصه وه مونږه اوګڼله سپکه۔۔۔نو دا ځکه۔

سيني لکه کړهی دي پکښې زړونه مو کباب
کاسی مو مړاوی سترګې، پکښې اوښکی مو شراب
غذا مو ده ناقصه ، صحتونه مو خراب
ژوندي به معلوميږو خو په مړو کښې یو حساب

کورونه زمونږ څه دي چه غوجلې دی غوجلې۔۔۔چه دا ولې؟
ګڼلې مو سپيځلي روایات لکه کونجکه۔۔۔۔نو دا ځکه۔

تر اوسه پوهه نه یو د ژوندون په سود او زیان
تیاره کوهي کښې اوسو نا خبره چندخان
تاريخ راته په پاڼه پاڼه وايي فاتخان
چه ځان ته فکر اوکو شکست خورو په هر میدان

محکوم د داسی قوم یوچه خوراک خوري په ناولي۔چه دا ولي؟
زمونږ هره خبره نه غوڅېږي بې ټوپکه۔۔۔۔۔۔۔۔۔نو دا ځکه۔

په خدې او په رسول باندي ایمان لرو محکم
نمونځونو په نفلونو یو د شفي ورځی اړم
رکعت به پکښې پاتي رانه نه شې په قسم
په حج او په روژه یو له یو بله مقدم

خو بیا هم د غم شپي مو په خادۍ نه شوي بدلي۔۔چه دا ولي۔؟
د ژوند په هر ډګر کښې رور ده روره کوي کرکه۔۔۔نو دا ځکه

باران که یو رحمت دې خو په مونږه شي زخمت
بهر چه څنګه وریګي داسي وي دننه چت
د ورږو د منګونو دې په مونږه حکومت
د ماشو وزارت دې د مچانو صدارت

تر اوسه مو د ژوند څه اساني نه ده لیدلي۔۔۔چه دا ولي۔؟
چه مشر شي په مونږه ترینه جوړه شي لټکه۔۔نو۔دا ځکه

په کلو کښې زمونږ دي په سوونو پوډریان
څه داسي پکښې شته دې د پوډرو تاجران
په مرسته یی سرګرم وي د کلو مشران
د قوم په بربادۍ کښې ابادي ګوري د ځان

څوک شته د تفوس چه اخر ولې داسی ولې؟ ۔۔۔۔چه دا ولي؟
هر یو خپله غل دې بل ته څنک اوايي مکه۔۔۔نو دا ځکه۔

31/08/2022

مونږ زمکه کښې ښخيږو خلق اوســــــــي په اسمان
تـياره کـــــوهـــــې کـښې اوســـو ناخـــــبره چندخان
تاريــخ راتـه پـه پــاڼـه پـاڼـه واٸـــــــى فــــاتـــحـــان
چې ځان ته فکر اوکړو شکست خورو په هر ميدان

محکوم د داسي قوم يو چې خوراک خورې په ناولې
چې دا ولې
زمـــــــونږ هــــــــره خبره نه غوڅيږې بى ټوپکــــــــه
نو دا ځکه
روغانې بابا۔۔۔

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Swat?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Telephone

Website

Address

Swat