Rhea
انسانیت هغه کتاب دی چې هیڅ زده کوونکی نه لري
19/03/2026
پاکستان له د ۲۰۲۱ کال راورسته په افغانستان کې دوه سفیران ساتلي.
یو عبیدالرحمان نظاماني ملقب په ناظم الامور دی چې په کابل کې د ویزو د ورکړي او د امارت ملکي ادارې چارې څاري.
او بل هیبت الله ملقب په امیرالمومنین دی چې په کندهار کې د وطن او معدنونو خرڅولو پیسې راټولوي.
نظامانی پرچون او هیبت الله عمده کارونه کوي.
خدای مې دې له شیطانۍ وساتي، دا خبره جنرال مبین د پلچرخي په زندان کې یو بل زندانی ته کړې وه او هغه لږ مخکې ماسره شریکه کړه.
لانت په شیطان
وای، سندره مې زده کړې ده—د ابا په واده کې به یې وایم.
ته فکر کوې چې Donald Trump او ټوله نړۍ ناسته ده چې د قلای نجارا غلام محمد د برید په اړه پوسټ وکړو که یه؟ چې دی څه وایي—د معصومو خلکو وژل بد کار دی که یه؟
دا لایفونه، دا اوږده کیپشنونه—ته رښتیا فکر کوې نړۍ ورته غوږ نیسي؟ څوک یې نه اوري، وروره او خورې، کاش داسي وای. بېوزله به همداسې نور هم په بېوزلۍ کې وژل کېږي، حق به یې تر پښو لاندې کېږي. دا تریخ حقیقت دی.
تر ما او تا مخکې ټوله نړۍ BBC او Al Jazeera راپورونه ورکړل؛ خلکو خبرونه واورېدل، بیا هر څوک خپل کار او روزګار ته ولاړل، په خواشیني سره. مونږ او تاسي مازي په خپلو کي سره چیغي وهو، نور یی نه اوري.
پاکستان به پر موږ تېری کوي—موږ څه نشو کولای. دا سوچ به مو هغه وخت کړی وای چې په وظیفه کې به مو رشوتونه خوړل، خویندې به مو مکتبونو ته نه پرېښودلې، او د بل چا خور او مور که به یې کار کاوه، هغو ته به مو د بد اخلاق خطاب کاوه. هر ځای چې به مو موقع پیدا کړه، یو بل ته به مو دامونه ښودل، دښمن ته به مو په کور کې ځای او ډوډۍ ورکوله، هزاره، پښتون تاجک به په خپلو مینځو کي سره جنګیدو، او د پوهنتون او دانشګاه په سر به مو جنګونه وو، بی اتفاقي، مالي فساد، له وطنه غلا او داسې نور…
هر څوک نن سبا یا “اکټیویست” دی، یا “فېمینسټ”، یا يوټوبر، یا “اېډووکېټ”، یا “اکسپرټ”—او “جلاوطن متخصصین”!
یو ټویټ، یو ریل، یو غوسهناک ویډیو—بیا یوه بل ته ښکنځل کول، او قوم پرستي.
یو له بل سره بحثونه، یو بل cancel کول، یو بل ته شعارونه ورکول.
که رښتیا پروا لرئ، نو سړکونو ته راووزئ او د غچ غوښتنه وکړئ. د خپل ځان، خپلو خویندو او میندو لپاره د ژوند، کار او تحصیل غوښتنه وکړئ. تاسو خو نارینه یاست—پرده او “عورت” هم ستاسو لپاره خنډ نه جوړوي.
هر افغان هر چیرته چي یی، پر ځان کار وکړئ. مهارت زده کړئ. ډاکټر شئ. انجینر ، نرس شئ. ښوونکی شئ. له مشروع او سم مسلک څخه پیسې وګټئ او بیا زخمیانو او بی وزلو سره مرسته وکړئ. یو افغان ته کار پیدا کړئ. یو بل ته په افغانستان او نورو هېوادونو کې اوږه ورکړئ.
افغانستان ته نور “انفلونسر” او سوشل میډیا اسپرټ نه پکار دي.
افغانستان ته کار کوونکي خلک پکار دي.
نه دا “انلاین مشران”، نه دا “هشتګ قهرمانان”، نه دا “جلاوطن اکسپرټان”—هیڅ یو یې هېواد نه جوړوي.
اخ ربه د مور تر مخ خو د هغې ﺯوې مه وژنه
نه یې شي ليدلی اې ربه!
اخ وطنه
نن دې په لمن له زرو زیات کسان د مرګ او ژوبلې قربانیان دي
مجاهیدینو د مور سره زنا کړې او ټول عمر به ښه ورځ ونه ویني تر څو یې په لمن د بښنې سجده ونه کړي
رب ج دې درسره خاورې وبښي
26/02/2026
تنها صیب لیکي چې؛
توکل په خدای نن یې وایم ...
په لمړي تړوني کې د هغو پینځه زره افغانانو نومونه دي چې خلقیانو او پرچمیانو د اخواني، اشرار، ماًویست، انقلاب ضد، مجددي، توطئه ګر، خمینست، د خلق رهبر ته توهین کوونکي، د شاهي نظام پلوي، افغان ملتي او داسې نورو نومونو باندې له محکمې پرته وژلي دي. د ډېریو خو یې یوازینی جرم هم دا ؤ چې (به نماز دیده شده)، اوس نو د همدې خلقي نظام ځینې غرب مېشتي سوسیال خواره لګیا دي د ټالیب ملاتړ کوي او دلیل یې هم دا لیکي چې د ټالیب په راتګ سره امن راغی او وژنې ختمې شوې.
دا امنیت خراب کړی چا ؤ؟ دا انسانان وژل چا؟ په دوهم تړوني کې د زرګونو هغو کدرونو نوملړ شته چې ټالیب په شل کاله کې په هدفي توګه وژلي دي، د ملکي وژل شویو وګړو شمېر خو له مستوفي هم ورک دی. بل دا کوم انسانان چې تاسو په بېلابېلو نومونو وژلي هغه تاسو ته انسانان نه ښکارېدل؟ پولیګون کې چا خلک ژوندي خښول؟؟؟
اصلي خبره خو دا ده چې ټالیبان او خلقیان یو څو ستر مشترکات سره لري، لمړی دا چې داوړه له محکمې پرته د انسانانو وژلو متخصصین دي، دویم دا چې خلقیانو هم ځان د پښتنو مدافع ګڼل خو په کلیوالو سیمو کي یې تر ټولو زیات پښتانه ووژل او ټالیب هم کټ مټ همدا کار کول، دریم دا چې نه ولاکه خلقیان په کمونیزم او د هغه په ايډیالوژي پوهېدل او نه هم ولاکه ټالیب په اسلام او د اسلام په ایډیالوژي پوهېږي.
لنډه یې دا چې ماته له ټالیب څخه د غرب مېشتو خلقیانو ملاتړ هیڅ د حیرانتیا وړ خبره نده، مونږ یو سیمیز متل لرو وايي خړ سپی هم د لېوه ورور ده.
ستاسو د مالوماتو لپاره اینجانیب بنده به قلمی خود ته خلقیان، اخوانیان او ټالیبان یو رکم بد را لګېږي، ټول د یوه خره غوږونه دي!
24/02/2026
قرار صیب لیکي؛ ——-
یوہ فرضیه او یوه پوښتنه
فرضیه:
په کلي کي یو کور دئ چي لس وروڼه او خویندي پکښي اوسیږي او په گاونډي کلي کي د دوی زوړ دښمن اوسيږي.
په دي لسو وروڼو او خویندو کي یو ورور د دښمن سرہ پټ لاس لري، دښمن توپک ھم ورکړی، چي دی خپله کورنۍ په ځوروي.
یوہ شپه د کور دروازہ خلاصه پریږدي، د شپې دښمن راځي او د دوی په سرای کي ډزي کوي، د کورنۍ دوې کوچنی خویندي وژل کیږي.
پوښتنه:
دا نهه وروڼه او خویندي باید “اول” څوک ملامت کړي؟
الف: دښمن
ب: خپل خائن ورور
24/02/2026
لنډه دا چې؛
د خلقیانو له راتګ مخکې د ای ایس ای کونګریو لکه ګلبیدین، مسعود، امثالهم یې چې تر نن ورځې حاکم دي، او د جمهوریت په لباس کې ننوتی شمال مقاومتیان او لنډغر چې نن هم د ګاونډی ټیرزاریل حملې په وطن حق بولی، دا ټولې له یوې چینې چې ای ایس ای ورته وایی اوبه څښلې او څښي.
#موږ د وطن او خپل بې وزله هموطن سره یو که حاکم یې د افغانستان د هر کونج هرې ژبې او هر ملت څخه وی او وطن ته ژمن وی
Click here to claim your Sponsored Listing.