Milat Media / ملت مېډیا
ملت مېډیا د ملت رسا غږ.
د غزني باراني موسم☔☔☔
22/07/2026
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې له لوبډلمشرۍ د حشمت شهیدي تر استعفا وروسته بل ملي لوبغاړی رحمتشاه د ټسټ او نړیوالو یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
رحمتشاه له دې مخکې په یادو دوو فارمټونو کې د لوبډلمشر مرستیال و.
افغان کرېکټ بورډ ویلي چې له دې وروسته به رحمنالله ګربز په دغو اوږدو فارمټونو کې د لوبډلمشر مرستیال وي.
13/07/2026
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د صادراتو د کچې ټیټوالي او اقلیمي بدلونونو د دغه هېواد د امو باغدارانو ته درانده مالي زیانونه اړولي دي.
په راپور کې زياته شوې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د پرله پسې تړل کېدو له امله سږ کال افغانستان د پاکستان هېڅ امونه نه دي وارد کړي او ورسره هممهاله د ایران جګړې د سمندري بار وړلو لګښتونه زیات کړي دي.
دغه راز د اقلیمي بدلونونو له امله سږ کال د پاکستان د امونو تولیدات له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې کم شوي دي.
13/07/2026
غزني جغتو ولسوالي شاکي سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د ۷ میلیونو افغانیو په ارزښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.
13/07/2026
آمو او سپین غر لوبډلو د ۱۱م پړاو شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبې ته لار ومونده.
12/07/2026
نړۍ کې د روباټونو لومړنی واده:
مسکو کې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دوه هیومانایډ (بشر وزمه) روباټونو خپلو کې واده وکړ.
د رابرټ او مټېلډا روباټونو دا واده په روسي کلتوري رسوماتو وشو، د میلمنو منځ ته ولاړل او یو بل سره یې د وفادارۍ وعدې وکړې.
12/07/2026
د غزني ملکي روغتون سړک د بیا جوړولو پروژه رسماً پرانېستل شوه
نن یکشنبه، د ۱۴۰۵ هـ.ل کال د سرطان په ۲۱مه، د غزني ښاروالۍ له لوري د غزني ملکي روغتون عمومي سړک رغنیزه پروژه د بهلول صاحب تر سړک پوري په رسمي ډول پرانېستل شوه.
د دغې پروژې ټولیز لګښت ۴۰ میلیونه افغانۍ دی او د پلي کولو چارې یې «عنایت سلطان» ساختماني شرکت ته سپارل شوې دي.
د یاد شرکت مسؤلینو ژمنه وکړه چې پروژه به د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو له مخې، په لوړ کیفیت او د پنځو میاشتو په موده کې بشپړه او اړوندو ادارو ته وسپاري.
11/07/2026
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د هېواد د کرېکټ د پخواني ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې او د هغه له کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه د نوموړي کور ته ورغلی دی.
هغه د شاپور ځدراڼ د کورنۍ سربېره، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته هم د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
حقاني شاپور ځدراڼ یو وړ، تکړه او د خلکو په منځ کې محبوب ځوان بللی او په خبره یې چې د اوږدې ناروغۍ له زغملو وروسته د هغه مړینې ډېر خلک غمجن کړي دي.
10/07/2026
اتل به تل د ملګرو په منځ کې وو
او نن هم په منځ کې دی🥺🥺
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
GAZNI
Ghazni