iftikhar mahajar

iftikhar mahajar

Share

please follow me friends

09/05/2024

نبي کریم ﷺ فرمایلي دي :
څوک چې په ځوانئ کې مُتقي یعني پرهیزګاره وي ، د محشر په ورځ به یې مخ ځانګړی نور ولري . الترمذي .

25/04/2024

دوه کوټو کور ته د يو چا عاجل ضرورت دي چي کرايه يې
دوه زره افغانې 2000 په اندازه وی
جلال اباد 5 ناحيه شاوخواکې

30/03/2024

‏دپـاڪ زړه پـه ارزښـت!

پاڪ انسانان پوهیـږی!

29/03/2024

د هیچا په ملگرتیا پښيمانه نه یم
بس چا مینه راکره اوچا درس
کور یې ودان

28/03/2024

رسول الله ﷺ فرمايي:
څوک چې کوم روژه نيوونکي ته دومره روژه ماتی ورکړي چې، هغه ښه موړ شي؛ نو اللهﷻ به (په محشر کې) هغه ته زما له حوض څخه اوبه ورکړي چې، بيا به تر څو چې جنت ته داخلېږي تږی به نشي.
(صحيح ابن خُزيمة)

28/03/2024

حدیث شریف:

رسول الله ﷺ فرمایلي:داسې هیڅوک نشته چې، مړ شي او پښېمانه دې نه وي؛ نو ژوند غنیمت وګڼئ، نیکي وکړئ او ګناهونه پرېږدئ!
صحابه کرامو وویل چې، یا رسول الله ﷺ! د پښېمانۍ سبب به څه وي؟
رسول الله ﷺ وفرمایل:که نیک وي هغه به ځکه پښېمانه وي چې، ډېرې نیکۍ يې ولې نه دي کړي او که بد کاره وي؛ نو هغه به پښېمانه وي چې، له ګناهو څخه يې ځان ولې نه ساته!
(رواه الترمذي)

27/03/2024

يا لويه خدايه
ته مو د خپلې خدايۍ په برکت له نيستۍ،د بنده له بندګۍ له رسوايۍ او بدنامۍ او د ناعلاجه ناروغیو څخه وژغورې

27/03/2024

أبو عبیده بن جراح رضي الله عنه له سترو فاتحینو څخه دی، کله چې د شام والي وټاکل شو نو عمر بن الخطاب رضي الله عنه یې یوه ورځ لیدو ته ولاړ، عمر رضي الله عنه چې کله د أبو عبیده رضي الله عنه کور ته ننوتلو په کور کې یې هیڅ شی هم نه و، کور یې تش پروت و، نه پکې لوښي وو او نه پکې په ځمکې څهونه شی خور و، یوه کوټه وه پکې، په کوټې کې یوه توره او د وربشو کڅوړه را ځوړند وه

عمر رضي الله عنه ورته وویل:
أبو عبیده! زه دې نن مېلمه یم، ښه مېلمستیا مې وکړه:
أبو عبیده رضي الله عنه ټول کور وپلټلو، د اوبو او وچې ډوډۍ پرته یې هیڅ پیدا نکړل، عمر رضي الله عنه ترې وپوښتل:
آیا همدا ستا خواړه دي؟
أبو عبیده رضي الله عنه وویل:
ای أمیر المؤمنین! دا ورځې دي او مونږ ترې ځو
عمر رضي الله عنه په دې خبرې ډېر وژړل بیا یې وویل:
ای أبو عبیده! مونږ ټول دنیا بدل کړو خو ته یې بدل نکړې.

نــــوټـــــــ: راشه د اوس وخت فاتحينو ته چی واک ته رسيږی نو اول به د مظلومو غوښی خورې لوړي لوړي ودانې جيګ جيګ مارکيټ ښکلې ښکلې کسرونه به جوړوی

تاریخ دمشق لابن عساکر

26/03/2024

**دې ته وایي مینه*

*کله چې حضرت محمد ﷺ د شپې ناوخته کور ته ولاړ، نو د کور مخې ته ويده شو ځکه چې هغه نه غوښتل چې حضرت عايشه رض د خوبه راویښه کړي، خو خبر نه وو چې حضرت عايشه رض د محمد ﷺ په انتظار ده او د دروازې هغه بلې غاړې ته ويده وه*

26/03/2024

ڪله چې اسرافیل"ع"
جهنم ولیدو، نو بیا یې په ټول عمر ندي خندلي" یاالله ﷻ موږ د جهنم له اور څخه وساتې!
#امين

24/03/2024

ځینې ستونزې او ځینې خپګان د ګونګې انسان په څیر وې نه وایل کیږې او نه پری څوک پوهیږې بس په پټه خوله پالل کیږې.

24/03/2024

څوارلسمه روژه
څوارلسم پيغام
#احساس
احساس څه شى دى او څنګه پوهېدى شو چې موږ احساس لرو؟
د احساس دويم نوم هېجان دى، غواړم په يوه بېلګه کې يې روښانه کړم، فرض کوو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ لوبه ده، موږ ډله کسان تلوېزيون ته ناست يو او د لوبې ننداره کوو، لوبه داسې مرحلې ته ورسېده چې زموږ ټيم ته په يو توپ (بال) شپږ منډې پاتې دي، سخت خفه يو، په زړه کې دعاګانې کوو، چې خدايه ته وکړې په دا يو بال شپږ منډې ترلاسه کړو، سخت نا آرامه يو، زړه مو درزيږي، دا وخت بالر له لرې ځايه منډه کوي، لوبه وروستيو ټاکونکو شېبو ته رسېږي، توپ وهونکى په ټول قوت توپ وهي، د ميدان له بريدونو يې اړوي او شپږيزه کيږي، بې اختياره چغې وهو، شور جوړوو، چکچکې کوو، شعارونه ورکوو او له خوشحالۍ مو سترګو ته اوښکې راځي، همدغه حالت هېجان يا احساس دى، د بال نه مخکې ځورېدونکى حالت هم احساس و.
اوس خبره اسانه شوه، پوهېږو چې احساس دروني درک ته وايي، کله چې يو بې وزله ووينو او ورباندې خفه شو، کله چې د هېواد د آبادۍ خبره واورو ورباندې خوشحاله شو، کله چې کومه خطا او ګناه وکړو ورباندې خفه شو، کله چې له يو اړمن انسان سره مرسته وکړو ورباندې خوشحاله شو، دا احساس دى.
هغوى چې احساس نه لري په غمونو کې خاندي او د خوشحالۍ پر مهال بې پروا او بې تفاوته وي، د شرم پر مهال يې چورت خراب نه وي او د عزت کارونه ورته ارزښت نه لري.
موږ بايد د احساس له چينې بهېدلو زمزمو ته لپې ونيسو او د بې همتۍ او بې احساسۍ پېغور ته سرونه ټيټ نه کړو.
هغوى ژوندي دي، چې احساس لري او چې احساس نه لري، که په ماڼيو کې استوګنه هم ولري، په حقيقت کې مړه او د هديرو اوسېدونکي دي.
کاپی
Jafar Asar

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Jalalabad?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Website

Address


Jalalabad