Doctor FG
I am Medical Doctor
د عزت ډک اداب چ ډېرو خلکو دا هېر کړي دي.
1. مخکې له دې چ یو چرته ننوځې لومړی نورو ته د وتلو موقع ورکړه.
2. مخکې له دې چ خبرې وکړې پوره غوږ ونیسه حاضر اوسیدل خپله یو اداب دی.
3. د خوړو یا غونډو پر وخت خپل تلیفون جېب کې کیږده.
4. همیش خپل بوټان پاک او پالش وساته.
5. په جدي یا شخصي خبرو کې خپل غږ ټیټ وساته.
6. د لاس ورکولو پر وخت د سترګو تماس وساته باور له اخترام سره نښلي.
7. د خپل ځان خبرې کولو مخکې د نورو په اړه پوښتنه وکړه.
8. تر هغې خواړه مه خوره انتظار وکړه ترڅو ټولو ته خواړه راوړل شي.
10. دخلکو د پام راجلبولو لپاره نه بلکې د مناسب مطابق لباس واغوندئ.
11. هغه وخت خبرې وکړه چ ارزښت دې اضافه کړي چوپتیا یو هنر ده.
12.د خلکو نومونه په یاد وساته او واقعاً په خبرو کې یې وکاروئ.
13.د زړه دروازې خلاصې وساته فرق نکوي چ څوک څوک وي
14. هیڅکله غیبت مکوه دا هم ایتا او هم د اورېدونکي مقام کمزوری کوي.
15. کلک خو نرم لاس ورکول وړاندې کړه دا ډېر څه وایي.
16. د خبرو مینځ کې مه وردخلیږه اخترام دوه اړخیزه وي.
17. کله چ څه درنه خطا شي د"چیشی" دې پر ځای ووایه بخښنه غواړم بیا ووایه.
18. خپله ناسته او ولاړه سمبال وساته عزت له بڼې پیلیږي.
19. که اړتیا وي چ ووځې په ارامه ووځه شور مه جوړوه.
20. د خلکو شخصي ځای ته درناوی ولره عزت د حدودو ساتنه ده.
21. په عام ځای کې خپل غږ مه لوړوه کنټرول ښکلی عزت دی.
22. خلک په سمه توګه یو بل ته معرفي کړه دا د ټولو لپاره درناوی ښايي.
23. پر خپلو لاس ته راوړنو فخر مکوه پریږده ستا کار خبرې وکړي.
24. په ریښتینې توګه بښنه وغواړه په نحوال ډول نه.
25. د خلکو وخت اخترام وکړه هغوی مه ځنډوه.
26. د خوړلو ښه اداب مراعات کړئ حتا په عادي ځایونو کې هم.
27. له خدمت کوونکو سره مهربانه اوسئ اصلي عزت دا دی چ له هر چا سره ښه چلند وکړې.
*✅ سیاه دانه او شیدې د بدن لپاره یو کامل طبی درمل دي :*
> منی زیاتوي ، جنسي ځواک لوړوي ، حافظه پیاوړې کوي او له ګڼو ناروغیو ساتنه کوي 🥛🌿
*📚 لیکوال : ډاکټر حنیف تائب*
*📕 چې مو ولوست 1 لائیک 👍 حتما ورکئ .*
> سیاهدانه او شیدې یو له هغو طبیعي ترکیبونو څخه دي چې د نبوي طب په احادیثو کې یې هم یادونه شوې . دا دواړه مواد که په سمه توګه ګډ شي ، نو د بدن فزیکي ، عصبي ، هضمي ، جنسي ، دفاعي او رواني قوت لپاره بېساري ګټه لري . د سیاهدانه او شیدو جوش نه یوازې د درمل په څېر عمل کوي ، بلکې له ډېرو مزمنو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي .
*🥼 د سیاهدانه او شیدو حیرانوونکې طبی ګټې :*
1️⃣ جنسي ځواک : پیاوړی کوي
منی زیاتوي ، د سپرم کمزوري تداوي کوي ، زر انزال کنټرولوي ، او د جنسي خوښې احساس زیاتوي .
2️⃣ د دفاعي سیستم پیاوړتیا : بدن د سرطاناتو ، مزمنو ناروغیو او انتاناتو پر وړاندې قوي کوي .
3️⃣ ذهني او فزیکي قوت : د وینې کموالی له منځه وړي ، دماغ ته انرژي ورکوي ، بدن ته قوت بښي .
4️⃣ د هډوکو، اعصابو او ماشومانو لپاره ګټور دي : د هډوکو نرموالی ، اعصابو التهاب ، او د ماشومانو فزیکي کمزورتیا ښه کوي .
5️⃣ هضمي سیستم پاکوي : کولمې او معده پاکوي ، د بدن التهابات ختموي ، اعصاب آراموي ، د بې خوبۍ ضد دی .
6️⃣ د ښځو لپاره ځانګړې ګټې :
د حیض نظم راولي ، د شیدو تولید زیاتوي ، قبض له منځه وړي .
7️⃣ د زړه ، فشار ، حلق او تنفسي سیستم لپاره ګټور دی : زړه قوي کوي ، فشار کموي ، د حلق ، tonsils ، زکام ، ټوخي او پوزې التهاب ته ګټه لري .
8️⃣ دماغ او حافظه پیاوړې کوي : د سر درد ، migraine ، حافظې کمزوري ، او هیرونې ته درمل ګڼل کېږي .
*🧪 د استعمال طریقه : یوه کوچنۍ کاشوغه نرم کړل شوې سیاهدانه په یوه ګیلاسه له جوش شویو شیدو سره ګډ کړئ ، پرېږدئ چې 15 دقیقې پاتې شي ، بیا خوږ کړئ او وڅښئ .*
> 📆 دا ترکیب هره ورځ سهار یا د خوب مخکې وکاروئ .
*📢 الله ﷻ شفا ورکونکی دی ، دا نبوي درمل هر کور کې بائید استعمال شي .*
*📚 دا پوسټ له خپلو ټولو وټساپ ملګرو سره هم شریک / نشر کړئ ، تر څو ټول ګټه واخلي . 🥛🌿*
> معلوماتو ته زړونه ❤ ورکئ او پر نبي ﷺ درود ووایئ ♥️ .
مېرمن له خپلې خواښې خفه شوه، خواښې ته يې بد بد نو له دسترخوانه پاڅېده او خپلي کوټي ته ولاړه.
مېړه یې حیران شو، پسې ولاړ او ورته یې وویل:
مېړه: ولې د ډوډۍ نه داسي پاڅيدي؟ څه شی دې خوښ نه شو؟
مېرمن: هو، زه داسې احساس کوم چې د مور لاسونه دې چټل دي، او دا کار زما نه دې خوښ او اشتها مې خرابوي!
مېړه (په سړه لهجه): اها، نو دا علت دی؟ ښه نو، حل يې څه دی؟
مېرمن: حل دا دی چې نوره دي ځانته ډوډۍ ته کيني، زه نور له هغې سره یوځای خواړه نشم خوړلی.
مېړه: نه، نه، ګرانې، له نن وروسته به حتماً ځانته کيني. خو داسې ښکاري ته د هغې له شتون نه هم خپه یې، ریښتیا ده؟ که یواځې د لاس خبره ده؟
مېرمن: په رښتیا، د هغې حضور ماته مزاحمت کوي، زه په خپل کور کې ارامه نه یم.
مېړه: ته پوهېږې چې دا زړه ده، بل څوک نه لري، یوازې زه یم. ستا په نظر حل څه دی؟
مېرمن: حل شته... د زړو خلکو کور! هلته یې یوسه، ته به یې پوښتنه کوې، او زه به هم آرامه یم. که دا ونه کړې، زه به د پلار کور ته ولاړه شم او بیرته نه رانشم.
مېړه: سم ده ګرانې، مهمه خو ستا خوشلي ده. زه به هماغسې وکړم، ته بې غمه اوسه.
خو، ته پوهېږې ستا پلار راته زنګ وواهه او سبا یې بلنه راکړه چې ټول کور ته راشي؟
مېرمن: ځکه چې ما ورته وویل.
مېړه: ولې ګرانې؟
مېرمن: سبا به پوه شې... اوس بښنه غواړم، زه بیده کېږم.
مېړه: ښه ګرانې، خه شپه ولري.
مېړه له خونې ووت، د خپلې مور خواته ولاړ.
مور: زویه، ستا ښځه خوبه ناروغه نه وي؟ ځکه خواړه یې ونه خوړل؟
زوی: هو، مورې، ناروغه ده.
مور: نو ولې دلته ناست یې؟ ډاکټر ورته راوله یا دوا واخله، دا ظلم دی.
زوی: نه مورې، دومره هم نه ده، چې ویده شي ښه به شي، مه خپه کېږه.
مور: که داسې وي، خیر دی. خدای مو وساته زوی جانه.
زوی: آمین مورې... سبا دې یو ځای ته بوځم، هلته به هر څه بدل شي.
مور: چېرته زویه؟
زوی: سبا به پوه شې، خو هیله لرم مانه خفه نشې یا مې ملامت نه کړې.
مور: زویه، اندیښنه را پیدا شوه، خو زه پر تا باور لرم، ته تل خه پرېکړې کوې.
زوی: خدای دې وساته مورې...
سبا سهار لس بجې، مېړه، مېرمن او مور روان شول.
مېړه، مېرمن او زړه مور په موټر کې روان شول. مور چوپه ناسته وه، غلي، غمجنه او ناآرامه.
مېرمن خوشاله وه، چې بالاخره به له خواښۍ څخه خلاصه شي.
مېړه خاموش، جدي او په فکرونو کې ډوب و.
موټر یو ښکلي ځای ته ورسېد، خو دا د زړو خلکو کور نه و… بلکې د هلک د خسر کور!
مېړه ولاړ شو، دروازه یې وټکوله. خسر دروازه خلاصه کړه،
پلار: خوش آمدید، راشئ…
مېړه مخامخ پلار ته وکتل، و یې ویل:
مېړه: پلاره، ستا لور ماته وویل چې مور دې د زړو خلکو کور ته بوځه، ځکه چې لاسونه یې چټل دي، او له هغې سره یوځای خواړه نشي خوړلی. همداراز یې وویل که دا کار ونه کړم، نو زه د پلار کره ځم او بيرته نه راځم.
خسر يې سر ټیټ کړ، هيڅ يې ونه ويل،
مېړه (له غوسې نه ډک): نو ما تصمیم ونیو… څوک چې زما د مور سپکا. او زما د مور سره ژوند نه شي کولي نو داسي ښځه زه خپل کور کې نه شم ساتلي، ما پریکړه وکړه چې ستا لور زما د مور ځای نه شي نيولي، مور مې زه ۹ میاشتې په خپل رحم کې ګرځولي یم، بې خوبه یې راته کړي، زما هرې چیغې ته یې شپه سبا کړې ده!
مېرمن: ته جدي یې؟
مېړه ورته په قهرجن غږ وويل: هو، ته له نن څخه په ما طلاقه یې! ته همدلته پاتې شه، او مور به مې له ځان سره بوزم، هلته چې هغې ته درناوی وي.
مېړه وګرځېد، د مور لاس یې ونیو او وې ویل:
راځه مورې.
مور (له اوښکو ډکي، خو ویاړلې): ربه شکر، چې داسې زوی دې راکړ .…
موټر روان شو، مور او زوی لاړل، خو مېرمن له خپل غرور، سپکاوي او ظلم سره یوازې پاتې شوه.
پای
پند: مور هغه یوازینی انسان دی چې د هغې دعا بې له شکه قبلیږي، د مور قدر وکړئ، مخکې له دې چې وخت در نه تېر شي.
Copy....
26/04/2025
هغه د شکري ناروغان چه عمرونه يى تر 65 زيات وي د هغـوى شکره بايد تر 80 کښته نسي که په يادو کسانو کښي شکره بار بار تر 80 کښته کېدل پدې ناروغانو کښي د زړه د حملې او دماغي فلج خطره زياتيږي.
او پدې کښي target HBAIC اته ده که AIC تر اته کښته سي بيا هم په دوي کښي د زړه د حملې خطره زياتيږي.
نو پدې زړو شکري ناروغانو کښي په تش نس شکره بايد د 130 الي 150 په شاوخوا کښي وساتل سي، او په ډک نس يعني د خوراک دوه ساعته بايد شکره يى تر 200 کښته وساتل سي. پدې ناروغانو کښي کوښښ بايد وسي چه شکره کښته نسي.
ريفرنس: ACC نوي ګايډلاين
که تاسې تازه د بدن ښکلا ورزش پيل کړى وي دا لاندې سپارښتني ستاسې لپاره خورا اړينې دي. ‼
1⃣ کوښښ وکړئ د حرکتونو د ترسره کولو سمه طريقه زده کړئ.
2⃣ کوښښ وکړئ د ډېر پروټين لرونکو خواړو ، لکه د چرګ غوښه، سره غوښه، ماهى، هګۍ، پنير او حبوباتو څخه ګټه واخلئ.
3⃣ تاسې د پروټينو ډبيو او نورو د خوړو بشپړونکو سپلمنټ ته اړتيا نلرئ، د خوړو له لارې مو د بدن اړتيا پوره کړئ.
4⃣ ځان د چا سره مه پرتله کوئ، خپل تمرين کوئ او د زغم څخه کار اخلي ځکه ښه بدن جوړول وخت ته اړتيا لري. هيڅ يو باډى بيلډر په لنډ وخت کې ځان ندى جوړ کړى، بلکې د کلونو زحمتونو ورسته تيار شوي.
5⃣ د هورمون او سټرويډ څخه ځان لېرې وساتئ.
6⃣ ځان د بدن د عضلو او خوړو د علم سره اشنا کړئ څو په راتلونکي کې ځانته پخپله د برنامو چمتو کولو وړتيا پيدا کړئ.
7⃣ دا پاڼه درسره فالو کړئ څو د ورزش او د خوړو د علم په هر اړخيز معلومات زده کړئ.
هر پوښتنه که لرئ کمنټ يې کړئ 😊
#ورزش #فټنس
د کتاب مينوالو لپاره؛
د لاندې ۱۴ وېب پاڼې څخه کولی شئ، په وړيا بڼه ستاسو د خوښې وړ کتابونه ډاونلوډ کړئ:
۱. PDFBooksWorld
۲. B-ok cc
۳. BookBoon
۴. Library Genesis
۵. Pdfdrive
۶. Open Library
۷. DigiLibraries
۸. Project Gutenberg
۹. FeedBooks
۱۰. FreeTechBooks
۱۱. Internet Archive
۱۲. O’Reilly Books
۱۳. GetFreeEBooks
۱۴. AnyBook
د اوږد ځنډ وروسته ټولو پیچ ملګرو ته سلامونه احترامات وړاندي کومه.
29/10/2024
خبرتيا!
د نرسنګ او قابلګۍ څانګو ښځينه فارغ محصلينو د پام وړ!
د ننګرهار روغتيايي علومو انسټیټوټ د ۱۴۰۱ھ ش کال قابلګۍ او ۱۴۰۲ھ ش کال نرسنګ ښځينه فارغو محصلينو ته خبر ورکول کیږي، چي ډيپلومونه يې د انسټیټيوټ امریت ته رارسيدلي دي.
د تر لاسه کولو لپاره دې د ياد انسټیټيوټ د محصلانو چارو عمومي مديريت ته مراجعه وکړي.
نوټ :محصلين دې د ډيپلوم د ترلاسه کولو لپاره يوه قطعه عکس د ځان سره راوړي.
17/07/2024
د اوږد ځنډ وروسته ټولو فيسبوک ملګرو ته سلامونه احترامات وړاندي کومه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalalabad
20/10/2025