Medical information
💉طبي معلومات عبدالرحمن شینواری🥀
15/09/2024
په ګيډه کې مختلف قسم دردونه د په مختلفو برخو کې د لاندې مختلفو لاملونو له امله رامنځته کيږي (Abdomenal pain):
ګيډه د درد له مخی په (9) برخو باندي ويشل شوي ده:
1:Right hypochondrium
2:Epigastrium
3:Left hypochondrium
4:Right Lumber Region
5:Umbilical
6:Left Lumber Region
7:Right Inguinall
8:pubic region
9:Left Inguinal
1.Right hypochondrium:
دا د ګيدې ښي طرف ته لومړۍ برخه ده.
که چيرته په دې ځای کې درد پيدا شي نو دا د ځيګر زخم له وجی،اميب پيچس، صفراوي کڅوړي تيګي يا زخم او د حجاب حاجز يا د معدې په زخم دلالت کوي.
2.Epigostrium:
دا د ګيدې دوهمه د حجاب حاجز لاندې برخه ده.
دا د معدې زخم، د معدې تيزابيت، په معده کې د هوا ټوليدل او د معدې د وارم يا چينجيانو له وجی وي.
3.Left hypochondrium:
دا دګيډې چپ طرف ته لومړۍ برخه ده.
د توری يا طحال التهاب يا پړسوب، مزمنه ملاريا او د معدې د پايلور يا اخرې برخې التهاب يا پړسوب باندې دلالت کوي.
4.Right Lumber Region:
د پښتورګي، تريخي او کولمو په پړسوب دلالت کوي.
5. Umbilical:
دا د ګيدې منځني برخه ده.
د معدې زخم،تيزابيت، د خيټې چينجيان، قولنج او پيشرفته پيچس په درد باندې دلالت کوي.
6.Left Lumber Region:
د چپې ګردې يا د چپ پښتورګې تشوش، د کولمو تخريش، د کولمو التهاب او قولنج درد باندې دلالت کوي.
7.Right Inguinal:
دا د ګيدې ښې طرف ته اخري برخه ده.
دلته اپنډيکس راځې، اپنډيکس، د کولمو Ca، د کولمو TB، اميبي پيچس او د ښی پښتورګې تيږي يا Urether Stoon باندې دلالت کوي.
8.pubic region
دا د ګيډې اخري منځنۍ برخه ده.
دلته د مثانې ټول افات خصوصاً په زنانو کې د رحم داخلې افاتو باندې دلالت کوي.
9.Left Inguinal:
دا د ګيډې چپ طرف ته اخري برخه ده.
د چپ پښتورګې د نل تيږي يا التهاب، د غټو کولمو بندش، قبضيت او د رحم په داخلې تشوشاتو باندې دلالت کوي.
19/03/2024
⭕️ د نهه 9 ډوله سیرومانو په هکله پوره اوبشپړ معلومات !
🩺 1 - سیریوم رینګر Ringer :
ترکیب : سوډیم کلورایډ ، کلشیم کلورایډ ، پوټاشیم کلورایډ . ایزوټونیک محلول دی .
استعمال : اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، د مایعاتو د لاسه ورکول ، د پوټاشیم کموالی ، تغذیه .
🔍 اختیاط او پاملرنه : که چېرته د محلول رنګ بدل شوی وو نو بیا نه استعمالیږي، د سوډیم بای کاربونیټ هایپرټونیک محلول اضافه کول ورته منع دي، د 2 څخه 25 سانټي ګریډ کې باید وساتل شې .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 2 - سیریوم رینګر لاکټیټ Ringer Lactate :
ترکیب : کلشیم کلورایډ ، پوټاشیم کلورایډ ، سودیم لاکټیټ ، سوډیم کلورایډ .
استعمال : د مایعاتو کموالی ، مخکې او وروسته د عملیات څخه ، اسهال ، استفراق ، زړه بدوالی ، اسیدوز او سوخته ګۍ ، د ګلوکوز د سویې د لوړوالې له کبله شاک ، کوشنګ سنډروم او د کورتیکوستیراید د ډوز په لوړوالې کې استعمالیږي .
🔍 نه استعمال : لوړ فشار ، پښتورګو ، جګر او د زړه د وظیفو خرابوالی .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 3 سیریوم نارمل سالین Normal saline :
ترکیب : سوډیم کلورایډ 9 % .
استعمال : د زخمونو وینځل او سوختګی ، ټیټ فشار ، خونریزی .
نه استعمال: لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .
🩺 4 : ډکسټروز یا ګلوکوز % 5 .
استعمال : د انرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې د خولې له لاري خوراک نشې کولی ، هایپرټونیک ډیهایډریشن ، هایپوګلایسیمیا ، ملا درد او لوړ فشار .
مستحضرات : 100 - 500 - 1000 ML , IV .
🩺 5 - ډکسټروز یا ګلوکوز % 10 .
استعمال : انرژی برابرول ، هایپو ګلایسیمیا ، د پښتورګو عدم کفایه ، د پوټاشیم او انسولین مسمومیت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 6 - ډکسټروز یا ګلوکوز % 20 .
استعمال : هایپوګلایسیمیک شاک ، د اوبو مسمومیت ، عمومی عدم کفایه ، زیړی .
نه استعمال : ټیټ فشار او د اوبو او الکټرولایټونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی .
🩺 7 - ډکسټروز سالین یا میکس :
ترکیب : ډکسټروز % 5 + سالین 0.9 % .
استعمال : ډیهایدریشن ، مسمومیت او ګاستروانتریت .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 8 - دکستران 40 :
ترکیب : دوینې پلازما .
استعمال : د پلازما کموالی ، د خونریزۍ له امله شاک، سوختګی او عملیات .
نه استعمال : د سږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان .
مستحضرات : 500 - 1000 ML , IV .
🩺 9 - مانیتول 20 % :
استعمال : ګلوکوما یا د سترګې داخلې فشار ، فشار ، داخل د کوپړۍ فشار ، ادرار راوړونکی .
نه استعمال : ډیهایدریشن ، داخل جمجه خونریزی ، هایپو ویلومیک شاک ، CHF ، هایپوټینشن ، هایپو کلیمیا ، هایپونایټریمیا
31/03/2023
د پوستکي خارښت او درملنه یې!
سکبیس د پوستکي یؤ دول ځانګړې ساري ناروغي ده چې د sarcopty scabie پرازیټ څخه رامنځ ته کېږي. دا ناروغي امکان لري چې هر شخص ته انتقال شي مګر هغه خلک ور باندې دېر اخته کېږي چې په مشترک دول یو اطاق کې ژوند کوي لکه په بندیخانو کې، عسکري قطعاتو کې، لیلو کې او داسی نور ...
هر کله چی دا میکروب یو کس ته ورسیږی نو شخص ته شدید خارښت پیدا کیږی او ټول بدن یی خارښت پیدا کوی.
نښې نښانې یې:
۱ـ کله چی دا میکروب پوستکی ته داخل شی نو شخص ته شدید خارښ پیدا کیږی او دا خارښ د شپی لخوا زیات وی د ورځی لخوا کم.
۲ـ په پوستکی باندی وړی وړی سری دانی را خیژی چی کله دیر وگرول شی نو وینه کوی.
۳ـ اکثرا خارښ د تناسولی الی په شا او خوا وی هم په ښځو کی او هم په نارینه وو کی.
۴ـ په ماشومانو کی د پښو په تلو کی د لاسونو په ورغویو کی او په تناسولی برخو کی دیر لیدل کیږی.
د مخنیوي لارې یې:
۱ـ که چیری مو په کورنی کی کوم شخص ته خارښ و نو کوشش وکری چی اطاق یی جدا کری او د سکبیس تداوی ورته شروع کری.
۲ـ کوشش وکری چی خپل لباسونه سرچپه اوتو کړی د ورځی یی لمر ته اچوی او د شپی لخوا یی ازادی هوا ته اچوی.
۳ـ کوشش وکری خپله کمپله، روجایی او توشک لمر ته واچوی.
۴ـ که په کور کی مو هر څومره وگړی په خارښ اخته وی نو ټول په یوه ورځ تداوی شروع کړئ.
درملنه یې:
اول باید د خارښ ضد لاندی دواگانی توصیه شی ترڅو یی خارش ارام شی.
Tab: cetrizin
Tab: Lorotidin
Tab: fexofenadin
پورتنی دواگانی موقتی خارش اراموی او حقیقی تداوی یی په لاندی دول ده:
Lotrix (permethrin) Cream
۱پورتنی ملهمونه باید د هر شخص د پاره دری دانی استعمال شی.
د استعمال طریقه یې:
۱ـ اول باید ځان په صابون ښه ومینځی.
۲ـ یو دانه ټول ملهم له مری ښکته په تول بدن ولگوی بله شپه بل ملهم ولگوی او په دریمه شپه بل ملهم ولگوی.
۲ـ دا ملهم باید دری دانی د یو شخص د پاره استفاده شی
په بله ورځ بیا دوباره خپل ځان ومینځی او پاکی جامی واغوندی.
۳ـ که پورتنی طریقه په درسته توگه ونه کړی شاید دا مرض تاسو سره تر دیر وخت پوری پاتی شی.
پهیاد ولری که په کورنی کی مو نور کسان هم په دی ناروغی اخته وی باید هغوی هم یوه ورځ تداوی شی خصوصا" ښځه او خاوند ځکه چی دا مرض له یو نه بل ته بیا انتقال کوی.
18/03/2023
#پنځه وخته په ورځ کې- د زړونو د علاج لپاره!
(لمونځ)❤️🥰
د زړه حمله څه ته وايي؟ نښې، لاملونه او درملنه يې:
لیکنه اوږده ده خو لوستل یې ضروري دی👇
۱- پېژندنه: د زړه حمله چې په انګلېسي کې ورته Heart Attack وايي او علمي نوم يې (Myocardial Infarction) MI دی.
کله چې د وينې جريان د زړه يوې برخې ته په کمه اندازه سره اکسېجن لرونکې وينه ورکوي يا هم زړه او يا يوې برخې ته يې وينه هېڅ ونه رسيږي، نو په پايله کې د زړه عضلې تخريب کيږي، دغه ناروغۍ ته د زړه حمله وايي. يا په لنډ ډول، کله چې زړه ته اکسېجن ونه رسيږي نو په پايله کې د زړه حمله منځ ته راځي.
۲- د زړه د حملې نښې:
د سينې درد: د زړه د حملې په وخت کې سينه سخت درد کوي، درد فشار لرونکی او نيونکی حس کيږي. پرته د سينې له درد څخه ښی لاس، اورميږ، لاندې زامه او د خېټې پاسنۍ برخه هم درد کوي. د زړه د حملې له امله د وجود په يادو برخو کې درد د ځاي په تغير او د غړو په خوځولو سره نه کميږي او کم تر کمه تر ۲۰ - ۳۰ دقيقو پورې دوام کوي.
- خولې کېدل او کانګې (قی) کول: د زړه په حمله کې د سينې له درد سره يوځای، وجود خولې وي، د کانګو کېدو شونتيا وي، وجود کمزوری او سست وي. داسې هم شوني ده، چې پرته دسينې له درد څخه د زړه حمله يوازې دغه نښې - نښانې ولري.
- د ساه بندېدنه يا نفس تنګي: په ښځو کې د زړه د حملې عامه نښه د ساه بندېدل يا نفس تنګي ده، له نفس تنګۍ سره يوځاي په ښځو کې د وجود سستوالی او ستړيا هم د زړه د حملې نښې دي.
- شکر يا ديابېټ: هغه کسان چې د شکرې ناروغي يا ډيابېټ ولري، نو د زړه د حملې ناروغۍ نښې په کې ډېرې کمې څرګنديږي. دغه کسان ښايي چې پوه هم نشي، خو د زړه له پرې راشي چې له يو څو ساعتونو وروسته شدت او ډېروالی پيدا کوي. هغه د زړه حمله چې پرته له کوم درد او نښو څخه منځ ته راځي، silent heart attack ورته وايي.
- نورې نښې: د زړه د ضربان زياتوالی، د سر درد او د وينې د فشار لوړوالی د زړه د حملې نورې نښې دي.
۳- که دغه نښې - نښانې څرګندې شي څه بايد وشي؟
د زړه حمله ښايي له دغه نښو - نښانو يوه ساعت، اونۍ او يا هم مياشت وروسته ډېروالی او شدت پيدا کړي. نو هر کله چې دغه نښې ولېدل شي او پرته له دې چې فکر وشي او ډاډ تر لاس شي، چې په ريښتا د زړه حمله ده او که هسې ځينې دردونه دي، بايد ډاکټر او روغتون ته مراجعه وشي.
۴- د زړه د حملې لاملونه:
غوړ خوراک: څېړنو ښودلې ده چې غوړ او شحم لرونکي خواړه د شرياند زړه حمله څه ته وايي؟ نښې، لاملونه او درملنه يې:
۱- پېژندنه: د زړه حمله چې په انګلېسي کې ورته Heart Attack وايي او علمي نوم يې (Myocardial Infarction) MI دی.
کله چې د وينې جريان د زړه يوې برخې ته په کمه اندازه سره اکسېجن لرونکې وينه ورکوي يا هم زړه او يا يوې برخې ته يې وينه هېڅ ونه رسيږي، نو په پايله کې د زړه عضلې تخريب کيږي، دغه ناروغۍ ته د زړه حمله وايي. يا په لنډ ډول، کله چې زړه ته اکسېجن ونه رسيږي نو په پايله کې د زړه حمله منځ ته راځي.
۲- د زړه د حملې نښې:
د سينې درد: د زړه د حملې په وخت کې سينه سخت درد کوي، درد فشار لرونکی او نيونکی حس کيږي. پرته د سينې له درد څخه ښی لاس، اورميږ، لاندې زامه او د خېټې پاسنۍ برخه هم درد کوي. د زړه د حملې له امله د وجود په يادو برخو کې درد د ځاي په تغير او د غړو په خوځولو سره نه کميږي او کم تر کمه تر ۲۰ - ۳۰ دقيقو پورې دوام کوي.
- خولې کېدل او کانګې (قی) کول: د زړه په حمله کې د سينې له درد سره يوځای، وجود خولې وي، د کانګو کېدو شونتيا وي، وجود کمزوری او سست وي. داسې هم شوني ده، چې پرته دسينې له درد څخه د زړه حمله يوازې دغه نښې - نښانې ولري.
- د ساه بندېدنه يا نفس تنګي: په ښځو کې د زړه د حملې عامه نښه د ساه بندېدل يا نفس تنګي ده، له نفس تنګۍ سره يوځاي په ښځو کې د وجود سستوالی او ستړيا هم د زړه د حملې نښې دي.
- شکر يا ديابېټ: هغه کسان چې د شکرې ناروغي يا ډيابېټ ولري، نو د زړه د حملې ناروغۍ نښې په کې ډېرې کمې څرګنديږي. دغه کسان ښايي چې پوه هم نشي، خو د زړه له پرې راشي چې له يو څو ساعتونو وروسته شدت او ډېروالی پيدا کوي. هغه د زړه حمله چې پرته له کوم درد او نښو څخه منځ ته راځي، silent heart attack ورته وايي.
- نورې نښې: د زړه د ضربان زياتوالی، د سر درد او د وينې د فشار لوړوالی د زړه د حملې نورې نښې دي.
۳- که دغه نښې - نښانې څرګندې شي څه بايد وشي؟
د زړه حمله ښايي له دغه نښو - نښانو يوه ساعت، اونۍ او يا هم مياشت وروسته ډېروالی او شدت پيدا کړي. نو هر کله چې دغه نښې ولېدل شي او پرته له دې چې فکر وشي او ډاډ تر لاس شي، چې په ريښتا د زړه حمله ده او که هسې ځينې دردونه دي، بايد ډاکټر او روغتون ته مراجعه وشي.
۴- د زړه د حملې لاملونه:
غوړ خوراک: څېړنو ښودلې ده چې غوړ او شحم لرونکي خواړه د شريانونو په دننه کي یوه مومي (waxy) ماده پریږدي، چې وينه په اسانۍ سره له دغه مومي مادې څخه زړه ته نشي رسیدی ، چې په پايله کې د زړه حمله منځته راځي.
الکولي څښاک: شراب، کوکائین، سیکرټ او نور نشئه یې توکي د زړه په شريانونو داسي اغیزه کوي چې د وينې جريان مخنيوي یې وکړې، پايله کی وينه زړه ته نه رسیږي او د زړه حمله منځته ته راځي.
جینيټک یا ارثی: که د چا پلار او ورور د ۵۵ کلنۍ له عمر څخه وړاندې د زړه د حملې ناروغي درلودله نو شونتيا شته چې اولاد او خور يې هم اخته شي او همدارنګه که مور او خور ۶۵ کلنۍ له عمر څخه وړاندې دغه ناروغي ولري نو زوی او ورور ته يې هم لېږدول کېږي.
نور لاملونه: په ډير ساړه کې پاتې کېدل ، روحي او ذهني فشار ، بی ځايه تشویش او اندیښنې. د زړه حملې لاملونه شمیرل کیږي.
۵ درملنه: که چېرې د زړه حمله دومره شديده وي چې زړه ته وینه رسوونکي شرېانونه بند شوي وي او يا هم په ډيرې اندازې د وينې د تګ لاره ولري ، نو بیا جراحي عمليات ترسره کېږي. او که چېرې د ناروغۍ شدید ډېر نه وي نو بیا تر یو وخته پورې دغه درمل ګټور تمامیږي...
ACE inhibitors (Tab:perindopril 4-8mg once daily OR Tab: Captopril 6-12 mg BID
دزړه عضلي غښتلي کوي
*Anticloting medicine (Tab: aspirin 75-300mg daily
د وینې جریان پاکوي،پرته له اړتيا وينه زړه ته نه پریږدي.
*Anticoagulants(Inj: Heparin UFH 5000-12,500U sub Coetaneouse)
وینه له پرنډ والي یا غوټه کیدو څخه ساتي.
*Beta blockers (Tab: Atenolol 12-50mg Daily or Tab:Metoprlol 12-50 mg Daily
په زړه باندې فشار کموي او دسع سینی درد له منځه وړي.
Statin medicine (Tab:Simvastatin 40mg Daily
په وینه کې اضافی غوړ یا کلسترول کنترول او کموي.
نور درمل هم کارولی شو لکه د شدید درد په حالت کې د مورفین انجکشن څخه استفاده کوو. او همدارنګه نایتروګلیسرین ټابلیټ یا سپری څخڅ استفاده کیږی.
Abdul Rahman Shinwari
16/02/2023
چوره (Hernia)
چوره هغه وخت پیښیږي کله چې د بدن یو داخلي برخه (عضله او یا د عضلې پوښ) باندی فشار راوړی او د نورو غړو یا انساجو د کومو دیوالونه چی ضعیفه او یا نری دی له هغو څخه ځان بهر خوا ته راوباسی. چوره معمولا د سینې او ورنونو تر مینځ ځایونو کی راپیدا کیږي. اکثره څوک پدی نه پوهیږی چی چوره دی ، خو ځینو وختونو کی بیا امکان لری چی یوه کلکوالی یا غوټه حس شی او یا هم د چوری ځای پړسیدلی شانته ښکاری.
چوره شوې ځاي د خپل عادی حالت نه راپړسیدلی یا اوچت وي ، او کله چی په لاس باندی فشار ورباندي راوړل شي نو بیرته به خپل عادي حالت ته ورشي ، او پړسوب به له مینځه ولاړ شی. چوره څو ډوله ده ، خو مختصره تشریح به یی پدی لاندی ځای کی وشی:
د انګول چوره Inguinal hernias
د ورون په پورتنی برخه (سپوغزو) کی پړسوب یا چوره کیدو ته وییل کیږی.
د فیموریل چوره Femoral hernias
فیمورلي چوره کیدل د پورتنی چوری نه لږ په پورته برخ کی وی.
د امبیلیکل چوره (Umbilical hernias)
دا چوره د نامه په برخه کی پیدا کیږی
هیټس چوره (Hiatus hernias)
دا چوره د سینی او ګیډی تر مینځ په پرده کی پیدا کیږي. پدی چوره کی د ګیډې محتوی د سینې په برخه کی ننوځي.
کله باید ډاکتر ته مراجعه وشی
هر کله چی یو څوک پوه شی چی چوره لرئ نو ضروری ده چی ډاکتر او یا روغتون ته مراجعه وکړي. د تشخیص نه وروسته ډاکتر ممکن دا کس د جراحي درملنې لپاره روغتون ته معرفي کړي. که را لاندی نښي مو په ځان کی ولیدلې نو سمدلاسه خپل نږدې روغتون ته مراجعه کول پکار دي.
د چورې نښي:
- ناڅاپي ډیر سخت درد
- کانګی کول یا د زړه بدوالی
- د رفع حاجت سره ستونزه پیدا کیدل
- د باد په خارجیدو کی ستونزه پیدا کیدل
- کله چی چوره ډیره کلکه وی او د فشار راوړلو پواسطه بیرته نننوځی
که چیری دا پورتنی حالات په چا کی موجود وي نو ډیر امکان شته چی یو د دی لاندی څیزونو څخه ورپیښ شوی وی:
۱- د چوری په وجه هغه غړی چی تر فشار لاندی دی هغه ته د وینې تګ راتګ پوره او یا نیمایی نه ډیر قطع شوي دي
۲- د کولمو یوه برخه (ټوټه) هارنیا ته ننوتی او هلته بنده پاتی
دا پورته ذکر شوی حالات عاجلی طبی مرستی ته ضرورت لری نو همدا ده چی څومره زر کیدای شی روغتون ته ځان ورسوه چی ژر تر ژره مو درملنه وشي.
27/10/2022
ډیــــــنــــکــــــي
دایوه ویروسی ناروغی ده چی دډینګو ماشی په واسطه انسان ته انتقالیږی یوه خطرناکه ناروغی ده چی په اوس وخت کی په ننګرهار کی زیات شمیر واقعات لیدل کیږی دماشی دچیچلو څخه وروسته د 5 نه تر 8 ورځو پوري علایم ښکاره کیږی
#علایم:
1 لوړه درجه تبه
2 سخت سر درد
3 دغضلاتو اوبدن شدید درد
4 زړه بدوالی او استفراق
5 په پوستکی سری دانی بی اشتهایی
:
دماشو ضد دوا شیندل .
دجالیو او پشه خانو لګول .
واکسین لګول
27/06/2022
Medical Terminology طبي اصطلاحات
Anxiety زهني نارامي
Tremor لړزه
Amnesia بې حافظې کېدنه
Insomnia بې خوبي
Kernactares د سر غټوالی
De Hydreation د مایعاتو کمېدل
Renal problems د پښتورګو مشکلات
Endocarditis د زړه التهاب
Dry Mouth د خولې وچوالی
Goiter جاغور
Malaise ستړیا
Gingivitis د وریو التهاب
Angiodema د شونډو پړسوب
Potot sensitivity د لمر سره حساسیت
Gonarrhea سوزاک
Hematuria د ادرار سره وینه راتلل
Abdominal infection د ګیډي ناروغي
Typhoid fever محرقې تبه
Sever pneumonia شدید نمونیا
Drowsiness نیم ویده والی
Muscle weekness د عضلاتو کمزوري
Brady cardia د زړه ضربان کمېدل
Tachy cardia د زړه ضربان زیاتېدل
Asthma ساه بندي
Feeling of tension خفګان احساسول
Hyper calcemia په وینه کي د کلسیم د کچي لوړوالی
Hyper kalemia په وینه کي د پوتاشیم د کچي لوړوالی
Hyper glycemia د شکر زیاتوالی
Hypo glycemia د شکر کموالی
Hyper tension د فشار زیاتوالی
Hypo tension د فشار کموالی
Hypo magnesamia د مګنیزیم کموالی
Haematological problem د ویني مشکلات
Hyper lipidemia د شحمو زیاتوالی
Heart block د زړه ودرېدل
Hepatitis د ځیګر التهاب
Hyper sensitivity حساسیت
Dermatology د پوستکي مشکلات
Meningitis د عصبي پردې التهاب
Dental abscess د غاښونو د وریو التهاب
Jaundice زیړی
Myalgia د عضلاتو درد
Dizziness سر ګنګسي
Anmia د ویني کموالی
Sedative خوب راوړونکي اراموونکي
Eiplipsy میرګی
Rest less ness نارامي
Dipression ذهني نارامي
Abduminal pain د خیټي درد
Sweating خوله کېدل
Nausea زړه بد والی
Vomiting استفراق
Cardiac arrest د زړه بندش
Arrithmia زړه بې نظمي
Vertigo سرچکر
Sinusitis پوزي التهاب
Intestinal bleeding د کولمو څخه وینه راتلل
Git upset د معدې مشکلات
Nephroxiciy د پښتورګو زهریت
Polio د ماشومانو فلج
Arthritis التهاب مفاصل
Rheumatic روماتیزم
Lumbago ملا دردي
Neuritis اعصابو التهاب
Dysmerrhea حیض
Dyspepsia بد هضمي
Anorexia بې اشتهایی
Mumps ټنډ غومبوری مرض یا کله چرک
Measles سرخکان
Rickets استخوان شکن. د هډوکونرم والی
Delivery ولادت
Pregnancy حاملګي
Sterility عضلاتو سستي
Orchitis د خصیه التهاب
Urinary tract infection تناسلي لاري التهاب
Cholera کولرا
Hemorrhoids بواسیر
09/06/2022
⭕ لیمو او فایدې یې ! 🍋🍋
② لیمو چې عربي کي ورته المیون وایی یوه ګټوره غذا ده . لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري ، ځکه نو د زکام ، پزه بهیدنه ، سترګي بهیدنه ، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي . لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي ، او ویټامن سي عموما داسي مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي . د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي ، ډیر ګټور تمامیږي .
② لیمو مخکی تر خوړو اشتها خلاصوی . که وروسته تر خوړو وخوړل شي خواړه هضموی . لیمو په ویټامین C غنی دی . په هډوکو کي کلسیم تشبوی . د وینی سپین کرویات په کار اچوی او ناروغیو ممانعت راولی . مکروبونه وژنی او زکام ته ډیره فایده کوي . تنفسي جهاز او حنجره صافوی . د کیډی بادونه ورکوی ، قی سموی ، معده قوي کوي ، اشتها خلاصوی .
③ د بدن پلې په کار اچوی ستړی کس ته ډیره فایده کوی . د لیمو تیل د عطرو په جوړولو کې ډېر استعمالوی . وزن کموي او چاغښت مخنیوی کوي . د وینې فقر ، او اینی ته ډیره فایده کوی . د لیمو پوستکی د ګیدي چنجیان خارجوي . که په اونۍ کې دوه واره مخ د لیمو په اوبو غوړ شی د مخ کوتان ورکوی . که د لیمو پوټکی په غاړه کښیښودل شي د پوست غوړ ختموی . هغه نوکان چي ژر ماتیږی که د لیمو په اوبو ولړسی نوکان به نه ماتیږي .
④ د لیمو اوبه ډېر ژر خرابیږي یاید تازه استعمال شي . لیمو بولي جاري کوي ، او همداسي د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي ، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي ، او ټول هغه جراثیم وژني ، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي . اعصاب آراموي . جلدي حساسیت لپاره ګټور دی . د وینې فشار تنظموي . مالیریا ، کولیرا ، او ټایفایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي . په جسم کې طبیعي توازن ساتي . د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي ، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي ، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون ( glycosides flavone ) وجود لري .
⑤ د ښځو لپاره په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي . که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول سي ، د ایني د ساتني او په صفايي کی مهم رول لوبوي ، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي . څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي ، د هغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي . ویښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده . د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي.
Abdul Rahman Shinwari
د هډوکو کمزوري، لاملونه او د پیاوړتیا غوره لارې چارې
د هډوکي کمزوري چې په طبي اصطلاح ورته «سټیوپوروسز» وايي یوه خاموشه ناروغي ده چې کشف کول یې شاوخوا ناممکن وي، ددې ناروغۍ په جریان کې د هډوکو ثقالت کم او کمزوري کیږي.
د څیړنو له مخې په نړۍ کې له هرو دوه میرمنو څخه یې یوه او له هرو څلورو نارینه و څخه یې یو په دې رنځ اخته کیږي او د هډوکو ماتېدو خطر یې زیاتیږي.
په ورځني ژوند کې ځینې ځانګړي عادتونه مو په یادې ستونزې اخته کوي، په داسې حال کې چې ځینې خواړه کارول کولی شي د هغې په مخنیوي کې مرسته وکړي.
د هډوکو د کمزورۍ لاملونه:
زیاته مالګه کارول
د زیاتې مالګې کارولو په پایله کې له بدن څخه زیاته اندازه کلسیم خارجیږي چې د هډوکو د کمزورتیا لامل کیږي، په پاخه خواړو (جنک فوډ) کې د مالګې استعمال زیاته اندزاه کارول کیږي، مګر په عامو خوړو کې هم ددې زیات استعمال د هډوګو په ګډون یو شمېر نورې ستونزې زیږوي، باید ځانونه ترې وژغورئ.
تلویزون ته زیاته موده تېرول
د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره تلویزون ته ناسته ګټوره ده، خو دغه ناسته عادت ګرځول او تر اوږدې مودې حرکت نه کول د هډوکو ستونزې راولاړوي، ددې په پرتله ورزش کول بدن او هډوکي پیاوړي کوي.
لمر ته نه کیناستل
لمر ته ناسته د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، او د ویټامن ډي بشپړتیا د هډوکو پیاوړتیا لپاره تر ټولو اړین دي، په اونۍ ځینې شیبې لمر ته کیناستل د هډوکو لپاره ګټور ثابتیږي، ددې سربېره ویټامن ډي په ځینو خوړو هم ترلاسه کیدلی شي.
ګازي څښاک
ګازي څښاک لسګونه روغتیایي ستونزې زیږوي چې یو یې د هډوکو کمزورتیا هم ده، هره ورځ ګازي څښاک څښل په میرمنو کې د هپ فریکچر (کوناټي هډوکي تخریب) خطر ۱۴ سلنه زیاتوي، که څه هم ددې لامل روښانه نه دی خو په زیات احتمال په ګازي څښاک کې د کافیین، فاسفورس یا بوره د کلسیم کچه اغیزمنوي.
زیات پرهیز کول
ځوانان په ځانګړي ډول میرمنې که چیرې په مناسبه اندازه خواړه ونه کاروي نو ددوی هډوکو ته زیان رسیږي چې په منځني عمر کې د بندونو ناروغۍ یا فریکچر لامل کیږي، په تشه خېټه ګرځېدل په ښځو کې د هارمونونو سیستم اغیزمنوي چې د هډوکو پر روغتیا هم اغیز کوي.
سګريټ څکل
که تاسې د سګریټ څکلو عادي یاست، ددې پایله مو په هډوکو کې د نوي روغتیایي نسجونو رامنځته کېدل ستونزمنوي، بلکې سګریټ یا د نشه یي توکو استعمال مو د هډوکو ماتېدو خطر زیاتوي.
د هډوکو پیاوړتیا لپاره لاندې خواړه وکاروئ:
شیدې: شیدې د کلسیم، پوټاسیم او ویټامن A او D د حاصلېدو غوره سرچینه ده، په ځانګړي توګه د غوا شیدې د هډوکو پیاوړي کولو لپاره ګټورې دي.
مستې: مستې د پروبیوتیکونو، کلسیم، پوټاشیم او ويټامن D او A، او د فولیټ ښه سرچینه ده، طبي پوهانو موندلې چې هره ورځ د مستو خوړل د هډوکو ضعف او تخریب یا فریکچر خطر کموي، که فکر کوئ هډوکي مو کمزورې دي نو مستې خوړل عادت وګرځوئ.
شنه سبزي: شنه سبزي لکه پالک او داسې نور کلسیم، اکسایډ ضد او د ویټامن K او C د ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، ددې سبزیانو زیات کارول هډوکي او د بدن دفاعي سیستم پیاوړي کوي.
وچه میوه: بادام، کاجو، ممپلي او داسې نورې وچې میوې د میګنیسم غوره سرچینه ده، دا میوې د هډوکو په جوړښت کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې د کلسیم جذبولو لپاره هم اړین دي.
پنیر: پنیز د لبنیاتو له محصولاتو څخه دی او د همدې لپاره د کلسیم د ترلاسه کولو غوره لاره ده، بلکې په دې سره بدن ته ويټامن A، B12، زنک او فاسفورس هم ورکوي، ددې خوړل عادت ګرځول نه دا چې د خولې ذایقه مو برابروي بلکې هډوکي هم له کمزورۍ ژغوري.
ماهي: د ویټامن D سپلیمنټ کارولو سره سره باید ماهي په اونۍ کې یو یا دوه واره وخوړل شي، دا د ویټامن ډي ترلاسه کولو غوره سرچینه ده، کوم چې بدن ته پراخه کچه ویټامن ډي ورکوي.
هګۍ: د هګۍ ژیړ ویټامن D، A، K او A بدن ته رسوي، ویټامن ډي د کلسیم جذبولو لپاره اړین عنصر دی چې هډوکي پیاوړي کوي.
دال او لوبیا: دال، لوبیا او داسې نور دانه لرونکي خواړه بدن ته یوازې پروټین نه وربخښي، بلکې دا د کلسیم، فاسفورس، پوټاسیم او اومیګا ۳ فیټي اسیدونو کې هم بډایه دي، چې په خوړلو یې هډوکي پیاوړي کیږي.
نوټ: د پورتني معلوماتو له عملي کولو وړاندې غوره ده له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Jalalabad