Sadiq pharmacy
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Sadiq pharmacy, Health/Beauty, Behsood Nangrahar, Jalalabad.
19/07/2024
زیری زیری
صادق روغتيايى کتنځى اوسمهال په عمومي داخله، ،اطفالو، , ,غوږ پوزه او ستونی او جلدی ناروغيو کې په کم لګښت او د پرمختللو طبي وسايلو په واسطه روغتيايي خدمات وړاندې کوي. په ياد روغتياي کلینک کی چې معياري او مجهز لابراتوار لري دهیوادوالوپه خدمت کی دی.
غوره تداوي، له صادق روغتيايى کتنځى سره تجربه کړئ
SMC(sadiq medical clinic)
26/05/2024
07/01/2024
:—(Heartburn)
د زړه سوځېدنه چي د معدې د تېزابو د راګرځېدو له امله رامنځته کیږي؛ یوه عامه ستونزه ده، نوموړي ستونزه هغه مهال را منځته کیږي کله چي د معدې ځیني محتویات ستوني ته ټیله شي، د سوځیدني په ډول د درد سبب ګرځي.
دغه حالت که کله نا کله وي؛ عامه ستونزه ده او د تشویش وړ نه ده؛ خو تکرارً حملات یې د gastroesophageal reflux disease نښه ده او ډاکټر ته بایــد مراجعه وشي.
لاندي لارښوني عملي کول دا ستونزه تر ډیره حل کولای شي.
۱ د غوړو کم خوړل!
۲ د خوراک پر مهال سیده کښیناستل!
۳ د درانه شیانو نه پورته کول!
۴ د تیزونکو عواملو څخه لکه الکهول، ګازي،مشروبات، کافین، ترخه خواړه، لیمو، نارنج او سره رومیانو څخه پرهېز کول
۵ د وزن کمول!
۶ د سګريټو نه څکول!
۷ سپورټ کول!
۸ څو څو واره او کمه غذا خوړل!
۹ د #امیدواري پر وخت د هورمونونو د تغیراتو له امله اکثره مېندي د زړه سوځېدنه لري.
د ورځني ژوند د کړنو تغیر او پرهېز در سره زیاته #مرسته کوي.
۱: –په ورځ کي5⃣ یا 6⃣ ځلي خوړل(کمه اندازه خواړه)!
۲: –د ډوډۍ خوړلو وروسته تر یوه ګړي نه ویده کیدل.!
۳: –د غوړو او ترخو خوراکونو څخه مخنیوی.!
کاپي
14/07/2023
#محرقه یا ترټکه ( Typhoid )
محرقه څه شې دی؟
د محرقې مکروب چې د salmonella typhi په نامه هم یادیږي یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروب په لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.
1-د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه
2-د هډوکو دردونه
3-د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی
4-د سر دوامداره دردونه
5-د نس دردونه او د نس بادونه
6-دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات
7-د ډکو متیازو تور رنګ
8-د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي
9-کمزوري او د وزن کمیدل
10-ساړه او پر بدن د لړزې راتګ
11- او په ځینو ناروغانو کې د صفرا کیسه یا تریخې دردونه چې معولا د ښې اوږې په سر کې احساس کیږي.
12-دټول وجود دردونه، خاصکر دی اوږو، سر، ملا دردونه
کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي.
1- د کولمو زخم
2-له کولمو د وینې بهیدل
3- د کولمو سوري کیدل
4-کم خوني
5-د لمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي.
6-د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل
7-د هډوکو کمزوري
8-د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت
9-د غوږ،ستوني او پوزې مکروبي کیدل
10-د بدن د مایعاتو کمښت
11-دوامداره ټیټ فشار
12-د تریخې مکروبي کیدل
#درملنه
تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس الی پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي
#پرهیز
غټه غوښه او کلک خوراکونه
غوړ خواړه
ترخه او ترشه خواړه
خامې اوبه او ناپاکه ترکاري
ډیر_وخوړل_شي
د میوې جوس
پاکې اوبه
د وریجو سرسر
د ترکارۍ سوپ
18/05/2023
✍️ تازه څيړنې وايي !
🩺 هغه نارينه کسان چې انرژی مشروبات څښي په خفګان اخته کيږي ، ذهني تمرکز يې ګډوډيږي ، خوب يې غیرې منظم کيږي او تر ټولو بده یې لا دا چې ورځ تربلې يې ويښتان کمزوري کيږي ، تويږي .
📢 په انرژی او مشروباتو روږدي ملګري مو خبر کړی . انرژی اعتياد لري .
SaSadiq pharmacyhSadiq pharmacy
څېړني ښيي چاغي له سګريټو څکولو وروسته دوهم لوی د سرطاني ناروغيو عامل ده.
د وزن کمولو تر ټولو غوره لار ورزش او کمه ډوډۍ خوړل .
Sadiq pharmacy
15/05/2023
⭕️ که تاسو غواړئ چې وزن مو زیات شي ، اننګي ، نري ، غټ لاسونه او قوي جسم ولري او یوازې چاغ نه بلکې صحتمند اوسئ دا خواړه استعمال کئ .
🩺 د وزن د زیاتوالي لپاره 5 کورني درمل :
1 - یوه دانه اصلي هګۍ راواخلئ ، ښه یې مِکس معنیی یوځای کړئ او بیا یې په یو ګیلاس ګرمو شیدو کې ګډ کړئ . سهار یی استعمال کړئ . په دوه میاشتو کې به ستاسو بدن له نوي قوت سره ډک شي .
2 - د شپې لخوا 10 بادام په اوبو کې واچوي ، سهار یې ميده کړي او د اړتیا مطابق 30 ګرامه کوچ او بوره یا چیني ور اضافه کړئ ، دا پروسه مو چاغښت ژر زياتوي .
3 - د شپې لخوا درې انځر په یوه پیاله اوبو کې واچوي ، سهار له خوبه پاڅېږئ او انځر د همدې اوبو سره وخورئ . څو ورځې وروسته به وزن زیات شي او د بدن د عضلاتو وده به ښکاره شي . د ښې پایلې لپاره کشمش یا ممیز د انځر سره وکاروئ .
4 - هره شپه 2 کیلې وخورئ او یو ګیلاس شیدې وڅښئ ، دا عمل کمزوری بدن هم چاغوي .
5 - پنځه دانې خَرما راواخلئ او زړي لري کړئ ، دغه خرما په یو ګیلاس شیدو کې واچوئ او شیدې جوړې کړئ او روزانه یې استعمال کړئ ، څو ورځې وروسته به یې بدن په ډکیدو پیل وکړي .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Behsood Nangrahar
Jalalabad