Rahmatullah Hakimzai
MT Doctor
17/07/2024
قوم پرستي نه کوم ځکه زمونږ مبارک دین ترې منع فرمایلې مګر د هر مسلمان په درد دردمن یم داچې نشنلیزم د اسلام د مبارک دین خلاف عمل دی نو! خپلو ملګرو او وروڼو ته هم دا توصیه کوم چې ځان ترې وساتﺉ !
Inamullah Rahimi
13/09/2023
إن معظم الأديان العالمية تقوم على الديمقراطية، وهي وسيلة عظيمة لتدمير البشرية. إن الدين الأفضل والأكثر استنارة بين جميع الأديان هو دين الإسلام المقدس. لأن هذا أمر الله: خير الدين بين الأديان الإسلام.
نړیوال مذاهب اکثره په ډیموکراسۍ ولاړ دي چې ډیموکراسي بیا د بشر لپاره یو ستره د بربادۍ لار ده. تر ټولو ادیانو غوره او منور دین د اسلام مقدس دین دی. ځکه دا د اللهﷻ فرمان دی چې: غوره دین په ادیانو کې اسلام دی.
Most of the international religions are based on democracy, which is a great way of destruction for mankind. The best and most enlightened religion of all religions is the holy religion of Islam. Because this is the command of Allah: The best religion among religions is Islam.
03/09/2023
تر ټولو بد انسان هغه دی چې چاته بد رسولی هم نه شي او بیا هم د بدو رسولو هڅه او کوشش کوي.
14/05/2023
څوک چې زمونږ عیبونه راښیي پاک خدایﷻ دې پرې ورحمېږي.
حضرت علي کرم الله وجهه و رضي الله عنه
07/05/2023
دلقمان حکیم نصحتونه
۱:- لږي خبري کوه.
۲:- د دوستانو احترام کوه.
۳:- د نن کار سبا ته مه پرېږده.
۴:- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
۵:- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.
۶:- مصرف دي له پيداوار نه کم ساته.
۷:- ويل شوي خبره بار بار مه تکراروه.
۸:- له مور او پلار سره نيک چلند کوه.
۹:- لمونځ هغه قسم چې ښايې اداء کړه.
۱۰:- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
۱۱:- د مور او پلار وجود غنميت وشمېره.
۱۲:- ښوونکې د مور او پلار په څير وگڼه.
۱۳:- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
۱۴:- له خپلوانو سره خپلوي مه پري کوه.
۱۵:- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
۱۶:- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
۱۷:- د نورو نيک کار په خپل ځانه مه تپه.
۱۸:- ادب او عاجزي هېڅ کله هم مه هيروه.
۱۹:- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
۲۰:- د زنانه يې خوي او لباس نه ډډه وکړه.
۲۱:- په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.
۲۲:- د نورو کومک او ياري ته مه منتظرېږه.
۲۳:- په کاروبار او نيک کار کې جدي اوسه.
۲۴:- تيره شوي دعوه او دشمني مه تازه کوه.
۲۵:- اولاد ته دي اسلام او دينداري ور وښايه.
۲۶:- د نورو نصيحتونه او مشوري مه هيروه.
۲۷:- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.
۲۸:- خپل رازونه دي فقط له ځانه سره وساته.
۲۹:- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
۳۰:- د ځلميتوب ورځي دي ، غنيمت وشمېره.
۳۱:- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
۳۲:- له نيکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.
۳۳:- د خبرو په وخت کې د نورو خبري مه پري کوه.
۳۴:- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
۳۵:-محتاجان له خپل مال او دارايي نه مه محروموه.
۳۶:- عمر د عبادت او بنده گي لپاره غنيمت وشمېره.
۳۷:- د خلکو په اصلاح کې يوه زره سستي هم مه کوه.
۳۸:- د ښځي او اولاد د بي ځايه غوښتنو پيروي مه کوه.
۳۹:- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.
۴۰:- پوه شه چې هېڅ شي له الله جل جلاله نه پټ نه دي.
۴۱:- هغه څه چې الله جل جلاله درکړي ، پري خوښ اوسه.
۴۲:- هر څومره چې کولای شي ، ميلمه سره مهربانه اوسه.
۴۳:- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.
۴۴:- هېڅوک او يا هېڅ شي له الله جل جلاله سره مه شريکوه.
۴۵:- له بدکارو نه هېڅ وخت د نيکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
۴۶:- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.
کاپي
22/01/2023
چاچې د سورت کهف لومړني لس ایتونه حفظ کړل دابه الله ﷻ د دجال د سترې فتنې څخه محفوظ کړي.
20/01/2023
په دې وطن کې چې چا سره اړيکې پالې نو! ړوند،کوڼ اویا ګونګ اوسه.
عکس د ډاکټر صاحب عادل د واټساپ له سټایټس څخه
02/11/2022
ابراهیم بن ادهم رحمه الله به د خپلو عباداتو او تهجد لمونځونو په پای کې فرمایل چې: مونږ په داسې خوندونو او مزو کې اخته یو چې که د نړۍ بادشاهان پرې خبر شي نو خامخا به راسره پرې جنګ او جګړه کوي!
د هر چا احترام او عزت کول خپل ځان لوړې مرتبې ته رسول دي!
تل د اللهﷻ څخه ووېرېږئ ، د مخلوق څخه هیڅ ډار مه کوئ ځکه چې په ټولو اموراتو کې د الله عزوجل واک او اختیار دی مخلوق محتاج او الله ﷻ غني او مغني ذات دی.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Rodat
Jalalabad