AI Healthy Bites

AI Healthy Bites

Share

Foods explained inside your body 🥑
AI visuals that make health easy to understand
Learn how everyday food supports you

14/07/2025

په یو غټ ښاري تم‌ځای (سټیشن) کې یو فقیر ژوند کاوه. هغه به هره ورځ راتلونکو او تلونکو مسافرو نه خیرات غوښته، او له همغه خیراته یې خپل نس ماړه وه. یوه ورځ، کله چې هغه خیرات غوښت، نو یې پام یو اوږده، سوټ‌بوټ اغوستی سړی ته شو. فقیر له ځان سره وویل: “دا خو ډېر بډای(شتمن) ښکاري، ښايي دا راته ښه خیرات راکړي.”

هغه ورغی او خیرات یې ترې وغوښت. خو هغه اوږده سړي ورته وویل:
"تاسو تل له خلکو څه غواړئ، خو ایا تاسو کله هم خلکو ته څه ورکړي دي؟"

فقیر وخندل او ویې ویل:
"صیب زه خو فقیر یم، زه خو له خلکو خیرات غواړم، زما څه وس چې چاته څه ورکړم؟"

هغه سړي وویل:
"که ته چاته څه نه شې ورکولی، نو بیا خو حق نه لرې چې څه ترې وغواړې. زه یو کاروباري یم، زه یوازې له هغو خلکو سره معامله کوم چې څه راکولی شي. که ته راته څه راکولی شې، نو زه به هم څه درکړم.

دا خبرې یې وکړې او رېل ګاډی ته وخوت او لاړ. خو د هغه خبرې د فقیر زړۀ ته ولګېدې. فقیر له ځان سره سوچ کاوه:

"شاید همدا وجه ده چې زه زیات خیرات نه تر لاسه کوم، ځکه زه چاته څه نه ورکوم… خو زه خو فقیر یم، زه به چاته څه ورکړم؟"

دوه ورځې تېرې شوې، فکر به یې کاوه، خو ځواب یې نه پیدا کاوه. درېیمه ورځ، کله چې تم‌ځای ته ناست و، نو یې سترګې یو څو ښکلو ګلونو ته ولګېدې چې د تم‌ځای خواوشا په بوټو راشنه شوي وو.
هغه له ځانه وپوښتل:
"ولې زه له خیرات سره خلکو ته ګلان ور نه کړم؟"

دا فکر ورته ډېر خوښ شو. هغه یو څو ګلان وشلول، او چې کله به چا ورته خیرات ورکړو، نو دی به هم هغوي ته یو ښکلی ګل ورکاوه. خلک به خوشحالېدل، او ګلونه به یې ترې له ځان سره وړل.

په څو ورځو کې، فقیر دا احساس کړ چې اوس خلک ډېر خیرات ورکوي. هر ورځ به یې ګلان راټولول، او د خیرات په بدل کې به یې خلکو ته ورکول. خو کله چې به ګلان ختم شول، خیرات هم بندېده. دا کار ورځ تر بلې روان و.

یوه ورځ، هغه هماغه اوږد سړی بیا ولید، چې ده ته یې د ژوند لوری ښودلی و. فقیر ورغی او ویې ویل:
"صیب، نن زما سره یو څه شته چې در یې کړم؛ دا ګلان! که راته خیرات راکړې، نو زه به هم دا درکړم."

او سړي چې خیرات ورکړ، فقیر ورته ګلان ورکړل. سړي وخندل او ویې ویل:
"واه! دا خو ډېره ښه خبره ده! ته هم اوس زما په شان یو کاروباري یې!"

دا خبره بیا هم د فقیر زړه ته ولګېده. دا ځل یې د زړه له کومې احساس وکړ چې هغه نور فقیر نه دی. هغه رېل نه ښکته شو، اسمان ته یې وکتل، او له خوښۍ یې غږ وکړ:

"زه فقیر نه یم… زه یو کاروباري یم! زه هم شتمن کېدی شم!"

ټول خلک ورته حیران وو، خو فقیر لاړ. او بیا هېڅ کله هم په هغه تم‌ځای کې راښکاره نه شو…

شپږ میاشتې وروسته....

د همدې تم‌ځای نه دوه سوټ‌بوټ اغوستي سړي د سفر لپاره روان وو. یو سړي بل ته لاس ورکړ، ویې ویل:
"ته ما پېژندې؟"
بل وویل:
"نه، زه فکر کوم دا مو لومړۍ لیدنه ده."

لومړي سړي وخندل او ویې ویل:
"نه، دا مو دریم ځل دی! زه هماغه فقیر یم چې تا نه مې خیرات غوښتی و، او ته هغه سړی یې چې زما ژوند دې بدل کړ!"

دوهم سړی حیران شو:
"اوه! هو، اوس مې را په یاد شو. ته هماغه فقیر یې چې ما ته دې ګلان راکړي وو!"
"خو اوس ته دا سوټ‌بوټ، دا بډایه بڼه… څه روان دي؟"

هغه وخندل او ویې ویل:
"هو، زه هماغه فقیر یم، خو اوس د ګلونو یو غټ کاروباري یم. خلک دلته ګلان ډېر خوښوي، او زه د همدې کار لپاره بل ښار ته روان یم."

"تا ماته دوه خبرې کړې وې:
لومړۍ دا چې نړۍ یوازې هغه وخت څه درکوي چې ته یو څه ورکړې،
او دویمه دا چې زه یو کاروباري یم، نه یو فقیر!

ما به خلکو ته ګلان ورکول، او هغوی به پیسې راکولې. ما فکر کاوه خیرات دی، خو حقیقت کې دا یوه معامله وه. هغوی به زما ګلان اخیستل. ما چې کله دا درک کړه، خپل کاروبار مې پراخ کړ، او نن زه یو بریالی سړی یم!"

دواړه سړي په خندا شول، تم‌ځای ته ورسېدل، او دواړه خپل تجارتونو ته روان شول...

د کیسې پیغام:

دا کیسه موږ ته دا راښيي چې ژوند کې تر ټولو مهم شی "ذهنیت" دی. که ته تل ځان کوچنی ګڼې، نو هېڅکله به غټ نه شې.
خو که ته باور ولرې چې ته هم کولی شې، نو همدا باور به دې تر بریا ورسوي.
برکت او بریا تل د ورکولو سره راځي نه یوازې د اخیستو سره.

خپل فکر بدله کړه، او خپل ژوند بدله کړه!
#ژباړه #پشتو #کيسه

23/12/2024

حتما یې وګورﺉ ډیره ښایسته ویډیو یې جوړه کړي.

#افغانستان #افغانستان #افغانستانی #پشتون #پشتون 🫡

10/08/2024

coming soon..
ملاتړ وساتﺉ👉👍

Coming soon...
ملاتړ وساتﺉ👉👍

#افغانستان #پشتونستان #افغانستان🇦🇫 #پشتوشعر #پشتو #افغانستانی🇦🇫 #پشتون #افغانستانی
#پشتوێن ✌✌✌✌✌✌ #پشتوین #پشتوسندره #پشتوانه #افغانستان

Category

Address


Jalalabad
2609

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when AI Healthy Bites posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Subscribe

We will notify you when anything happens in Jalalabad.