zahid afghan
افغانستان
05/08/2024
https://youtube.com/?si=C5Gs9MUwmxreTVYq
دشهيد اسماعيل هنيه ددعايې انځور کابل مسجد عيدګاه
زمونږ يوټيوب چينل سبسکرايب کړی
20/07/2024
https://youtube.com/?si=liuWaiBR6L-QaTkJ
دلته مونږ پيداکولای شی چينل سبسکرايب کړی
Fazalkhaliq Zahid - YouTube Del dine videoer med venner, familie og verden
16/07/2024
*خبر*
*۱۴۰۳ د چنګاښ ۲۶*
*د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رهبري سره وکتل*👇🏻
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن ماسپښین د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د افغانستان څانګې له مشرې اغلې کاتارینا ریټز، د یادې کمېټې عملیاتي مرستیال ښاغلي سکاټ دوسیټ او د مشرتابه د سیاسي چارو سلاکار ښاغلي عزت ګل سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې اغلې کاتارینا ریټز په افغانستان کې د دوی د دوامدارې مرستې او کاري ملاتړ په موخه د اسلامي امارت قدرداني وکړه.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د افغانستان څانګې مشرې څرګنده کړه، دغه کمېټه په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، له معلولینو او معیوبینو، برېښنا او اوبو رسولو سکتور او سرې میاشتې ادارې سره د مرستې، زندانیانو ته د خدماتو رسولو، میندو ته د روغتیایي تعلیماتو او خوارځواکۍ په راکمولو کې د نغدي او غېر نغدي مرستو وېشلو برنامې مخته وړي چې د تېرو کلونو په پرتله یې په افغانستان کې پراختیا پیدا کړې ده.
اغلې کاتارینا ریټز، بندیانو ته د لاسرسي په برخه کې د اسلامي امارت مسؤلینو د همکارۍ او د بندیانو په اړه له دوی سره د شوې تفاهمنامې قدراني وکړه وې ویل، اوسمهال یې د زندانونو چارو د تنظیم کارکوونکو ظرفیت لوړولو برنامې له لارې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي دي. نوموړې دغه راز د ښه مدیریت په اړه د زندانونو تنظیم له رهبري څخه هم خپله خوښي څرګنده کړه.
وروسته د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د سره صلیب نړیواله کمېټه له پخوا څخه په افغانستان کې فعالیت لري، موږ تل د یادې کمېټې په ګډون د ټولو خیریه بنسټونو د کړنو او خدمتونو قدردانی کوو او په دې برخه کې د لازیاتې همکارۍ ډاډ درکوو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، ستاسو کړنې عامالمنفعه دي او د کړنو او فعالیتونو څخه مو د افغانستان وګړي برخمن دي له همدې کبله د هر اړخیزې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوو. هیله ده ټول خیریه بنسټونه په خپلو خیریه چارو کې هغو خدماتو ته لومړیتوب ورکړي چې د اوسني وخت اړتیا وي او د خلکو رښتینو ستونزو ته پکې لاسرسی شوی وي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس وویل، دا چې د اوس لپاره اسلامي امارت د معتادینو راټولو، مهاجرینو او داخلي بې ځایه شویو او سېلاب ځپلو سره د لاسرسي لپاره برنامي مخته وړي، نو پرهمدې بنسټ له ټولو خیریه بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع له ټولو خیریه بنسټونو هیله څرګنده کړه چې د خپلې کاري ساحې په چوکاټ کې کار وکړي؛ دغه راز دې هڅه وشي چې خیریه چارې په سیاستونو پورې ونه تړل شي، موږ ټول باید د خیر په چارو کې بې پرې واوسو.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خپلو خبرو په پای کې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې رهبري ته ډاډ ورکړ چې موږ به په خپلو ټولو شته امکاناتو ستاسو د کارونو د ملاتړ ترڅنګ د ستونزو د هواري په موخه کوټلي ګامونه پورته کوو.
16/07/2024
یو شمېر چینايي پانګه والو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر مولوي عطاء الله عمري سره په کتنه کې د افغانستان د کرنې، مالدارۍ، درمل جوړولو او د کیمیاوي سرو په برخو کې د کار او پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او دغه راز یې د ۵ زره هکتاره ځمکې او په بندرونو کې د توکو او ماشینرۍ په لېږد کې د آسانتیاوو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د کرنې وزیر د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د چین سوداګریزې همکارۍ مهمې بللې او له هغوی سره يې د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.
13/07/2024
خبرتيا
خالي بستونه شيخ زايد پوهنتون کې
13/07/2024
د افغانستان بین المللي بانک (AIB) رییس ابراهیم محب د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، دغه بانک پام کې لري، چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ودانیزو موادو د تولید او هوټلدارۍ برخو کې پانګونه وکړي.
ورته مهال د ریاستالوزرا اداري مرستیال د خصوصي بانکونو رول د هیواد د پرمختګ او پراختیا لپاره حیاتي بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د دوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
#مليتلویزیون
13/07/2024
د افغانستان بانک:
د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.
13/07/2024
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ترکیې د ۷۷ شرکت له رئیس براق انسال سره د کتنې پرمهال ویلي چې د ملي او نړيوالو پانګه والو د هڅونې او جذب په موخه قانوني همکارۍ او د لازمو آسانتياوو رامنځته کولو ته چمتو دی.
اخوا د دغه شرکت رئیس د یتیم تاق د سمنټو پروژې او اړوندو سیمو ته یې د برېښنا رسولو ډاډ ورکړی دی.
12/07/2024
د صنعت او تجارت وزارت نوي معین مولوي صاحب احمدالله زاهد کاري دفتر.
12/07/2024
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul
Kabul
ZAHID1313
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when zahid afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
12/07/2024
12/07/2024