Salim Gul Nazari Wardak

Salim Gul Nazari Wardak

Share

Wardak

Photos from Pajhwok Afghan News's post 17/07/2024
27/12/2023

‏څوک له ځانه چاته ګران مه کړې خالقه
زړه مــنلــي خـلــک بیــا کلـه هــېــریـږی

اخ طـــوفانه هيــــڅ مى نه هيــــريژي الله پاک درته جنت الفردوس نصيــب کړى

13/06/2023

سلطان صلاح الدین ایوبي "رحمه الله" خپل یو استخباراتي مسئول "زاهدان" ته وویل:
د ځوانانو ولولې مه پاروئ، بلکې د هغوئ فڪرونه راویښ ڪړئ تر څو د حالاتو سره سمې پرېڪړې وڪړای شي.
دښمن زمونږ نه بلکې زمونږ د ځوانانو د ذهنونو خرابولو هڅې کوي او زمونږ د هغه حاڪمانو بې لارې ڪول غواړي، چې ذهنونه یې د ماشومانو په څېر دي..

23/03/2023

د روژې مبارکې لپاره
ــــــــــــــــ

برکت او انوارونه پکې اوري
د الله پاک رحمتونه پکې اوري

مسلمان ته الهي تحفه روژه ده
ګناه کمه وي اجرونه پکې اوري

د جنت دروازې خدای وي خلاصې کړې
د خدای لوی لوی انعامونه پکې اوري

هم توبه پکې قبلیږي هم دعاوې
مغفرت او بخششونه پکې اوري

سوال زارۍ ژړاوې ټول خدای ته منظور وي
خدای راضي وي ثوابونه پکې اوري

توان توفیق او حوصلې شي لکه غرونه
د خدای مرستې نصرتونه پکې اوري

ای مخبته خدای ته ځان پکې نږدې کړه
جنتو ته امیدونه پکې اوري

مخبت وردګ

25/02/2023

۔ ۔۔ ۔ ۔ ۔ تـوصـيـه ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

پـه پـاکـو ويـنـو مـو ګـټـلى امـارت ملګـرو
پام به کوي چي درنه ونشې خيانت ملګرو

په لوړمنصب اوپه چوکۍ چي دوکه نشي ګوري
خداي مه کړه شي مو بيا په برخه زلالت ملګرو

خيال به کوي چي خپل مسيردرڅخه نشي بدل
دخداي رضا اخلٸ ساتي به صفا نيت ملګرو

هاده بي پلاره يتيم سر باندي به لاس تير وي
هسې نه ومو کړي بيا خداي ته شکايت ملګرو

ګوره بي ځايه مرمي زيد رينجر ونه ځغله وي
دبيت المال به کړي ساتنه حفاظت ملګرو

دکړيدلي زوريدلي اولس خيال هم ساتي
د نظری وردک دي دا وصيت ملګرو

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔نظري وردک ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

21/11/2022

یو زوی خپل پلار ته وویل : ما یو انجلۍ لیدلې غواړم له هغې سره واده وکړم . هغه ډیره ښایسته او زړه وړونکي سترګې لري .
پلار وویل : سمه ده زویه !

راځه ! چې غوښتنې ته یې ورشو ؛ نوکله چې د هغه هلک پلار انجلۍ ولیدله دهغې ستاینه یې وکړه او خپل زوی ته یې وویل :
ته د دې لایق نه یې چې له دې انجلۍ سره واده وکړې ، هغه یو تجربه لرونکي تن ته ضرورت لري لکه زما په شان .
زوی د پلار له دې خبرو حیران شو او وویل « هغه له ماسره واده کوي ، نه له تاسو سره «

هغوی په خپل منځ کې په لانجه شو ان تر دې چې پریکړه یې وکړه سره ترڅو د پولیسو حوزې ته ورشي تر څو یې ستونځه ور حل کړي .
کله چې دوی خپله ټوله کیسه د پولیسو مامور ته وکړه هاغه وویل : * هغه انجلۍ راولئ چې زه ترې وپوښتم چې دهغه نظر کوم ډول دی *
کله چې د پولیسو مامور انجلۍ اودهغې ښایست ولید وویل : تاسو دواړه د دې انجلۍ لیاقت نلرئ ، هغه داسې چاته ضرورت لري چې په ټولنه کې بااعتباره او قدرتمن وي *.

پلار ، زوی او د پولیسو مامور ترمنځه جنجال شروع شو او پریکړه وشوه ، چې وزیر ته ورشي تر څو یې ستونځه حل شي نو همدا وو چې لاړل وزیر ته .
کله چې وزیر انجلۍ ولیدله وویل : * هغه د دې لیاقت لري چې زما غوندې دیو وزیر سړي سره واده وکړي *
دښار پادشاه له دې لانجې خبر شو او خپلو مامورینو ولیږل تر څو هغوی د پادشاه حضورته حاظر کړي تر څو یې مشکل حل کړي ؛ خو چې څنګه پادشاه انجلۍ ولیدله وې ویل : زه له دې انجلۍ سره واده کوم .
پنځو واړو ترمنځ تندې خبرې پیل شوې تر دې چې انجلۍ وویل * زه د حل یوه لار لرمه !

14/11/2022

له عالم څخه يې وپوښتل:
ولې نه خپه کېږې او ولې دې طبيعت نه خرابېږي؟
هغه وويل: په هغه څه چې فاني او پاتې کېدونکي نه وي زړه نه تړم.
سبا يو راز دی اندېښنه نه ورته کوم
پرون يو خاطره وه غم يې نه کوم
نن يوه ډالۍ ده ، قدر يې کوم او له شېبې شېبې يې خوند اخلم.
د زندگي له ګږلېچونو او فشار څخه نه ډارېږم ، په ياد لرم چې ډېر فشار د ډبروسکرو تېږه په الماسو بدلوي.
د سبا په اړه ډېره اندېښنه نه کوم، د پرون او نن خدای د سبا خدای هم دی.
موږ لومړی ځل دی چې بندګي کوو خو هغه په زرګونو او ميليونونو کاله کېږي چې خدايي کوي نو په خپل خدای باور لرم ، سبا او داسې په سلګونو سباوې هغه ته سپارم....!
ارواپوهنه

03/11/2022

طالب زلمیه

اوس دي مسؤلیت هیواد ساتنه ده
هم یې در په غاړه رغونه ده
پام چې د غفلت پر نیلي سپور نه سې
تاته په اُمید دغه ټولنه ده

هیر نه کړې درانه مسؤلیتونه دي
غاړي ته لوېدلي اولسونه دي
اخله ډیر په غور ټول ګامونه دي
اوس هره لحظه دي ازموینه ده

سپین نیت به دي ګران طالبه سپین ساتې
پاک صف به دي پاک له هر بې دین ساتې
بڼ د اُمیدو به مو رنګین ساتې
دا د دې مظلوم اولس غوښتنه ده

پام نفسي غوښتونو کې راګیر نه سې
بند دي د هوس په تور ځنځیر نه سې
ورک له دې روان راڼه بهـیر نه سې
پام د سترګو توره لار ازغنه ده

نور وبربادۍ ته به څوک نه پریږدې
کرکې ، بدبینۍ ته به څوک نه پریږدې
هیڅ وَ بدبختۍ ته به څوک نه پریږدې
دغه د حالاتو سپارښتنه ده

شل کلن زخمونه جنګ پرې ایښي دي
څړيکي او دردونه جنګ پرې ایښي دي
اوښکې او اهونه جنګ پرې ایښي دي
ستا وظیفه اوس یې درملنه ده

اوس مشهوده کار غواړي خدمت غواړي
اوس رانه ساتنه امانت غواړي
مخ په وړاندي تګ دغه ملت غواړي
اوس مو اصلي کار ابادونه ده

Want your business to be the top-listed Beauty Salon in Kabul?
Click here to claim your Sponsored Listing.

Category

Telephone

Website

Address


12345678
Kabul
078787