Drs Marwa Afghani
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Drs Marwa Afghani, Health/Beauty, Three, Kabul.
20/08/2024
عقلي زوال ناروغي يا ډمېنشيا د انسان فکري قوت او عقل کمزوری کوي او ناروغ په تدريجي ډول داسي يو حالت ته رسوي چې حتا خپل خپلوان هم نشي پېژندلای. د عقلي زوال ډيری ناروغان د الزايمرز له ناروغۍ کړيږي. د عمر له زياتېدلو سره د دې ناروغۍ خطر زياتيږي او په هرو څوارلسو کسانو کې چې عمر يې له ۶۵ څخه پورته وي يو کس ورباندې اخته کيږي.
که څه هم د الزاميرز ناروغي دارو درمل لري خو په مکمل ډول يې علاج تر اوسه نشته او د دې ناروغۍ د علاج پيدا کول د معاصر طب له ډيرو غټو ننګونو څخه ده چې بې شماره څېړني ورباندې رواني دي.
دغه ناروغۍ له طبي اړخه سربېره ټولنېز او حقوقي اړخونه هم لري ځکه د ناروغ حافظه او عقل له منځه ځي او يو لوی او په عمر پوخ انسان بېرته لکه ماشوم داسي کيږي.
03/05/2022
*⭕ د تازه توتانو طبي ګټې !*
*① وینه پاکوی ، پښتورګې مو پاکوی ، د زنانه وو په سینو کې شیدې زیاتوی البته د شیدو ورکوونکو میندو لپاره . د سرطان ضد دي . د سوزاک لپاره مفید دي .*
*② کلسترول مو کموی . د اوسپنې او کمخونی لپاره مفید دي . د ویټامین A درلودونکی دي چې د سترګو او نوکانو لپاره مفید دي . د قبض لرونکو لپاره مفید دي . د شکر لرونکو مریضانو لپاره بی ضرره دي ، یعنی د شکر مریضان یی هم خوړلای شي .*
*③ ویښتان مو له سپینیدو څخه ساتی . د معدې لپاره هم مفید او ګټور دي . هغه ملګری او دوستان چی عصبی تکلیف او خفګان کوی نو د هغوﺉ لپاره هم مفید دي.
27/04/2022
*پرمخ وهل*
*په مخ کې یو رګ دی چې اوم عصبي رګ Facial nerve په نوم هم یادیږي.*
*دا رګ د لاس دګوتو په څیر څانګې لري،نو ځکه رسول الله ﷺ پر مخ د وهلو څخه منعه کړې ده*
*ځکه چې کله کله په مخ وهل اوم عصبی رګ Facial nerve ته زیان رسوي.*
*دا وهل د مخ د فلج سبب هم ګرځي.
22/04/2022
دخیټي یا نس باد :
لاملونه، نښې نښانې، مخنیوې
او هغه خواړه چې باد پیداکوي
په ګېډه کی دخوړو دناهضمی له امله په خیټه کی باد جمع کیږي او خیټه پړسېدلې وي چی دي ته دخیټی نفخ یا دنس باد ویل کیږي. عوامل
» په معده کې التهاب ، زخم
» د تریخې التهاب
»په خوړلو اوڅکلو کې زیاتوالی
»کله کله دغم او غوسې له امله هم خواړه په معده کی نه هضمیږي اوباد تری پیداکیږي.
نښي نښانې
» د خيټې پړسیدل
»پر معده باندې بوج
»له ارږمی یاارګو سره باد
دمخنیوی لاري چاري
»دسګریټ،نسوارو اوپان څخه ډډه »چای،شیدي،کوکاکولا،شلومبې لږ استعمال
»خواړه کم خوړل
»خواړه په ورو ورو او ښه یې میده کړئ
»هره ورځ ورزش وکړئ
هغه خواړه چی معده کی باد پیداکوي
»دال او مټر
»رومی بانجن
»پیاز،ګلپي
که بیاهم دپورته اقداماتو سره سم مو مشکل حل نه شو نو بیا دهمضمي سیسټم مربوطه ډاکټر ته مراجعه وکړئ
22/04/2022
*⭕ سکبیس Scabies یا د پوستکي خارښت !*
*◀ سکبيس د پوستکي یوه پرازیټیکی ناروغي ده چې د مایټس ( یو ډول خاص سپږې ) له امله چې د سارکوپټیس سکوبي په نامه یادیږی رامنځته کیږي . دا مایکروسکوپی مایټس ( سپږې ) که چېری تداوی نشی ، کولی شي ستاسو په پوستکي کی د میاشتو لپاره ژوند وکړي . دا ستاسو د پوستکي په سطح کې بیا بیا تولید کوي او بیا دې ته ننوځي او هګۍ اچوی ، او د پوستکي د خارښ او سرو دانو ( red rashes ) لامل کیږي .*
*◀ انتقال transmasion : سکبيس مایټس اکثرا د مستقیم او اوږد تماس له لاری خپریږي ( په خارښت اخته شخص سره د اوږد تماس له وجهې روغ شخص ته انتقالیږي ) او همدارنګه انتقال یی د ناروغ شخص د کالو ( جامو ) ، تولیه ، بستري او نورو سره تماس دی .*
*◀ د سکبيس پیښی په ټوله نړئ کې په هر سن او هر نژاد کی موجودی دی ، او تقریبآ 130 میلیونه خلک پری اخته دی .*
*◀ کلینیکی لوحه Sign Symptoms : کله چې یو شخص په ابتدایی ډول د سکبيس په واسطه ملوث شی ، نو تر شپږو هفتو پورې په کی اعراض او علايم تظاهر کوی . چې مهمی علامی یی د پوستکی رش او شدید خارښت دی ، کوم چې د شپی له طرفه لا پسی زیاتیږی . دوامداره او شدید ګرول ( مښل ) د پوستکی د زخم او دوهمی انتان سبب ګرځي . خارښت زیاتره په لاسونو ، سینی ، جنسی اعضاو او کوناټو کی وی ، خو په ماشومانو کی بیا سر ، مخ او لاسونو کی زیات وی .*
*◀ تداوي : د سکبيس تداوی زیاتره په ګروپي شکل وی ، يعنی اخته اشخاص باید ټول تداوی شی . تداوی یی زیاتره د لوکل کریمونه او پومادونو سره تر سره کیږی خو کیدایشی اورل دواګاني هم استعمال شی .*
*①: 5 percent permethrin cream .*
*② 25 percent benzyl benzoate lotion .*
*③ 10 percent sulfur ointment .*
*④ 10 percent crotamiton cream .*
*⑤ 1 percent lindane lotion .*
*◀ پورتنئ دواګاني لوکل استعمالیږي او زیاتر د شپی له طرفه استعمالیږي . ځکه پرازیټ د شپی له طرفه زیات فعال وی . همدا راز oral antibiotics ( د دوهمی انتان لپاره ) ، antihistaminic ( د خارښت لپاره ) او Steroids ( د التهاب او پړسوب لمنځه وړلو لپاره ) استعمالیږي . په شدید حالت کی چې د لوکل پومادونو سره مریض جواب ونه وایی نو هغوی ته Oral tab Ivermectin (stromectol) توصیه کیږي .*
*⭕
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Culinary Team
Attire
Website
Address
Three
Kabul