Abdul wahab Hamdard
0778830689
07/10/2025
شتر مرغ Ostrich
د شترمرغ په اړه لنډ او ګټور معلومات:
شترمرغ د نړۍ تر ټولو لوی الوتونکی مرغه دی، چې اوږده غاړه او پښې لري.
دوی کولی شي تر 70 کیلومتره په ساعت کې منډه ووهي، چې دا د ټولو مرغانو ترمنځ تر ټولو لوړ ځمکنی سرعت دی.
ځانګړتیا وی :
1. لوړوالی یا قد: د بالغ شترمرغ لوړوالی له 2.1 څخه تر 2.8 مترو پورې وي.
2. وزن: د نسل پر بنسټ له 86 څخه تر 145 کیلو ګرامه پورې وی.
3. پیدایښت: له 5 میلیونو کلونو راهیسې په چین، هند، ختیځې اروپا او افریقا کې شتون لري
4. آب و هوا: له منفي 40°C - درجی دسانتی ګراد څخه تر مثبت 60°C پورې هوا زغملی شي.
5. په لومړي کال کې وزن: تر 100 کیلوګرامه، او په دویم کال کې تر 145 کیلوګرامه پورې وزن اخلی.
د بازار بیې:
- په افغانستان کې د یوکیلو ګرام غوښې قیمت تر 800 افغانی پوری دی.
- نطفه لرونکي هګۍ: دیوی نطفه لرونکی هګی بیه 2000 افغانی ده.
- د خوړنی هګۍ: دیوی تازه هګی بیه 500 افغانی ده.
- څرمن یا پوستکی : دشتر مرغ یومترمتر مربع څرمنی بیه 500 ډالره ده.
دهګو تولید:
- په کال کې د 80–120 هګۍ اچوي.
- د هګۍ وزن: له 1300 ګرامه څخه تر 2 کیلو ګرامه پورې وی.
خوراک:
- تازه واښه، رشقه، غلې دانې، او د خوړو پاتې شوني
خالصه ګټه:
- نطفه لرونکی هګی : که په اوسط ډول دکاله 100 هګی واچوی اودیوی نطفه لرونکی هګی قیمت 2000 افغانی وی نو (100x2000 = 200000 ) افغانی
- دخوراک هګی : که په اوسط ډول دکاله 100 هګی واچوی اودیوی بی نطفی هګی قیمت 500 افغانی وی نو (100x500= 50000 ) افغانی
- دغوښی قیمت : که دیوه شتر مرغ اوسط وزن دکاله 115 کیلوګرامه وی نو (115x800= 92000) افغانی کیږی.
- څرمن یا پوستکی : که دیوه شتر مرغ څرمن یا پوستکی یومار مربع وی نو (1x70000= 70000) افغانی کیږی.
- په یوه کال کې د یوه شتر مرغ دروزلو څخه شاوخوا د 150000 څخه تر 200000 افغانیو پوری خالصه ګټه ترلاسه کیدلی شی.
په غواګانو کې مو د فاسفورس (p) شديد کموالي...
کيلشينم ،فاسفورس د غوا د بدن معدني برخه ده.
دواړه په خاص مقدار سره د غوا د بدن نه د شيدو سره خارجيږي ،او بايد شيدو وال غواو ته هر ورځه په يو خاص اندازه ورکړل شی
فاسفورس د وينئ د حجرو برخه ده ، که چيرته فاسفورس کم شئ نو د وينئ حجري ماتيږي او د متيازو سره په سور رنګ کي د بدن نه خارجيږي.
د فاسفورس د کموالي سره غوا خپل وزن دلاس ورکوي ، کمزوري کيږی ، د شيدو پيداوار ورسره کميږي ، او د توليدي نظام هم ورسره متاثر کيږی .
نه غواګاني مو خاور ،تيږی ،پلاستک، رخت،د ونو پوستکي ، د بلې غوا ويښتان او داسې نورو ډير شيان خوري ... .
او د دي ټولو وجه او لامل يي د فاسفورس کموالي ده .
د فاسفورس د ضايع کولو سره غواګانو بدن سست او کمزوري کيږی ، د بدن د حرارت درجه يي هم د 100 نه کميږی .
او په خاص توګه د ژمۍ په موسم کي کله چې بچئ پيدا شی (غوا مو لنګه شي ) او په وخت باندي علاج ونه شي ،نو د مرګ سبب کيږی ،او په دي وخت کی باید فارم وال بايد احتياط وکړي.
اوس به خپل غواګانې څنګه د فاسفورس دکموالي څڅه ساتو؟؟؟
د ژمي په موسم کې د ګوړۀ استعمال زيات کړي.
او تازه لنګوه شوې غوا ته تر يوي هفتي پوري هر ورځ 200 ګرامه ګوړۀ بايد ورکړي
100 ګرامه سهار او 100 ګرامه ماښام .
د ډئ سئ پئ پاوډر ، منرلر مکسچر ، چوکر، کينوله ، السئ ، ملټي پروټين ، سويابين ميل ،.... او داسي نور.
Dr.Helal
24/02/2024
رسول الله صلی الله فرمایلي: هر هغه څوک چې په خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به په هغه رحم ونه کړي.
23/05/2023
!!!
1 ــ خپله ورځ د سهار په لمونځ، او د سبا په مسنونو اذکارو سره شروع کړه.
2 ــ همیشه د الله تعالی نه بخښنه غواړه.
3 ــ همیشه د الله تعالی څخه د خیر دعاء غواړه، ځکه دعاء د نجات رسۍ ده.
4 ــ یاد ساته چی ستا هره خبره ملائک لیکی.
5 ــ په الله تعالی خه ګمان کوه، اګر که یو تندر ستا په سر ولاړ وی.
6 ــ تسبیحات په خپلو ګوتو سره وایه.
7 ــ کله چی درباندی غمونه، او بی ځایه فکرونه راجمع شی نو: "لا إله إلا الله"وایه.!
8 ــ په خپلی صدقی سره، د فقیر دعاء، او د مسکین محبت حاصل کړه.
9 ــ په عاجزۍ سره یو سجده، الله تعالی ته دټولی دنیا نه غوره وګڼه.
10 ــ د هری خبری نه مخکی فکر کوه، ځکه اکثر خبری قاتلی وی.
11 ــ د مظلوم د خیرو نه، او د محروم، د اوښکو نه ځان ساته.
12 ــ د هر کتاب او اخبار، د لوستلو نه مخکی؛ دقرانکریم تلاوت کوه.
13 ــ ځان دخپلی کورنۍ داستقامت سبب جوړ کړه.
14 ــ خپل نفس سره د طاعت په کولو جهاد وکړه، ځکه نفس انسان په بدۍ باندی امر کوی.
15 ــ د مور او پلار خدمت کوه؛ الله تعالي به درنه راضي وی.
16 ــ یاد ساته چی ستا زړی جامی، فقراء وو ته نوی دی.
17 ــ ډیری غوصی مه کوه، ځکه ژوند ډیر لنډ دی، د هغی نه چی ته یی تصور کوی.
18 ــ په هر حالت کی تانه الله تعالی خبر دی، او ستا هر حالت مراقبه دی.
19 ــ د دعاءګانو د قبلیدو دروازه، په ګناهونو سره مه بندوه.
20 ــ لمونځ کول د ټولو نه بهتره وسیله ده، چی سړی پری د ګناهونو نه بچ شی.
21 ــ په مسلمانانو بد ګمانونه مه کوه، نو په راحت به وی.
22 ــ د هر غم او خفګان سبب، د الله تعالی څخه اعراض دی، نو د الله تعالي دین ته مخ کړه.
23 ــ قبر کی تاته صرف نیک اعمال فائده درکوی.
24 ــ چی په کوم مجلس کی دی غیبت واوریده؛ نو هغی سړی ته وایه: د الله تعالي نه ویریږه.
25 ــ سورة ملک همیشه تلاوت کوه؛ د قبر د عذاب نه به خلاص یی.
26 ــ محروم هغه څوک دی! چی لمونځ کی عاجزی نوی، او سترګوی کی اوښکی.
27 ــ مؤمنانو ته هیڅ قسم تلکیف مه ورکوه.
28 ــ هر چا سره چی محبت یا بغض کوی؛ نو د الله جل جلاله لپاره یی کوه.
29 ــ څوک چی ستا غیبت کوی، هغی ته معافی وکړه؛ ځکه هغی تاته داسی نیکۍ وبښلی چی تا ندی کړی.
30 ــ لمونځ، تلاوت، ذکر داسی کړۍ دی؛ چی د مسلمان زړه خوشحالوی.
31 ــ دجهنم اور همیشه یاد ساته؛ نو د ګن
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
Kabul