Mirwais Osman
MD, General surgeon
28/06/2026
نن ورځ زما د ژوند له هغو شېبو څخه وه چې هم یې خوښي درلوده او هم یې درد.
شاوخوا پنځلس کاله مخکې مې پلار، چې خپله یو جراح ډاکټر و، د کبد د سیروز ناروغۍ له امله له موږ څخه جدا شو. دا ناروغي د HCV ویروس له امله رامنځته شوې وه؛ هغه ویروس چې ورته د خپل یوه ناروغ د درملنې پر مهال انتقال شوی و.
له بده مرغه، په هغه وخت کې زموږ په هېواد کې د محدودو امکاناتو له امله د کبد د پیوند درملنه ممکنه نه وه. په ډېر تأسف سره باید ووایم چې نن هم زموږ په هېواد کې دا ډول پرمختللې درملنې په لازم ډول نه ترسره کېږي، په داسې حال کې چې زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې هره ورځ د کبد پیوند عملیات په بریالیتوب سره ترسره کېږي او ډېرو ناروغانو ته د الله تعالی په فضل د نوي ژوند امید وربښي.
نن، د الله تعالی په فضل او کرم، ما د کبد د پیوند جراحۍ په فوق تخصصي زده کړو کې خپل لومړنی د کبد پیوند عملیات د خپل محترم استادضرقامی اواستاد مجد صاحب سره پر یوې ناروغې ترسره کړ.
دا شېبه راته له یوې خوا د ویاړ، خوښۍ او شکر ځای و، خو له بلې خوا یې زما د زړه هغه زخم تازه کړ چې که هغه وخت دا امکانات زموږ په هېواد کې موجود وای، ښايي نن به مې پلار هم زما تر څنګ وای.
خو بیا هم، موږ د الله تعالی په فیصلو راضي یو. ژوند انسان ته دا درس ورکوي چې ځینې دردونه د راتلونکي خدمت، هڅې او بریا لاره جوړوي.
هیله لرم هغه ورځ ژر راورسي چې زموږ په هېواد کې هم د کبد پیوند او نورې پرمختللې درملنې په معیاري ډول ترسره شي، څو هېڅوک د درملنې د نشتون له امله خپل عزیزان له لاسه ور نه کړي.
الله تعالی دې زموږ هېواد ته پرمختګ، زموږ ډاکټرانو ته توان، او زموږ ناروغانو ته شفا ورکړي.
آمین.
24/06/2026
یو ناروغ چې د غټو کولمو د سرطان Colorectal Cancer له امله یې سرطان ځیګر ته metastasis کړی و، زموږ مرکز ته مراجعه وکړه.
ناروغ ته د لازمو معایناتو، بشپړې ارزونې او neoadjuvant chemotherapy وروسته د ځیګر د metastatic tumors د درملنې پلان جوړ شو. د جراحي ټیم له خوا ورته open metastasectomy ترسره شوه، او هغه lesions چې د جراحۍ له لارې مناسب نه وو، د ultrasound-guided ablation په وسیله په بریالیتوب سره درملنه شول.
دا ډول درملنه د مناسب ناروغ انتخاب، دقیق imaging، multidisciplinary decision او پرمختللي جراحي مهارت ته اړتیا لري. هدف یې دا وي چې د سرطان موجود metastatic lesions کنټرول او د ناروغ د ژوند کیفیت او بقا ښه شي
روغتیایې مشوری په پار !
WhatsApp:0093796721621
[email protected]
19/06/2026
جراحي یو مسؤلیت دی، نه یوازې یو مهارت — د انسان ژوند زموږ لومړیتوب دی.
Surgery is a responsibility, not just a skill — human life is our priority.
د روغتیایې مشوری په پار !
WhatsApp:0093796721621
[email protected]
17/06/2026
یوه ښځینه ناروغه زموږ روغتون ته د خېټې درد، زیړي، مېلینا/تور غایطه موادو او شدیدې کمخونۍ له شکایتونو سره مراجعه وکړه.
د ناروغې په پخوانۍ طبي تاریخچه کې د کوچنیو کولمو د لومړۍ برخې تومور موجود و، چې شاوخوا یو نیم کال مخکې ورته جراحي عملیات ترسره شوي وو:
Duodenectomy + Duodenojejunectomy + Gastrojejunostomy
د عملیاتو وروسته ناروغې ته څو دورې کیموتراپي هم تطبیق شوې وه.
له بیا مراجعه وروسته، ناروغې ته لازمې لابراتواري او تصویري معاینې توصیه شوې. د معایناتو له پایلو څخه څرګنده شوه چې د ناروغې سرطاني تومور بېرته راګرځېدلی دی.
د متخصص ټیم له ارزونې وروسته، ناروغه د Whipple Procedure / Pancreaticoduodenectomy لپاره چمتو شوه او عملیات ورته په بریالیتوب سره ترسره شول.
دا ډول پېښې ښيي چې د سرطاني ناروغیو په درملنه کې پر وخت تشخیص، منظم تعقیب، دقیقې معاینې او د متخصص ټیم پرېکړه ډېر مهم رول لري.
⚠️ یادونه: دا پوسټ یوازې د طبي معلوماتو او پوهاوي لپاره دی. د هر ناروغ تشخیص او درملنه باید د متخصص ډاکټر د مشورې او طبي راپورونو پر اساس ترسره شي.
جراحي یو مسؤلیت دی، نه یوازې یو مهارت — د انسان ژوند زموږ لومړیتوب دی.
Surgery is a responsibility, not just a skill — human life is our priority.
د روغتیایې مشوری په پار !
WhatsApp:0093796721621
[email protected]
15/06/2026
یو ۷۷ کلن نارینه ناروغ د خېټې د دوامدار درد، په اپیګاستریکه ساحه کې د کتلې د احساس، کمخونۍ، ژر مړېدلو (Early Satiety)، د وزن د تدریجي کمېدو، د اشتها د کمښت او تهوع له شکایتونو سره روغتون ته مراجعه وکړه. د ناروغ د کلینیکي ارزونې، فزیکي معاینې او تشخیصي ازموینو پر بنسټ د معدې د بدخیم تومور احتمال مطرح شو. له همدې امله ناروغ ته د جراحي درملنې په موخه Subtotal Gastrectomy ترسره شوه. د جراحي نمونې هستوپتالوژیکې ارزونې د معدې د Gastrointestinal Stromal Tumor (GIST) تشخیص تأیید کړ.
پر وخت تشخیص د بریالۍ درملنې لپاره خورا مهم رول لري
28/05/2026
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
Habibia High School
Kabul
1001