عظیم محسن
من قال لا اله الا الله دخل الجنة
د !
د درود شريف ګټې بې شمېره دي؛ مګر کومې ګټې چې په صحيح حديثونو کيې روايت دي، لاندې دي:
١-لويه ګټه یې دا ده چې کوم څوک يو ځل پر رسول اللهﷺ باندې درود شريف ووايي؛ نو اللهﷻ او ملايکې پر هغه کس لس ځله رحمت کوي او د هغه لس درجې لوړوي، لس نېکيانې ورته ليکي او لس ګناهونه يې بخښي.
٢-د درود ويونکي دعاء قبلېږي.
٣-رسول اللهﷺ يې شفاعت کوي.
٤-د قيامت په ورځ به له رسول اللهﷺ سره وي.
٥-د دين او دنيا کارونه يې تر سره کېږي.
٦-د ګناهونو بخښنه یې کېږي.
٧-درود شريف ويل، د صدقې قائم مقامه دی.
٨-د درود شريف په برکت سره سختي او تکليف لرې کېږي.
٩-پر درود ويونکي هر وخت ملایکې رحمت نازلوي.
١٠-د درود ويونکي زړه پاکېږي.
١١-پر دښمن فتح تر لاسه کوي.
١٢-په مال کې یې برکت لوېږي.
١٣-د مرګ د سختيو څخه یې خلاصون په برخه کېږي.
١٤-د قيامت په ورځ به په امن کې وي.
١٥-مفلسي یې لرې کېږي.
١٦-د درود شريف ويونکي بخيل کېږي نه.
١٧-په کوم مجلس کي چي درود شريف ويل کېږي؛ نو د هغه مجلس ټول غړي د اللهﷻ په رحمت کې وي.
١٨-درود ويونکي به پر پل صراط باندې په آسانۍ تېر شي.
١٩-د درود ويونکي يادونه رسول اللهﷺ ته کېږي.
٢٠- د رسول الله ﷺ مينه د درود ويونکي سره زياتېږي.
٢١- ملایکي د درود ويونکي لپاره د الله تعالى ﷻ څخه بخښنه غواړي.
٢٢-رسول اللهﷺ ته د هغه چا درود داسې رسېږي چې فلاني پر تا سلام وايي.
٢٣-درود ويونکي به د درود په برکت سره د عرش تر سیوري لاندې ولاړ وي.
٢٤-د درود ويونکي د عملو تله به د قيامت په ورځ درنه وي.
٢٥-درود ويونکي به د قيامت په ورځ له تندې څخه خوندي وي.
اللهﷻ دې موږ ټولو ته د درود شريف ويلو توان راکړي او د دغه په برکتونو سره دې موږ ونازوي.
راځئ ګرانو وروڼو او خویندو!!!
چې په شوق سره اوس درود شریف ووايو!
ٌ 🌹اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ 🌹وَّعَلٰٓی اٰلِ مُحَمَّدٍ🌹 کَمَا صَلَّیْتَ عَلٰٓی اِبْرَاھِیْمَ 🌹وَعَلٰٓی اٰلِ اِبْرَاھِیْمَ 🌹اِنَّکَ حَمِیْدٌ مَّجِیْدٌ. اَللّٰھُمَّ بَارِکْ عَلٰی مُحَمَّدٍ🌹 وَّعَلٰٓی اٰلِ مُحَمَّدٍ 🌹کَمَا بَارَکْتَ عَلٰٓی اِبْرَاھِیْمَ 🌹وَعَلٰٓی اٰلِ اِبْرَاھِیْمَ🌹 اِنَّکَ حَمِیْدٌ مَجید.......
رسول اللهﷺفرمایی
پنځه لمونځونه اداکړئ درمضان دمیاشتي روژه ونیسئ د خپلو مالونو زکوة ورکړئ تر څو دجنت د داخلیدو وړسئ.
(رواه ترمذی،احمد)
*_*ځوانه! ومې نه پیژندې؟_*
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.
يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننوت.
امير المؤمنين او ناستو كسانو ته يې سلام واچاوه؛ او په يوه طرف كې غلى كښيناست.
امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ، سلام يې ځواب كړ، او په خپلو كارونو بوخت شول.
ځوان هم ناست وو، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا شي.
د خلافت په دربار كښې خلك يو څه كم شول، عمر فاروق (رض) مسافر او وهلی ځوان ځانته راوغوښت؛ او د حاجت پوښتنه يې ورځني وكړه.
ځوان ورته وويل: امير المؤمنينه! زه تاسو راغوښتى وم، څو ورځې وړاندې ستاسې ليك راغى؛
او دادى زه له فرمان سره سم حاضر شوم.
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ؛ خو داسې څه يې په ياد نه شول، چې دغه ځوان ته یې ليك استولى وي؛ نو په خورا تعجب يې ترې وپوښتل: ځوانه! ومې نه پيژندلې!
زما نه دي په ياد چې تاته مې كوم بلنليك در استولى وي.
په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شکيدلى ګريوان سره را ټول كړ، او په ډيره عاجزۍ، او حيا، سره يې د خداى (تعالی) د رسول”رسول صلی الله علیه وسلم” وفادار ملګري ته وويل:
امير المؤمنينه! زما نوم عمير بن مسيب دى؛ او زه تير كال ستاسې له لوري، د حمص والي ټاكل شوی وم.
تيره اونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسېد، او دادى زه له هغه سره سم د خپل مال، اسباب او هر څه سره يو ځای حاضر شوم.
امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې، ګوته په غاښ پاتې شوه؛ او څو شیبې يې په ځير ځير د هغه حالت ته كتل.
امير المؤمنين ته ورپه ياد شو چې، تير كال يې دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره، د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و.
هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانېده؛ نو د ښكلا، خوښۍ، او شتمنۍ، نښې يې په ټنډه كې له ورايه معلومېدې.
د هغه د اغوستلو كالي په څو اوښانو بار وو، د تورو، زغرو او ډاليو حساب يې نه كيده؛ خو نن په داسې حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندې ناست دی؛ چې د فقر، غربت، او بې چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و. تڼۍ او كالي يې شکيدلي وو، او څيره يې د بې خوبۍ، او نه خوراك له امله تكه زيړه شوې وه.
د اسلام خليفه ورته وفرمايل: الله اكبر! عميره! ته چې مې تېر كال استولې، خورا پنډ، او ترو تازه وې، د مال، او اسباب، حساب دې نه كېده؛ خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې، درته كتلاى هم نه شم، خير خو به وي؟ ولې په داسې حال يې؟
هغه ورته وویل: چې، امير المؤمنينه! له دندې مخكې ما سودا ګري كوله، او كله نا كله به تاسې سره د خداى (تعالی) په لاره كې جهاد ته تللم، ما ته خداى (تعالی) ښې ډېرې پيسې، او شتمني راكړه؛ خو كله چې مو دمسلمانانو په دنده و ټاكلم؛ نو دمسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ.
امير المومنينه! د حمص خلک زكات، او جزيه، په مينه وركوي، تير كال مو په ملينونو درهمه، بيت المال ته تحويل كړل، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلې پيسې، مو د هيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کې لګولي، په حمص كې مو لارې، كاروان سرايونه، ښارونه، بازارونه، كلا ګانې، حمامونه، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان، ښيرازه او بډاى ولايت دی.
امير المؤمنين ترې وپوښتل: د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی؟
عمير بن مسيب ځواب وركړ: امير المؤمنينه! د ورځې روژه یم، د شپې په اوبو روژه ماتوم، او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم.
دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي، يو دغه څادر لرم، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه، چې ځان پرې ساتم.
حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی شو.
د عمیر په حال یې غبطه راغله او خورا په زوره یې په ژړا پیل وکړ، او لاس یې په داسې په دعا پورته کړ:
ای الله! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی.
یا الله! ما په جنت کې له عمیر سره یو ځای کړې، د عمیر سر یې ښکل کړ او د راتلونکي کال لپاره یې بیا حمص ته واستاوه…
(صحیح بخاري: ۳۱۸۸)
C
قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى: {مُنِيبِينَ إِلَيْهِ وَاتَّقُوهُ وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَلاَ تَكُونُوا مِنَ المُشْرِكِينَ}
د الله تعالی دا وینا: {د الله تعالی لوري ته رجوع وکړئ او د هغه نه ووېرېږئ او لمونځ وکړئ او د مشرکینو څخه مه کېږئ}
حدیث شمیره
حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا عَبَّادٌ هُوَ ابْنُ عَبَّادٍ، عَنْ أَبِي جَمْرَةَ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، قَالَ: قَدِمَ وَفْدُ عَبْدِ القَيْسِ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالُوا: إِنَّا مِنْ هَذَا الحَيِّ مِنْ رَبِيعَةَ وَلَسْنَا نَصِلُ إِلَيْكَ إِلَّا فِي الشَّهْرِ الحَرَامِ، فَمُرْنَا بِشَيْءٍ نَأْخُذْهُ عَنْكَ وَنَدْعُو إِلَيْهِ مَنْ وَرَاءَنَا، فَقَالَ: " آمُرُكُمْ بِأَرْبَعٍ وَأَنْهَاكُمْ عَنْ أَرْبَعٍ الإِيمَانِ بِاللَّهِ، ثُمَّ فَسَّرَهَا لَهُمْ: شَهَادَةُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامُ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءُ الزَّكَاةِ، وَأَنْ تُؤَدُّوا إِلَيَّ خُمُسَ مَا غَنِمْتُمْ، وَأَنْهَى عَنْ: الدُّبَّاءِ وَالحَنْتَمِ وَالمُقَيَّرِ وَالنَّقِيرِ.
له ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دی چې وايي: د عبدالقیس وفد د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ په خدمت کې حاضر شو، هغوی وویل چې مونږ د ربیعه قبیلې یو ښاخ یوو، او مونږ ستاسو سره یوازې د حرام په میاشتو کې یو ځای کېدای شو (ملاقات کولی شو) نو مونږ ته داسې څه را وښايئ چې مونږ په هغې عمل وکړو او خپلو پاتې خلکو ته د هغې دعوت ورکړو، نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ورته وفرمایل: « زه تاسو ته د څلورو خبرو حکم کوم او د څلورو خبرو څخه مو منع کوم: (لومړی) په الله تعالی باندې ایمان راوړل او بیا یې د ایمان راوړلو تفسیر وکړ: د دې خبرې شهادت ورکول چې د الله تعالی نه پرته بل معبود نشته او دا چې زه د الله رسول یم، (دویم) لمونځ کول، (دریم) زکات ورکول، او (څلورم) د غنیمت د مال څخه پنځمه برخه بیت المال ته ورکول، او زه تاسو (له څلورو شیانو څخه منعه کوم:
الدباء: وچ کدو څخه جوړ شوی لوښی.
الحنتم: منګی یا خُم چې له خټې څخه جوړشوی وي.
المقیر یا المزفت: داسې لوښی چې په زفت (تارکول) سره غوړ شوی وي.
النقیر: د لرګي لوښی چې د کجورې له سټې څخه جوړ شوی وي.
په دې لوښو کې به يې نبیذ ایښودل نو په کم وخت کې به ترې شراب جوړېدل.
قوانين داسې جوړېږي!
د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه په تندخويۍ او جديت مشهور ؤ, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان خوراوه.
يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري. پرې غږ يې کړ, چې په ښي لاس خوراک وکړه!
سړي ځواب ورکړ: هغه مصروف دی!
عمر دوه ځله خپله غوښتنه تکرار کړه او سړي همدا ځواب ورکاوه.
نو عمر رضي الله عنه په قهرجنه لهجه ورته وويل: په څه شي مصروف دی؟
سړي ځواب ورکړ: د موته په غزا کې زخمي شو او له حرکت څخه ولويده.
عمر رضي الله عنه ځای پر ځای کېناست, اوښکې يې له سترګو روانې شوې او همدا پوښتنې يې کولې:
اودس څنګه کوې؟
جامې دې څوک درته وینځي؟
سر او ځان دې څوک در وینځي؟
او څوک او څوک او څنګه...؟
او له هرې پوښتنې سره يې اوښکو پر مخ لارې جوړولې.
او بيا يې امر وکړ چې هغه ته يو خادم, يوه سورلۍ او خواړه ورکړي او له هغه يې د بښنې غوښتنه وکړه چې له حاله يې امیرالمؤمنين ناخبره ؤ.
او په دې توګه په جګړو کې د معيوبو د قانون بنسټ کېښودل شو.
قوانین داسې جوړېږي...
* او همدې عمر رضي الله عنه یو بوډا ولېده چې د ده په خلافت کې خیرات غواړي. پوښتنه يې ځنې وکړه, چې ولې دا کار کوې؟
سپینږيري ځواب ورکړ: زه يهودي يم او بايد جزيه ورکړم!
عمر ورته وويل: چې کله زلمی وې مونږ ته دې جزیه راکوله او اوس زمونږ دنده ده چې ستا کفالت وکړو! او يهودي بوډا ته يې میاشتنی معاش وټاکه.
فاروق رضي الله عنه کورته راځي او په دې اړه يو فرمان ليکي چې له هيڅ بوډا او بېوسه يهودي څخه به جزیه نه اخیستل کېږي, بلکې هغه ته به میاشتنی معاش ورکول کېږي او دخلافت اجرايه قوه د عمر دا فرمان پلی کوي.
* او همداسې د کورنۍ ساتنې ټولنيز قوانين جوړېږي:
او پخپله اميرالمؤمنين رضي الله عنه د شپې له لوري د مدينې په لارو او کوڅو کې ګرځي, د جاسوسي لپاره نه, بلکې د خلکو له ستونزو نه د خبرېدو په موخه, چې په دې کې د يوه واړه ماشوم بېدرېغه کريکې اوري, کورته نږدې کېږي او پوښته کوي چې په ماشوم څه شوي؟
د ماشوم مور ځواب ورکوي: غواړم دا ماشوم له شېدو بیل کړم.
دا خو يوه عامه خبره ده چې هره مور ماشوم د رضاعت له مودې وروست له شېدو بېلوي, خو اميرالمؤمنين په خپله لاره نه ځي, بلکې د ماشوم له مور سره تر هغې خبرې کوي, ترڅو چې دا ورته په ډاګه کېږي چې دا ماشوم له وخت نه وړاندې د مور له شېدو بېلېژي او سبب يې دا دی چې دا کورنۍ سل درهمو ته عاجله اړتيا لري او بیتالمال له رضاعت نه ورورسته هر ماشوم ته سل درهمه ورکوي.
عمر خپل کور ته راځي, خو د ماشوم ژړا يې په غوږو کې انګازې کوي او خوب ته يې نه پرېږدي.
له ځای څخه پاڅېږي او فرمان ليکي چې له دې وروسته به د ماشوم له زېږېدو سره د هغه کورنۍ ته سل درهم ورکول کېږي.
او له دې فرمان نه قانون جوړېږي ترڅو په ټولنه کې د ماشوم حقوق خوندي شي او مخکې له وخته د مور له شېدو محروم نه شي.
که چېرې عمر رضي الله عنه له دې مور سره بحث نه وی کړی نو دا قانون به نه ؤ جوړ شوی.
* او فاروق رضي الله عنه له خپل ورور (زید) سره ډېره مينه لرله, چې د رده په جګړو کې شهید شو.
يو سهار د مدينې په بازار کې امیرالمؤمنين عمر د خپل ورور له قاتل سره مخامخ کېږي, د زید قاتل مسلمان شوی او د عمر رضي الله د رعیت يو غړی دی.
عمر په قهرجنه لهجه ورته وايي:
په الله مې دې قسم وي چې ډېر بد مې درنه راځي!
اعرابي په بې پروايي ترې پوښتنه کوي: اې اميرالمؤمنينه! ايا ستا دا کار ستا په حکومت کې زما له حقوقو څه کمولای شي؟
عمر رضي الله عنه ځواب ورکوي, چې نه!
اعرابي چې د اميرالمؤمنين د ورور قاتل دی, بې خياله د عمر له څنګه تېرېږي او وايي:
ستا مينه څه د پېغلو مينه نه ده چې زه به پرې وزورېږم! يعنې زما او ستا ترمنځ پرته له حقوقو او مسؤوليتونو نور څه نه شته.
عمر رضي الله عنه نه په غوصه کېږي او نه یې زندان ته لېږي, بلکې د اعرابي د ملنډيز برخورد او جرأت پر وړاندې غلی پاتې کېږي او په خپله لاره روانېږي, ځکه چې پر دې باوري دی چې الله جل جلاله انسان ته د خبرو د آزادۍ حق ورکړي او د قهر او غصې پر کنټرول يې امر کړی دی..!!
او د همدې اعرابي د جرأت په سبب په ټولنه کې د بيان د آزادۍ قانون رامنځ ته کېږي!
* او بله هغه مؤمنه ښځه چې د جمعې په يوه ورځ يې د امیرالمؤمنين د لقب له يادولو پرته په لويه لار خليفة المسلمين ودراوه او ورته يې وويل: اې عمره! په خپله رايه کې خطا شوی يې! (عمر رضي الله عنه د خپل خلافت پر مهال د مهر يو معين حد وټاکه چې قانوني بڼه يې غوره کړه) خو دا ښځه د خپلو او نورو ښځو د حقوقو څخه په دفاع د عمر رضي الله عنه نظر او قانون ردوي, اميرالمؤمنين خاموشه اودرېږي, نه امر کوي چې ښځه په درو ووهئ او نه يې زندان ته لېږي, بلکې په لوړ غږ په خپله ښوېيدنه اعتراف کوي (أخطأ عمر وأصابت إمرأة) او د مهر په اړه خپل قانون بدلوي او ټولنې ته واک ورکوي چې د خپلو دودونو او توان سره سم مهرونه وټاکي.
د الله تعالی د حکم په رڼا کې قوانين داسې جوړېږي!
چې د ټولنې ستونزې, دودونه, غوښتنې او حالت په نظر کې نيول کېږي او دا کار هغه مهال کېدای شي, د چارو واکداران د ټولنې په تل کې وي او له خلکو سره ګډ ژوند ولري.
هو!
نه انسانان نور شوي او نه ژوند بدل شوی, خو بدلون په دې کې دی چې په ټولنه کې امیرالمؤمنين عمر فاروق رضي الله تعالی عنه نه شته دي.
👈ستاسو ورور یاسر بدری 👉
C
عجیبه ده؛
د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو.
په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، ترڅو په هغه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي چې، نوموړي ته په کې جائزه ورکول کېده.
د هوا د خرابوالي له امله الوتکې په لاره کې بېړنۍ ناسته وکړه.
طبیب د الوتکي مسؤلینو ته وویل:—
-زه نړیوال ډاکټر یم، دلته زما یوه دقیقه پاتې کېدل د څو انسانانو د مرګ سبب ګرځي. زه "۱۶" ساعته الوتکې ته انتظار نشم کولای ، د الوتکې مسؤل مشوره ورکړه چې ، د کنفرانس ځای ته یې موټر په درې ساعته کې رسوي. هشام په موټر کې روان سو ،
په لاره کې یې د سخت باران له امله لار ورکه کړه ، د یوه کوچني کور دروازه یې وټکوله. د ننوتلو اجازه ورکړل شوه. په کوټه کې یوه بوډۍ د خپل ناروغ لمسي سر ته ناسته ده. ډاکټر د تلیفون غوښتنه ورځینې وکړه، هغې ورته وویل:—
-دلته برېښنا نسته، ځانته یو ګیلاس چای پخې کړه او آرام وکړه.
ښځې لمونځ پیل کړ، اوږدې دعاګانې یې کولې، بیا یې ډاکټر ته مخ راواړوه ویې ویل:
-الله تعالى مي ټولې دعاوې قبولې کړې؛ خو یوه دعا مې تر اوسه نده قبوله سوې.
هشام ورته وویل: کومه دعا؟
بوډۍ وویل: دا یتیم ماشوم سخت ناروغ دی، ټولو ډاکټرانو ځواب راکړی،
وايي د دې علاج یوازې د هشام په نوم یو تکړه ډاکټر کولای سي؛ خو هغه ډېر لرې دی، زمونږ غریبانو لاس نه ور رسېږي. الله تعالى ته مې دعا وکړه چې، کار راته آسانه کړي.
ډاکټر وژړل ویې ویل:
-قسم په الله ستا دعا الوتکې وځنډولې، وریځ یې را ولېږله او باران یې وکړ. ترڅو ما ستا جونګړې ته راولي.
C
زه خو يي سخت وژړولم!
عائشه رضی الله عنها وایي چي کله د رسول الله ﷺ لاس را ولوید او سر یي دروند شو نو زه پوه شوم چي وفات شو، نه پوهیږم څه وکړم، وارخطا دمسجد پر هغه دروازه ورووتم کومه چي زما دحجرې له خوا دنارینه و خواته وروتلې وه او نارې مي کړې: رسول الله ﷺ وفات شو ،رسول الله ﷺ وفات شو!!!
دا وایي زما دچیغو په اوریدلو سره په مسجد کي واویلا ګډه شوه...علي بن ابي طالب رضي الله عنه کښیناستی دولاړیدو شیمه یي له لاسه ورکړه...او عثمان رضي الله عنه لکه ماشوم په یوه لاس یي دا بل واهی...او عمر رضي الله عنه بیا توره را ایستلې ده او وایي که هرچا وویل چي رسول الله ﷺ وفات شوی دي نو سر به ترې غوڅ کړم هغه دخپل رب ملاقات ته تللی ده لکه موسی علیه سلام چي تللی وو،او بیرته به راستون شي...مګر په ټولو کي چي تکړه وو هغه ابوبکر صدیق رضي الله عنه وو، راغی نبي علیه سلام یي په غیږ کي ټینګ کړ او ویي ویل: اي دخدای خلیله! ای دخدای دوسته! اي ددخدای رسوله! او رسول الله ﷺ یي ښکل کړ او ویي ویل: اي دالله محبوبہ! په ژوند او مرګ دواړو کي ته مبارک او بختور یې، او وروسته مسجد ته ورووت او ویل یي:چاچي د محمد عبادت کاوو هغه نن مړ شو او چاچي دالله جل جلاله عبادت کاوو نو بیشکه الله نه مري او تل ژوندی ده.
ددې خطبې په اوریدلو د عمر رضي الله عنه له لاسه توره ولویده، عمر رضي الله عنه وایي چي دابوبکر دا خبرې مې واورېدې نو مي یقین شو چي رسول الله ﷺ وفات شوی ده، وایي زه بهر ته ووتم دیو داسي ځای په لټه شوم چي له خلګو لیري وي او زه یوازي له خپل ځان سره په اوښکو تویولو خپل زړه تش کړم...کله چي یي رسول الله ﷺ دفن کړ فاطمه رضی الله عنها وویل: ایا تاسو به ځانونه معاف کړئ چي د رسول الله ﷺ پر مخ مو خاوري ور واړولې...او له قبر سره ودریدله تر ډیره یي فریاد کاوو...
نو وروڼو! زه پوهیږم چي سترګې به مو له اوښکو ډکې شوې وي، او په زړو کي به مو د رسول الله ﷺ دلیدلو تلوسه پیدا شوې وي، مګر د الله په فضل او زموږ سره دکړیو وعدو په برکت به ان شاء الله پر حوض کوثر ورسره یوځای کیږو
او...
الله ج دى مو ددى سترپيشوا په برکت وبخښې
#آمین__یا__رب__العالمین
له تاس و ټولو هیله لرم چي دا کرښې تر نورو مسلمانانو هم ورسوی مننه نویدمنـــــصورغزنوی
مَنْ دَعَا لِأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ، قَالَ الْمَلَكُ الْمُوَكَّلُ بِهِ : آمِينَ، وَلَكَ بِمِثْلٍ ".
حدیث_شریف
رسول کریم ﷺ فرمائي:
هر څوک چي خپل مسلمان ورور ته،
د هغه په غیاب کی دعاء وکړي،
نو ملائکي وائي تاته دي هم همدغه ډول وي.
صحیح مسلم ۲۷۳۲.
ملاعلي قاري رحمه الله عليه فرمايي
چي (( مسواك اويا (70) ګټي لري د هغو له ډلي يو دا هم ده چي له برکته يې دمر ګ په وخت کي کليمه را ياديږي ))
(مرقاة المفاتيح ج 2 ص 3)
بحرالرائق کي راغلي چي مسواك 36 ګټي لري هغه کوچنې يې دخولې دبدبويي لري کيدل او دمرګ په وخت کي د کليمي په ياديدل دی ((بحرالرائق ج1 ص 21 ))
مسواك دتل کاروني سره په رزق کي زياتوالی, په مال کي پراخوالی , دخولې پاکي , دوريو کلک والی , دليد زياتوالی , دسرد د رد ارام , بلغم بنديدل , دمعدې اصلاح کيدل , دوجود تقويت , په فصاحت او بلاغت کي زياتوالی , دزړه پاکوالی , په نيکيو کي زياتوالي , په عقل , پوهي او ياد کي ښه والی دی ددې ترڅنګ دفرشتو دخوشحالۍ او ملاقات سبب گرځي • مسواك پر پل سراط دبريښنا په شان دتيريدو ضمانت , دحشر په ورځ په راسته لاس کي دعمل نامې دورکړي ضمانت , دمرګ په وخت کي دکليمې رايادوونکی, دمرګ دسختۍ اسانوونکی , دقبر دپراخوالي سبب او په لحد کي مينه ناک او دردمن دی ------ مراقی الفلاح ص-----38)
له ديني اړخه دمسواك اصلي اهميت دادی , چي دامعمولي عمل دالله تعالی (جل جلاله ) درضالامل ګرځي,
مسواك دټولو انبياوو سنت دي--
له سيدنا ابو ايوب انصاري رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : څلور شيان دانبياووعليهم السلام له سنتو څخه دي -- 1 سنتي کول 2 عطرلګول 3 مسواک وهل 4 نکاح کول -- ( ابن ابي شيبه ج 1 ص 170)
《دالله تعالی درضاسبب 》
ام المؤمنين عايشې صديقې رضي الله تعالی عنها څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: مسواك دخولې د پاکوالې او دالله تعالی درضاباعث ګرځي ------
( په غوږکي دمسواک ايښودل)
له حضرت ابوهريرة رضي الله عنه - څخه روايت دی چي صَحابه کرامو رضوان الله تعالی عليهم اجمعين به په غوږو نو کي مسواك ايښودی او د هرلمانځه په وخت کي به يې کاروی ( بذل المجهودج1ص3---------
د قیامت د ورځې د محکمې ځینې قوانین مخکې له دې چې له دغه لویې محکمې سره مخ شئ، باید ویې پېژنې:
*1- دوسیي به پټې او سري نه وي*
﷽ ﴿ونُخرِجُ لَهُ يَوْمَ القِيامَةِ كِتابا يَلقاهُ مَنْشُورًا﴾...
ورځ په قیامت به ورته خپل کتاب غوړیدلی راوباسو.
*2- د سختو امنیتي تدابرو لاندې به وي:
﷽ ﴿ وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ ﴾...
هر څوک په داسې حال کې راځی چې یو شړونکی او یو شاهد ورکونکی ورسره وي.
*3-ظلم هیڅ امکان نه لري*
﷽ ﴿وَمَا أَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ﴾.. ...
او زه په خپلو بندګانو هیڅکله ظالم نه یم ..
*4- کوم مدافع وکیل به هم نه وي*
﷽ ﴿اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا﴾..
ورته به وويل شى چې د خپلو (کړنو)کتاب ولوله. ته په خپله نن پر ځان باندې د حساب کونکي په توګه بس یې.
*5- رشوت او واسطه نه چلیږي*
﷽ ﴿يَوْمَ لا يَنفَعُ مَالٌ وَلا بَنُونَ﴾...
په دغه ورځ به شتمني او نه اولاد ګټه رسولی شي
*6- د نومونو ورته والی به هم نه وي*
﷽ ﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا﴾...
او ستا رب هيڅکله هیرونکی نه دی
*7- لاس په لاس د حکم ورکول*
﷽ ﴿فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ﴾...
نو هغه څوک چې عملنامه یې په ښی لاس ورکول کيږي نو وايي به دا ده زما عملنامه وایې اخلئ او ویې لولولئ.
*8- غایبانه فیصله به نه کیږي*
﷽ ﴿وَإِنْ كُلٌّ لَمَّا جَمِيعٌ لَدَيْنَا مُحْضَرُونَ﴾..
كه څه هم هرومرو به دوی ټول موږ ته حاضر کړای شي
*9- نقض او اسئناف به هم نه وي*
﷽ ﴿مَا يُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَيَّ﴾...
او زما وینا هيڅکله نه بدلیږي.
*10-د دروغو شاهدان هم انټن نه ورکوي*
﷽ ﴿ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ }....
دا هغه ورځ ده چې په دوی باندې به د دوی ژبې لاسونه او پښې ګواهي ورکوي
*11-هیرې شوې دوسیې به نه وي*
﷽ { أحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ }
الله هغه شميرلى دى او دوي خپله دغه کړنې هیرې کړي دي.
*12- د اعمالو دقیقه او کره تله به وي*
﷽ {وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَىٰ بِنَا حَاسبين }
او د عدالت تلې به د قیامت په ورځ کئ ودرو. نو په هیچا به هیڅ ظلم ونه شې او که د(د یو انسان د عمل وزن) د ږدن د یوې دانې په انداره هم وي هغه به د حساب میدان ته راوړواو موږ د حساب کوونکي په توګه بس یو.
الله پاک دې موږ بې له حسابه جنت ته ننباسي.
شرر
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Contact the business
Telephone
Website
Address
Kabul