Dr Shabnam zazai
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Shabnam zazai, kabul, Kabul.
دمعدې اومرۍ ریفلاکس يا (GERD)یواځې دمعدې سوځېدل نه دي
دمعدې اومرۍ ریفلاکس د هاضمې دسیستم له ډېروعامو ناروغیوڅخه دی په عادي حالت کې دمرۍ په پای کې یوه عضلاني دروازه یا Lower Esophageal Sphincter (LES) شتون لري چې دمعدې محتویاتو بېرته راتګ نه مرۍ ته مخنیوی کوي.
کله چې دغه میکانیزم په سمه توګه کارونکړي دمعدې تېزاب اونورمحتویات بېرته مرۍ ته پورته راځي اودناروغۍ نښې او کله ناکله دمرۍ دمخاط زیان سبب ګرځى
دGERD ترټولوعامې نښې دادى
• په سینه کى ده سټيرنوم هډوکى شاته درد يا مرى او معده کى دسوځېدواحساس په ځانګړي ډول له خوړووروسته
• دمعدې دتېزابویا ترشو اوبو او غذايى موادو بېرته خولې ته راتلل
• په خوله کې تريخ یا تروش خوند
• د خېټې پاسنۍ برخى درد او ناراحتي
•په مرۍ کى د خوړودبندېدویا پاتې کېدو احساس
• په ځینو ناروغانو کې دوامداره ټوخی یادستوني دپاکولوتکراري اړتیا
ځینې ناروغان هېڅ د معدې سوځېدل نه لري او ده هضمي سيستم څخه بهر نښي لرى له همدې امله تشخیص یواځې د یوې نښې پر اساس نه کېږي.
هيوادوالو دا ډيره اړينه ده چى وپوهيږى چى کوم عوامل ریفلاکس زیاتوي؟
١:يويى ډېرخوراک دى
٢:د بدن زیات وزن
٣:د خوب وخت کى يا ده خوب وخت ته نږدې وخت کى دخوړو خوړل
٤: ځینې خواړه او مشروبات لکه انرژيانى
٥: سګرټ څکول او ځینې درمل کولی شي په ځینو کسانو کې د ریفلاکس نښې زیاتې کړي.
خو یوه مهمه خبره دا ده چې تحريک کوونکى خواړه په ټولو خلکو کې یو شان نه وي.
نو هرناروغ ته اړتیا نشته چې د خوړو اوږد لېست په بشپړه توګه له خپل رژیم څخه حذف کړي بلکې بایدخپل ځانګړي محرکات وپېژني اوکم یې کړي.
کله ریفلاکس جدي طبي ارزيابى ته اړتیا لري؟
که ناروغ له لاندې نښوڅخه یوه ولري باید یواځې په خپله د درملوپراستعمال بسنه ونکړي ځکه دا بيا ده خطر علايم دى
د خوړو تېرولو ستونزه یا درد
په مرۍ کى دى خوړوبندېدل
بې دلیله د وزن کمېدل
دهاضمې له لارې وینه بهېدنه یا تور غایطه مواد
کمخوني
تکراري کانګې
نوې او دوامداره نښې په ځانګړي ډول په لوړ عمر کې
په داسې حالاتوکى بيا اندوسکوپي (Upper GI Endoscopy) ته اړتيا وى چى د مرۍ، معدې او ده وړو کولموداخلى سطحه بايد وکتل شى
یوه مهمه خبره دا ده چې د نښو شدت تل د مخاطي زیان له شدت سره برابر نه وي.
کېدای شي ناروغ شدیدې نښې ولري خو اندوسکوپي یې ډيره خرابه نوي یا برعکس.
درملنه یواځې په ګولیو پورې محدوده نده
دژوندد طرزاصلاح ددرملو ترڅنګ ډېر ارزښت لري
دى ژوندطرز اصلاح يعنى څه
يعنى داچى په هغوکسانو کې چې زیات وزن لري د وزن کمول
له ډېر درانه،زیات او غوړخوراک څخه ډډه کول
له خوړو وروسته لږ تر لږه ۲–۳ ساعته بستر ته نه تلل
هغه خواړه پېژندل او کمول چې په ذاتأ ریفلاکس زیاتوي
دسګرټو پرېښودل
په هغوناروغانوکې چې د شپې ریفلاکس لري دتخت دسرطرف لوړوساتل مرسته کولی شي.
د GERD دکنټرول لپاره کولاى شو له اغېزمنو درملو څخه دى ژوند دى طرز اصلاح ترڅنګ کار واخلو خود درملو ډول، دوز او د استعمال موده بایددناروغ دحالت له مخې وټاکل شي نو له قدرمنو هيوادوالو څخه هيله کوم چى ده ډاکټر مشورى پرته درمل مه کاروى.
ځکه د اوږدې مودې لپاره د ډاکټر له مشورې پرته ددغو درملو استعمال مناسب نه دی.
په ياد ولرى چى
هر دمعدې سوزش او درد د معدې زخم معنا نه لري
او داهم په ياد ولرى چى هرد سینې درد باید بې له ارزونې یواځې معدې ته منسوب نه شي ځکه دزړه ځینې ناروغۍ هم د ورته دردپه بڼه څرګندېدلاى شي.
د معدې اومرۍ ریفلاکس یوه ډېره عامه، خودکنټرول وړ ناروغي ده صحيح تشخیص خطرناکو نښو پېژندلو،د ژوند د طرز اصلاح او د درملو د منطقي استعمال له لارې د ناروغ دژوند کیفیت ښه کېدای شي.
که د معدې سوځېدل یا د تېزاب بېرته راتلل په مکرر ډول او د اوږدې مودې لپاره لرى غوره ده چې د متخصص ډاکټر لخوا یې اصلي علت وڅېړل شي.
دهاضمې د سیستم روغتیاجدي وګڼى مخنیوی او وختي تشخیص تل له ناوخته درملنې غوره دي.
زردی سیاه يا Hepatitis B چیست؟
هيپټايټس B یک مريضى يى ویروسی جګر است که توسط ویروس Hepatitis B (HBV) ایجاد میشود.
این ویروس میتواند باعث التهاب حاد یا مزمن جګرشود و در صورت عدم تشخیص و پیګیری مناسب به فایبروز، سیروز و سرطان جګر Hepatocellular Carcinoma
منجر شود.
هيپټايټس B چګونه منتقل میشود؟
ویروس HBV از طریق خون و برخی مایعات بدن منتقل میشوداز جمله راهاى انتقال آن:
• انتقال از مادر مبتلا به نوزاد هنګام تولد
• تماس با خون آلوده
• استفاده مشترک از سرنج یا وسایل تزریقی
• وسایل طبى ناپاک و ملوث با ويروس
• خالکوبی با وسایل آلوده
• تماس جنسی محافظت نشده با فرد مبتلا
به ياد داشته باشيد که هيپټايټس B از طریق دست دادن، بغل کردن، غذا خوردن مشترک، سرفه یا عطسه منتقل نمیشود.
چګونه تشخیص داده میشود؟
برای تشخیص و ارزیابی هيپټایټس B تنها یک معاينه کافی نیست معمولاً معاينات متعدد نياز ميباشدمثبت آمدن HBsAg به تنهايى کافي نيست براى شروع تداوى
آیا هر فردی که HBsAg مثبت دارد، نیاز به دوا دارد؟
خیر.
مثبت بودن HBsAg بهتنهایی به معنی نیاز فوری به تداوى نیست.
تصمیم برای شروع تداوى بر اساس مجموعه ای از عوامل ګرفته میشود از جمله:
• مقدار HBV DNA
• سطح ALT و AST
• میزان فایبروز یا سیروز کبد
• وضعیت HBeAg
• سن و شرایط وديګر امراض همراه
• سابقه خانوادگی سرطان جګر یا سیروز
بنابراین شخص مبتلا به هيپټايټسB باید بهصورت منظم توسط متخصص داخله هضمى وجګر ارزیابی و پیګیری شود.
اکثرا هموطنان ميپرسند که آیا هيپټایټس B قابل تداوى است؟
در هيپټایټس B مزمن دواهاى ضدویروس میتوانند تکثیر ویروس را بطور قابل توجهی مهار کرده و خطر پیشرفت مرض و رفتن جګر بطرف سیروز و سرطان جګر را کاهش دهند.
اما انتخاب دوا و مدت تداوى باید بر اساس وضعیت هر شخص مبتلا و معاينات انجام شود و خودسرانه نباید دواها شروع یا قطع شود.
بهترین راه پیشګیری چیست؟
مؤثرترین روش پیشګیری از هيپټايټیس B واکسین است.
همچنین استفاده از وسایل غيرملوث، عدم استفاده مشترک از تیغ و وسایل تزریقی و رعایت اصول ایمنی در روابط جنسی اهمیت زیادی دارد.
یک نکته بسیار مهم:
هيپټايټس B ممکن است براى ماه ها بدون علامت باشد.
بسیاری از افراد زمانی متوجه ب میشوند که جګر شان آسيب ديده باشد
بنابراین اګر HBsAg شما مثبت باشد بهتر است اقدام کنيد براى معاينات تکمیلی و ارزیابی وضعیت جګرکه اين میتواند مشخص کند که آیا بیماری فعال است و آیا به تداوى نیاز دارد یا خیر.
تشخیص زودهنګام و پیګیری منظم میتواند از عوارض خطرناک هيپټايټس B جلوګیری کند.
د معدې زخم تل له شدید درد سره نه پیلېږي
کله ناکله یواځې د خوړو وروسته د سوزش یا د معدې د ډکوالي په احساس ځان څرګندوى
بدن مو تر دې چې په لوړ غږ فریاد وکړي لومړی له موږ سره په ارامۍ خبرې کوي.
که دې کوچنیو نښو ته پام ونه کړو نوښايي وروسته له ډېرو جدي ستونزو سره مخ شو.
وختي تشخیص تر ټولو غوره درملنه ده خپلې روغتیاته پاملرنه سبا ته مه ځنډوى
درنښت
غذاهایی که تیـزاب معده را افزایش میدهند و در رمضان سوزش سر دل ایجاد میکنند عبارت اند از:
غذاهای خیلی چرب و سرخکرده مانند سمبوسه، بولانی سرخشده، کباب چرب، چپس، غذاهای فسټ فودچربی زیاد باعث شل شدن سفنگتر معده و برگشت اسید از معده به مري میشود.
غذاهای تندومرچ زیاد، مثاله جات، آچار، چتنی يي تندمخاط معده را تحریک میکند.
غذاهای بسیار ترش
ترشیجات، لیمويى زیاد، نارنج، سرکه اسید معده را بیشتر میکند.
نوشابههای گازدار و انرژیزا
کوک، فانتا، نوشابههای انرژیزا
چون گاز باعث فشار معده و ریفلاکس يا برگشت اسيد از مرى به معده میشود.
چای پررنگ و قهوه زیاد
(خصوصاً در سحری)چون کافئین تولید اسید را بالا میبرد.
شکلات و شیرینیهای چرب
باعث شل شدن اسفنکتر مری میشود.
خوردن حجم زیاد غذا در افطار يعنى پرخوری یکی از مهمترین علل سوزش سر دل در رمضان است.
برای جلوگیری از سوزش در رمضان چه بايد کرد؟
افطار را با مقدار کم شروع کنید آب گرم همراه با يک عدد خرما
غذا را آهسته بخورید
بعد از غذا فوراً دراز نکشید (حداقل ۱–۲ ساعت)
سحری سبک و کمچرب بخورید
با نان سبوسدار، برنج ساده، سبزیجات پخته، ماست کمچرب راحت تر خواهى بود
آب کافی بین افطار تا سحر بنوشید
اگر سوزش زیاد باشدگاهی داکتران از دواهای مهارکننده اسید مثل امپرازول استفاده میکنند ولی باید با توجه به شرایط صحى يى شما بهخصوص در امراض سيتم معافيتى تان با مشوره داکتربايد استفاده شوند
چون خودم ازامراض سيستم معافيتى دارم زود به ذهنم رسيد 😊شما هموطنان عزيز هر بيمارى يى که داشته باشيد دواهارا خودسرانه استفاده نکنيد با داکتر معالج تان مشورت کنيد
هغه خواړه چې د معدې تېزابيت زياتوي او د روژې په مياشت کې د سينې سوزش رامنځته کوي عبارت دي له:
ډېر غوړ او سره شوي خواړه لکه سمبوسه، پيرکي سرهشوی خواړه، غوړ کباب، چپس، فسټ فوډونه
ډېر غوړ د معدې سفنکتر سستوى او د معدې اسيد مري ته راګرځوي
ډېر ترخه او مرچ لرونکي خواړه، مصالحه جات، آچار، ترخه چټني
د معدې مخاط تحريکوي.
ډېر تورشه خواړه لکه
ترشۍ، زيات ليموي، نارنج، سرکه د معدې اسيد زياتوي.
ګاز لرونکي مشروبات او انرژيزا څښاک لکه
کوک، فانتا، انرژيزا څښاک
ځکه ګاز د معدې فشار زياتوي او ريفلاکس يا د اسيد بېرته راتګ له معدې څخه مري ته رامنځته کوي.
ډېر تور چای او زياته قهوه په ځانګړي ډول په سحري کې ځکه کافئين د اسيد توليد زياتوي.
شکلات ،ډير خواګه او غوړ
د مري سفنکتر سستوى.
په روژه ماتى کې د خوراک ډېر حجم يعنې زيات خوراک کول
د روژې په مياشت کې د سينې سوخت له مهمو لاملونو څخه بلل کيږى
د روژې په مياشت کې د سوخت د مخنيوي لپاره څه بايد وشي؟
روژه ماتى لږو خواړو سره پيل کړئ
(ګرمى اوبه له يوى خرما سره)
خواړه ورو ورو وخورئ.
له خوړو وروسته سمدستي مه څملئ (لږ تر لږه ۱–۲ ساعته).
پيشمنې سپک او لږغوړ وخورئ داسى خواړه چى غوړ يى کم وى وکاوى .
له سبوس لرونکي ډوډۍ، ساده وريجو، پخو سبزيجاتو، مستوچى غوړ کم ولرى سره به راحت ياست.
ده روژه ماتى او پيشمنې ترمنځ کافي اوبه وڅښئ.
که سوخت زيات وي، ځينې وخت ډاکتران د اسيد مهاروونکي دواګانې لکه امپرازول توصيه کوي خو بايد ستاسو د صحي حالت په پام کې نيولو سره په ځانګړي ډول که د معافيتى سيستم ناروغۍ لرئ نو هر درمل چى مو استعمالول بايددمعالج ډاکتر په مشوره يى وکاروى.
زه خپله د معافيتى سيستم له ناروغيو څخه کړيږم نو ژر مې ذهن ته همدا ناروغى راغله😊
تاسو ګران هيواد وال که هره ناروغي لرئ دواګانې په خپله ده ډاکټر مشورى پرته مه استعمالوئ حتماً له خپل معالج ډاکتر سره مشوره کوى
🌙 د روژې د سحري مهم ټکي
سحري يواځې د خوړو يوه وقت نه ده بلکې د روژې برکت دی.
څو مهم ټکي چې ښه ده پرې پوه شو او عمل پرې وکړو
۱. سحري مه پرېږدئ
په حديث کې راغلي چې په سحري کې برکت دی.
که لږ هم ويړحتماً يو څه وخورئ.
۲. سالم او متوازن خواړه وټاکئ 🥗
سبوس لرونکې ډوډۍ يا جو
هګۍ يا دال/حبوبات
مستې يا کمچرب لبنيات
تازه مېوې
دا خواړه انرژي ورو ورو ازادوي او تاسو ناوخته وږې کوي يعنى تر ډيروخته ماړه پاتى کيږى.
۳. کافي اوبه وڅښئ 💧
د افطار نه تر سحره پورې کافي اوبه وڅښئ خو په سحري کې يو ځل ډېرې اوبه مه څښئ.
۴. له ډېرومالګينو او خوږو خوړو ډډه وکړئ 🍬
مالګين خواړه تنده زياتوي.
۵. ډېر چای او قهوه مه څښى☕
ځکه چې د بدن اوبه کموي او د ورځې په اوږدو کې تنده زياتوي.
۶. سحري د سهار اذان ته نږدې وخورئ ⏰
ښه ده چې سحري د اذان نه لږ مخکې وخورئ تر څو د ورځې لپاره زياته انرژي ولرئ.
روژه د صبرروغتيا او برکت مياشت ده په سالمو خوړو سره
خپله روژه اسانه او ګټوره کړو🤲
نکات مهم درباره سحری در ماه مبارک رمضان 🌙
سحری فقط یک وعده غذا نیست بلکه برکت روزهداری است. چند نکته مهم که بهتر است بدانیم و عمل کنیم:
۱. سحری را ترک نکنید
در حدیث آمده است در سحری برکت است حتی اگر کم هم باشد حتماً چیزی میل کنید.
۲. غذای سالم و متعادل انتخاب کنید
نان سبوسدار یا جو
تخممرغ یا حبوبات
ماست یا لبنیات کمچرب
میوه تازه🥗
اینها انرژی را آهسته آزاد میکنند وشما رادیرتر گرسنه میسازند.
۳. آب کافی بنوشید💧
بین افطار تا سحر به اندازه کافی آب بنوشیداما در سحری یکباره مقدار زیاد آب ننوشید.
۴. از غذاهای خیلی شور و شیرین پرهیز کنید🍬
غذاهای شور تشنگی را زیاد میکند .
۵. چای و قهوه زیاد ننوشید☕
چون باعث دفع آب بدن میشود و در طول روز تشنگی را بیشتر میکند.
۶. سحری را نزدیک اذان صبح بخورید⏰
بهتر است سحری را در وقت نزدیک به اذان صبح میل کنید تا انرژی بیشتری در طول روز داشته باشید.
رمضان ماه صبر، سلامتی و برکت است. با تغذیه سالم، روزهداری را برای خود آسانتر و مفیدتر بسازیم
🤲
🌙 ماه رمضان و مراقبت از هاضمه
با آمدن ماه رمضان روزه گرفتن فرصتی برای آرامش بدن و روح ماست.
اما حفظ سلامت هاضمه بسیار مهم است تا روزه آسان و لذتبخش باشد
نکات ساده و مهم:
از خوردن غذاهای خیلی سنگین یا چرب در سحر و افطار پرهیز کنید.
نوشیدن آب کافی بین افطار و سحر فراموش تان نشود.
مصرف سبزیجات و میوه تازه برای هضم آسان و انرژی طول روز مفید است.
آرام غذا خوردن و خوب جویدن هاضمه را تقویت میکند.
روزه فرصتی برای تعادل در بدن و آرامش در ذهن است. با مراقبت از هاضمه نه تنها جسم بلکه روح هم آرام میگیرد.
رمضان مبارک ❤️
🌙 د روژې میاشت او د هاضمې ساتنه
د روژې میاشت د بدن او روح لپاره د آرامۍ فرصت دی.
خو د هاضمې روغتیا ساتل ډېره مهمه مسله ده تر څو روژه آرامه او ګټوره پاى ته ورسولاى شى
ځینې مهمې لارښوونې
په سحر او افطار کې د ډېرو غوړو یا درنو خوړو څخه ډډه وکړئ.
د افطار او سحر ترمنځ کافي اوبه وڅښئ.
تازه سبزیجات او مېوې د آسانه هضم او د ورځې انرژۍ درلودلو لپاره ګټورى دي.
خوراک په آرامۍ وکړى دى سره هاضمه قوي کیږي.
روژه د بدن توازن او ذهن آرامۍ لپاره فرصت دی. که د هاضمې خیال وساتئ نه یواځې بدن بلکې روح هم آرامیږي
روژه مبارک ❤️
Contact the business
Website
Address
Kabul
Kabul
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Dr Shabnam zazai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.