Dr Shapoor Arab
د اطفالو او نوزدانو متخصص
03/12/2025
پیټیریاسس البا، یا د مخ یو سپین رنګه داغ، د وینې کمښت نه دی، د پرازیتي انتان نه دی، او د ویټامین کمښت نه دی.
دا کیسه په ټوله نړۍ کې یوه افسانه ده؛ له بده مرغه، دا غلط معلومات لاهم د ځینو ماشومانو ډاکټرانو لخوا خپلو ناروغانو ته بیان شوي دي.
پیټیریاسس البا د وچ پوستکي یو ډول دی، یعنی د ایکزیما یوه بڼه ده چې معمولا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په مخ،لاسونو او تنۍ کې لیدل کیږي، په ځانګړې توګه د غنم رنګه پوستکي رنګ سره.
درملنه
والدینو ته ډاډ ګیرنه،چی دا ناروغی پخپل سر پخپله ښه کیږی ، د وخت په تیریدو سره به پرته له کومې درملنې څخه ورک شي، ممکن د لرې کیدو لپاره څو میاشتې څخه تر یو کال وخت ونیسي، یوازې د مخ کریمونو سره پوټکی مرطوبه وساتی.
ممکن د اړتیا په صورت کې د 5-7 ورځو لپاره په ورځ کې دوه ځله د ټیټ ځواک 1٪ یا 2.5٪ هایدروکارټیسون کریم وړاندیز کیږي
په ماشومانو کی د تبی د کمولو طریقه د اوبو په واسطه.
Sponging with water.
د تنفسی سیستم ناروغیو د شدت یا سختوالی نښې
په لاندی ویډیو کی کتلی شی
او هیله ده که یو ناروغ لاندی نښی ولری ،نو پدی پوهه شی چی، ناروغ مو په شدیده ناروغی اخته شوی ،او ژر تر ژره اړوند ډاکټر ته مراجعه وکړی.
Infantile colic
"" یا د ماشومانو قولنج یو حالت دی چې په نویو زېږېدلو یا کوچنیو ماشومانو کې چی عمر یی د دریو میاشتو څخه لږ وی تر ډېره لیدل کېږي. دا یو داسې حالت دی چې ماشوم بې له کوم واضح سبب څخه زیات ژاړي، اکثره د ورځې په ځانګړو وختونو کې، معمولاً د ماسپښین یا ماښام پر مهال.
نښې (علایم):
ماشوم پرته له څرګندې ناروغۍ یا اړتیا څخه ژاړي
ژړا معمولاً له 3 ساعتونو زیات دوام کوي، 3 ورځې یا زیاتې په اونۍ کې، او لږ تر لږه 3 اونۍ پورې
ماشوم پښې خپلو خواوو ته راکاږي، ګیډه یې سخته وي، او ډېر ناارامه وي او پو تندی یی ولونه غورځی
ژړا وروسته ناڅاپي پای ته رسېږي
احتمالي لاملونه:
د دقیق سبب یی معلومه نه وی ، خو دا عوامل ممکن رول ولري:
د ګیډې د ګیس جوړېدل
د معدې نا بالغ سیستم
د شيدو یا د وچو شیدی حساسیت
د ماشوم چاپېریال کې فشار یا محرکات
درملنه او پاملرنه
اکثره وختونه طبیعي وي او ماشوم 3–4
میاشتو وروسته ترې صحت یابه کیږی.
خو دا ځینې لارې مرسته کولی شي:
د ګیډې مساج
د ګازو ضد درمل (یوازې د ډاکټر په مشوره)
ماشوم ته مناسب چاپېریال برابرول، لکه ارامه فضا
که ماشوم ډېر ژاړي، وزن نه اخلي، استفراغ کوي، یا تبه لري، حتماً ډاکټر ته ورشئ.
اسلام علیکم
پدی هیله چی روغ او جوړ واوسی.
د ټولو څخه هیله ده چی بی کیفیته درمل خپلو ناروغه ماشومانو ته ور نکړی.
که مو بی کیفیته درمل خپلو ماشومانو ته ورکړ
نو د لاندی عواقبو سره مخ کیدای شی:
1) د پیسو بیهوده لگونه
2) دناروغ نه ښه کیدل
3) د ناروغی اوږد محاله کیدل
4) د ناروغ ضعیفه کیدل
5) د میکروبونو د مقاومت لوړیدل د درمل پر وړاندی
یعنی د درملو د اغیزی ختمیدل په میکروبونو.
25/11/2024
Natal Tooth(ناټال غاښ)
هغه غاښ ته ویل کېږي چې د ماشوم د زېږېدو پر مهال په خوله کې شتون ولري. دا یوه نادره پېښه ده چې شاوخوا په هر 2000-3000 ماشومانو کې یو ځل رامنځته کېږي.
ځانګړتیاوې:
وخت: د زېږېدو پر مهال په خوله کې شتون لري.
ځای: اکثر د ټیټې ژامې په مخکینۍ برخه کې (چېرته چې د شیدو غاښونه راځي).
بڼه: ممکن د عادي شیدو غاښونو په څېر ښکاره شي، خو اکثر کمزوری ریښه لري.
د ناټال غاښ لاملونه:
جنیټیکي عوامل: که په کورنۍ کې داسې تاریخچه وي.
اختلالات: ځینې وخت د سندروم پایر-رابین یا نورو جینیټیکي ناروغیو سره تړاو لري.
د ودې اختلالات: د جنین په وخت کې د غاښ جوړېدو په بهیر کې بدلون.
احتمالي ستونزې:
ژوبله کول: ممکن د ماشوم ژبه یا خوله زخمي کړي.
تغذیه کې ستونزه: د شیدو رودلو پر مهال د مور او ماشوم دواړو لپاره مشکل پیدا کړي.
شل کېدل: که دغاښ ښه تثبیت نه وي، ممکن شل شي او ولویږیاو تنفسی مجراهاتو ته داخل شی او د تنفس دبندیدو او حتی د ماشوم د مړینی سبب وګرځی.
تداوی:
د ناټال غاښ ویستل ترڅو د اختلالاتو مخنیوی وشی.
البته د غاښ ویستل ډیر مشکل نوی او په اسانی سره د مجرب ډاکټر پواسطه ویستل کیدای شی.
24/11/2024
زيري زيري زيري
د ماشومانو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ناروغیو لپاره ځانګړي روغتیایي خدمات
موږ ستاسو ماشومانو لپاره د هر ډول روغتیایي ستونزو تشخیص، درملنه، او پاملرنه په نړیوال معیار وړاندې کوو.
ډاکټر شاپور عرب
ايم بي بي ايس د(UCMD) لاهور پاکستان.
د چلډرن هاسپټال لاهور پاکستان څخه د ماشومانو د ناروغیو په برخه کې تخصص (MD).
د ماشومانو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ناروغیو درملنه کې پراخه تجربه لري.
خدمات:
د ماشومانو او نویو زېږېدلو ماشومانو د عمومي ناروغیو تشخیص او درملنه.
د معدې، پوستکي، ساه بندۍ، او حساسیت ناروغیو درملنه.
د ماشومانو د شکر ناروغۍ ځانګړې څارنه او کنټرول.
د ماشومانو د ودې او معافیت سیسټم ارزونه او تقویه.
د تغذیې په اړه مشورې او ځانګړې لارښوونې.
د هر ډول مزمنو او ناڅاپي ناروغیو لپاره پوره پاملرنه.
د خدماتو ځای:
کابل، ارزان قیمت، ماموریت څلور لاري، کابل اسيا روغتون ته مخامخ د شکر ناروغۍ د کنټرول مرکز
کار وختونه:
له مازیګر 5:00 څخه تر ماښام 9:00 پورې
د اړیکو شمېره: [0093790454520]
"د ماشومانو روغتیا زموږ لومړیتوب دی – ژر تر ژره مراجعه وکړئ ترڅو ستاسو ماشومانو ته غوره پاملرنه وړاندې کړو."
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
Kabul
09/12/2024