نړۍ دا وخت

نړۍ دا وخت

Share

سلام ملګرو موږ سره یو ځای شي او معلومات تر لاسه کړی .

24/06/2026

شبکې غلې دي.
فوسټ درسره شیر کړي چي چین ته وراسیږی

23/06/2026

که فکر کوې چې یوازې ستا ژوند ستوتزو کې دی، نو بهر لاړ شه/ووځه نو پوه به شي چې څومره خلک ستونزو سره ژوند کوي/اوس وخت کې د افغانانو ژوند له دوزخ څخه کم نه دی ❤️‍🩹

12/06/2026

په آیرلنډ کې د یوې شاوخوا ۲۱۵ کلنې ونې له لوېدو وروسته،
د ۱۷ څخه تر ۲۰ کلن ځوان یو نږدې ۹۰۰ کلن سکليټ وموندل شو.
👉 څېړنې ښيي چې هغه د ۱۰۳۰ او ۱۲۰۰ میلادي کلونو ترمنځ په چاقو وژل شوی و.
📌 سره له دې، هغه ته د عیسوي دود له مخې په درناوي خاورو ته سپارل شوی و.

08/06/2026

کله چې د ګرمۍ په موسم کې په موټر 🚗 کې سفر کوئ، نو لرې پر سړک داسې ښکاري لکه اوبه چې پرې ځلېږي. خو کله چې هغې ځای ته ورسېږئ، هلته هېڅ اوبه نه وي. دې پدیدې ته سراب (Mirage) ویل کېږي.

د دې تر شا یوه په زړه پورې علمي وجه ده.
د ګرمۍ په موسم کې لمر 🌞 سړک ډېر ګرم کړي. د سړک څخه لږ پورته هوا هم ډېره ګرمه شي، خو له هغې پورته هوا نسبتاً یخه وي. کله چې د اسمان رڼا یا د لرې شیانو رڼا د هوا له دغو بېلابېلو تودوخې لرونکو طبقو څخه تېرېږي، نو د مستقیم تګ پر ځای کږېږي. دې بهیر ته د رڼا انعطاف (Refraction) ویل کېږي.
له همدې امله د اسمان شنه رنګه رڼا پر سړک د لګېدو وروسته ستاسو سترګو ته رسېږي. دماغ دا داسې تعبیر کوي لکه د اسمان انعکاس چې پر سړک لوېدلی وي، بالکل لکه څنګه چې د اوبو پر سطحه د اسمان انعکاس ښکاري. له همدې کبله تاسو ته داسې ښکاري چې مخته پر سړک اوبه ولاړې دي.

هر څومره چې ګرمي زیاته وي، د سړک او د هغه د پاسه د هوا د تودوخې ترمنځ توپیر هم هماغومره زیات وي، او سراب لا روښانه او څرګند ښکاري.

په زړه پورې خبره دا ده چې همدا پدیده په صحراوو کې هم رامنځته کېږي، چیرې چې له لرې څخه اوبه یا جهیل ښکاري، خو په حقیقت کې هلته یوازې ګرمه شګه وي.
په لنډه توګه، پر سړک ښکاره کېدونکې «اوبه» په حقیقت کې اوبه نه وي، بلکې د رڼا د کږېدو له امله رامنځته شوی یو Optical Illusion دی.

07/06/2026

بې‌ځایه او ډېر سوچ کول د ژوند رڼا درنه اخلي، خوښۍ دې تښتوي او ستا د شونډو موسکا په خاموشۍ بدله کوي

05/06/2026

جمعې مبارکه ورځ ده 🤲
ستاسو اتل او د ولس محبوب شاپور ځدراڼ دا مهال په ډېر نازک حالت کې دی.
هیله ده ټول هیوادوال یې نن د جمعې په دې مبارکه ورځ کې په خپلو خاصو دعاوو کې یاد وساتي.
کله ناکله یوازې یوه رښتینې دعاء تقدیر بدل کړي. 🤍

اللهم اشفه شفاءً عاجلاً كاملاً، اللهم ألبسه لباس الصحة والعافية، وارفع عنه الألم والمرض، يا أرحم الراحمين.
یا الله! شاپور ځدراڼ ته عاجله شفا ورکړې، د مرګ له خطره یې وساتې او بېرته یې خپلې کورنۍ او مینه والو ته روغ جوړ راستون کړې. آمین

04/06/2026

په انټرنټي پاڼو کې مې ولوستل چې د عثماني امپراتورۍ یو مصري انجینر محمد صادق بی ۱۴۶ کاله مخکې د «کعبې شریفې» دا تصویر اخیستی دی.

03/06/2026

یوه نړیواله څېړنه:

د قرآن کریم اورېدل په مختلفو چاپیریالونو کې د رواني ستونزو لپاره د غیر درمل جوړونې درملنې په توګه کار کوي؛ سربیره پردې، دا د اوږدمهاله رواني اضطراب او فشار درملنه کوي.

29/05/2026

دومره مه بدلیږئ چې سبا مو د لویدو پر مهال څوک ونه پیژني!

13/05/2026

مه وایه: نوم دې څه دی؟
ووایه: په څه نامه دې ياد کړم؟
مه وایه: له تا سره مینه لرم.
ووایه: ستا ترڅنګ ښه احساس لرم.
مه وایه: څو کلن/کلنه یې؟
ووایه: کولای شم د عمر په اړه دې پوی شم؟
مه وایه: چې غواړم ودې وینم!
ووایه: راځه یو بل ووینو.
مه وایه: زه تا نشم هېرولی.
ووایه: فکر کوم تاسره عادت شوی يم.
مه وایه: دا کار وکړه.
ووایه: زه ډاډه يم، چې ته دا کار ترسره کولی شې.

ستا له شخصیت څخه خلک تر هر څه ډېر، ستا د خبرو له انداز، احساس او چلنده اغېز اخلي.
جذاب اوسېدل یانې په سمه طریقه خبرې کول.

Category

Website

Address


Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نړۍ دا وخت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Subscribe

We will notify you when anything happens in Khost.