Sangeen Dental Laboratory SDL
Porcelain Gold Metal Denture CC plate
24/06/2024
دلته ډېر په لوړ کیفیت سره ستاسې د خوښې مطابق کار سرته رسیږي.ښه کيفيت ښه آینده یواځنی د سنګين ډنټل لباټری سره
دلته ستاسې خوښی ډیزاین اوښه کیفیت پورسلین ،ګولډ،مېټل په مناسبت قېمت جوړولای شی ازمايښت شرط دی.
ټیلیفون شمېرې «0775220010»«0730220010»
27/12/2022
The causes and treatment of Dental Hypersensitivity
دغاښونو دحساسیت( بریښ) عوامل او دهغوی تداوی
لیکنه: داکترسیف الله صمدی
دغاښونو حساسیت یو ډیر واقع کیدونکی ستونزه ده چی زیاتره خلګ ورسره لاس اوګریوان دی چی معمولا دی وخت کی یو نوع لڼډ مهاله درد دیخ ، ګرم، خوږه، کیمیاوی موادو او برش کولو په مقابل کی رامنځته کیږی.
دغه مشکیل زیادتره دیو لړ ناروغیو پر مهال رامنځته کیږی چی په لنډ ډول تری یادونه کوو
اول : د وری یا ګم شاته تګ یا تښتیدل
په دی حالت کی معمولا هغه وری کوم چی دغاښ په غاړه کی موقعیت لری تخریبیږی دا چی په دی ساحه کی د مینا ضخامت کم دی او په ډنټین ټيوبولو کی موجودی عصبی رشتی، یخ او ګرم یا برش په مستقیم ډول له همدی ناحی سره په تماس کی کیږی او په نتیجه کی یو اندازه حساسیت یا بریښ رامنځته کیږی
دوهم: دغاښ سولیدل یا tooth wear
دغاښ لومړنی او کلکه طبقه دمینا یا انامیل په نوم سره یادیږی کوم چی دغاښ نوری برخی حفظ کوی هر کله چی دغه طبقه دهر علت له وجی تخریبیږ او ډنټين لوڅیږی دغاښ دحساسیت چانس زیاتیږی
دریم: دغاښونو چنجی وهل یا کاریس:
په دی حالت کی هم معمولا دغاښ کلکه طبقه د میکروبونو په واسط ډيمنرلایز یا تخریبیږی هرکله چی نوموړی تخریب ډنټین برخی ته ورسیږی حساسیت یا بریښ د مختلفو موادو او تنبه ګانو په مقابل کی رامنځته کیږی.
څنګه کولای شوی له دی افت څخه ځان وژغورو(وقایه)
۱: دخولی دحفظ الصیحی ساتنه
۲: دغلطو عاداتو لکه ناسم برش کول ، خوله کی میخ یا نورو وسایلو استفادکول دغاښونو چیچلو څخه مخنیوی
۳:په مکرر ډول د غاښونو داکتر ته دمعاینه کولو په هدف مراجعه کول
۴: دغیر معیاری کریمو داستفادی څخه ډډه کول
د حساسیت تداوی:
د حساست تداوی نظر د حساسیت اندازی ته فرق کوی یعنی کولی شوه په کور یا دداکتر په معاینه خانه کی تداوی شی
په کور کی لکه د حساسیت ضد کریمو ، غرغړو او حساسیت ضد پوډرو په واسطه تداوی صورت نیسی
په کلینیک سمدستی د زیات حساسیت په صورت کی له مختلیفو لارو څخه لکه فلوراید ترافی ، پوتاشیم نایتریت استفاده ، وارنش استفاده ، ریزین او د زیات حسایت په صورت کی له نورو مختلفو لارو څخه استفاده کیږی
په درنښت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Khost City New Medicine Line
Khost
Opening Hours
| 09:00 - 17:00 |