Bawari

Bawari

Share

ملګرو فیج درسره ضرور فالوو کړئ👆👆


Bawari Bawari 👈👈. ❤️🫶. مننه

05/10/2026

زما ډېرو قدرمنو محترمو او عزتمندو ملګرو په ډېر احترام درڅخه هيله کوم چې په ټک ټاک کې ددې لينک په وسيله راسره ملګري شئ مننه
tiktok.com/.mangal62

Photos from Bawari 's post 04/10/2026

دتلپاتې اباد ودانو افغانستان غواړو !!!

الحمدلله ! ټولو قدرمن ورونو او عزتمندو خویندو ته د واخان منځکنی دهليز د رسمی پرانستی مبارکی وايوو دالله عزوجل نه ډیر منندیو چی هیواد مو دابادی او ترقی خواته روان دی للهذالحمد داګام دپکستانی کفری پوځی رژیم ته یوه بله کلکه څاپیړه پر مخ ده چی مرتد عاصم خنځیر سره له ټولو دجالی او شیطانې هڅو دخدای په مرسته هیڅ بریالی نشو
له چین سره دافغانستان دنښلېدونکې لارې د پرانستې مراسم، د افغانستان او چین ترمنځ دغه ستراتېژیکه لار د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بلل کېږي، ومن الله توفیق.
نصر من الله و فتح قریب

Photos from Bawari 's post 04/10/2026

ولسي مېړانه به تل ياديږي !!!
میړانه دیته وایی په شخصي لګښت دتېر جمهوریت د وخت یو نیمګړۍ پول چې چارې یې ډیرې مهمې وې دکلي قوم هدیره او یو ښه پرمختګ لاره وه دمربوطه سیمې خلکو ډیر ضرورت ګڼل کېدو
نن بیا دلوی درستیز معاون حاجي صیب مالې خان (صیدیق)نوي افتتاح کړه
رب دې حاجي صیب ته اجر عظیم او ډیر عمر ورکړي
نوموړي پروژه د دوه منده ولسوالي خوی خیل سیمه کې د یو نیګړي پول پاتې برخې چارې بېرته بیا پرانیستل وو او په نیږدې وخت کې به په چټکۍ سره سرته ورسیږي او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي تر څو داولس ضروریات په
ښه توګه پوره کړي

30/09/2026

دموسی خیلو او د قلندر ولسواليو ولسونو دحق غږ !!!

دولتونه د خپلو لګښتونو ترسره کولو، حکومتي چارو مصارفو او خلکو ته د عامه خداماتو ترسره کولو لپاره بودیجې ته اړتيا لري. د مصارفاتو او عامه خدمتونو ترسره کولو لپاره د مالياتي سيستم څخه زياته اندازه عايدات ترلاسه کوي، هغه وخت چې ولسونه ماليات تاديه کړي نو د حکومتونو مسؤليت جوړيږي چې د خلکو اړتياؤ په پام کې نيولو او متوازن انکشاف سره سم عامه خدمتونه ترسره کړي.
د خوست ولايت موسی خېلو او قلندر ولسوالیو خلک ګيله لري چې هر کال په سلګونه ميلونه افغانۍ مالیات په ځانګړي توګه د جلغوزيو څخه تاديه کوي خو په بدل کې ورته عامه خدمتونه په هغه ډول چې اړتیا يې احساس کيږي ندي ترسره شوي، دوي د نمونې په توګه لاندې عمومي اړتياوې د حکومت د کمې توجه له امله ترسره کړيدي:

۱: د غلنګ لوي پل جوړول په شخصي لګښت .
۲: د قلندر ولسوالۍ ميشتې درې لنډرې کلي تر قلندر درې د نکوړي سيمې نښلول له کامران کلي سره په شخصي لګښت.
٣: د موسی خېلو خړۍ څخه تر قلندر تورښاره کلي دوهم سړک په شخصي لګښت.
۴:منګلو له کوسین خولې تر ګبر خام سړک په شخصي لګښت جوړ کړی دی.
٥: قلندر ولسوالۍ ميشتې له اسمان کوټ څخه تر شريفي کلي پورې سړک په شخصي لګښت.
٦: موسی خېلو خړۍ څخه تر چښتون پورې سړک په شخصي لګښت.
٧: موسی خېلو څپري څخه تر لوړې پورې سړک په شخصي لګښت.
٨: د موسی خېلو سړو اوبو، ګيرنۍ او مزرۍ اوسپنيز پلونه په شخصي لګښت.
٩: د پټک دوه لوی پلونه چې کارونه يې نيږدې دي په شخصي لګښت.
١٠: پټک لويه مدرسه، غلنګ مرغې مدرسه، زوړکوټ مدرسه، ګبر لدور خولې مدرسه، څپري مدرسه، توت پالې مدرسه، غوزک مدرسه، تور ښاره مدرسه، شريفي مدرسه، ستر کوټ مندتي کاڅ مدرسه... په شخصي لګښت.
١١: منګلو د زوړکوټ جانیخیل ایوبي پارک په شخصی لګښت جوړ کړی دی.
١٢: منګلو د میاخیل مینې ډېم په شخصي لګښت جوړ کړی.

١: قلندر ولسوالۍ اړوند ٩ بابه ښوونځي هيڅ تعمير نلري.
٢: قلندر ولسوالۍ درې کلينيکونه هيڅ تعمير نلري.
٣: موسی خېلو له سور کلي څخه تر شخل او بلخېلو پورې سړک زيات تخريب دی.
٤: موسی خېلو سور کلي او ډيکي فرعي کلينکونه وداني نلري.
٥: قلندر ولسوالۍ هيڅ مخابراتي انتن نلري.
٦: موسی خېلو او قلندر ولسواليو لارې تخريب شوي او ترميم ته اشده اړتيا لري.
٧: قلندر او موسی خېلو ولسوالۍ لږې زراعتي ځمکې لري زياتره د خوړ پر غاړه دي استنادي ديوالونو ته اړتیا ده.
٨: د موسی خېلو ولسوالۍ د وچکړي مکتب سيلاب زيانمن کړی تر اوسه ندی رغول شوی.
٩: د موسی خېلو پر مسير د کابل عمومي لين سړک څو سوه کليومتره لنډ دی خو کار ورته ندی شوی.
١٠: قلندر ولسوالۍ قلندر او ميشتې درې ترمنځ وصل کيدونکي سړک اشده اړتیا ده.
١١: ژمي موسم کې د دواړو ولسواليو سړکونه د واورو له امله ډېر وخت بند پاتې وي.
د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو خلک ډېر بې وزله، وروسته پاتې او ټولنیزو خدمتونه ته لاسرسی نلري. دواړو ولسوالۍ خلک له ښارونو ليري او کار کولو لپاره کوم فرصتونه او پروژې نشته نو هغوي د ژوند له سختو کړاونو سره مخامخ دي.
د يادو ولسواليو د خلکو ژوند پر کرهڼه، مالدارۍ ځنګل وهنې باندې بسيا دی خو دا چې ځنګل وهنه يې د خپل منځي تړونونو او دولت سره په همغږۍ منع کړي نو د معاشيت بديل اسباب ورته ندي برابر شوي.
نو د ا.ا.ا له مشرانو څخه هيله کيږي چې دغه دواړو محرومو ولسواليو ولسونو ته ځانګړي پاملرنه وکړي، هغه ماليات چې له دوي څخه اخيستل کيږي، په بدل کې ورته کارونه ترسره کړي او د هغوي لومړنيو اړتياؤ په برخه ورته د بيارغونې او ټولنيزو خدمتونو زمينه برابره کړي.

15/09/2026

دمېچيو کاروباريانو څخه يوه پوښتنه لرم هغه داچی
داغه مېچۍ دزرعتي مېچيو په ځېر په صندوق کې ساتل کيدی شي کنه ؟

29/08/2026

ماشاءالله ماشاءالله
د ګران هيواد افغانستان دسرپل ولايت سانچارک ولسوالۍ کې دپنځه ويشتو کيلو مترو سرک چارې دانس ځدراڼ شرکت لخوا په سم ډول روانې دي
شکر شکر شکر

25/08/2026

الله ج د ګران افغانستان د ابادۍ زېري لا ډېر کړي

20/08/2026

دشاه غازي آمان الله خان لور دخپلواکۍ ترلاسه کولو په برخه کې د منګلو قوم او دلويې پکتيا ولسونو دمېړانې کېسه کوي

16/08/2026

دچکراو استراحت لپاره دلته راشئ
چې ارمتيا،اب هوا، داوبوشړنګه په ښکلو ونو پوښلشوي غرونه
دبنډارونو لپاره په زړه پورې ځايونه مو تر مرګه دځان سر په ياد پاتې شي
قربان له دې جنتي ونه

Category

Telephone

Website

Address


Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bawari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Subscribe

We will notify you when anything happens in Khost.