ساه راډیو Sah Radio
Sah Radio
News | Islamic | Social Programs
Broadcasting from Khost, Afghanistan
94,7 FM
17/06/2026
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع تایید کړه چې تر دې وروسته د پاکستان لاس یا د افغانستان خلاف لاس موټرو ته په هیڅ ډول پلیټ نه ورکول کیږي.
هغه زیاته کړه چې تر دې مخکې هم چې کومو خلاف لاس موټرو ته په کابل کې د ګرځېدو اجازه ورکړ شوې، هغوی به هم له کابله وباسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د اشترینګ د بدلولو په اړه هم د څو ارګانونو ترمنځ خبرې روانې دي خو لا وروستۍ شوې او پلې شوې نه دي.
17/06/2026
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې فدرالي څارنوالانو د رحمانالله لکڼوال پر وړاندې د وژنو او وسلو کارولو په ګډون نوي تورونه ثبت کړي دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا عدلیې وزارت اوس ارزوي چې ایا د هغه پر ضد د اعدام سزا وغواړي که نه.
لکڼوال د واشنګټن ډي سي په یوه پېښه کې د ملي ګارد د یوې غړې د وژنې او د بلې د ټپي کولو په تور محاکمه کېږي، خو هغه پر ټولو تورونو کې خپله بېګناهي څرګنده کړې ده
17/06/2026
د هلمند مسوولین وایي، د یاد ولایت مرکز، لښکرګاه اړوند «بُست قلعه» سیمه کې ۲۱زره ۴۱۷ کیلوګرام بېلابېل قاچاقي درمل سوځول شوي دي.
د دغه ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولینو ویلي چې په دغو توکو کې انساني، زراعتي او حیواني درمل شامل وو چې د بېلابېلو ځایي ادارو د استازو په شتون کې سوځول شوي دي.
د سرچینې په وینا چې یاد درمل د ګرځنده ټیمونو له لوري د دوو میاشتو په موده کې نیول شوي وو.
17/06/2026
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۴۰ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۹۵ تنو ته رسېږي، په جبري توګه راستنې کړی شوې دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، تر ټولو ډېر راستنېدونکي د تورخم له لارې هېواد ته دننه شوي چې شمېر یې ۴۱۳ کورنیو او ۲۲۵۵ تنو ته رسېږي.
همدارنګه، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له لوري ۴۳۹ کورنۍ چې ۲۴۴۲غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونو په موخه ورته مالي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له ۱۰۷۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ۵۱۸ سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو وېشل شوي دي. د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د راستنېدونکو لپاره روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي اړوند خدمتونه هم په دايمي توګه وړاندې کېږي.
17/06/2026
د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د کونړ امنيتي ځواکونو په څوکۍ ولسوالۍ کې د يوه اندازه ځنګلي او ګرانبيه لرګيو د قاچاق مخه نيولي ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا لرګي په دوو نقليه وسايطو کې ځای پر ځای شوي وو او په غير قانوني توګه لېږدول کېدل.
د مسوولينو په وينا، د يادې قضيې په تړاو يو تن نيول شوی چې د لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
17/06/2026
کریکټ مینه والو ته زېری!
نن ورځ افغانستان د هندوستان په وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې دوهمه یو ورځېنۍ سیالي ترسره کوي.
دغه په زړه پورې لوبه په خوست کې د ساه راډیو څخه په ژوندۍ بڼه وړاندې کیږي.
تاسې هم د لوبې اړوند خپل نظرونه راته ولیکئ، تر څو یې د لوبې په جریان کې درته نشر کړو.
د لوبې پیل: نن غرمه ۱۲ بجې
ساه راډیو ۹۴،۷ اف ام
16/06/2026
په ننګرهار ولایت کې چې د ۵ ولایتونو تر منځ د افغانستان اتلانو لیګ ته د لارموندنې سیالۍ پیل شوې وې د خوست اریانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې اریانان لوبډلې وکولای شول، چې په درې بریاوو او یوې مساوي د دې سیالیو اتلولي خپله کړي او د افغانستان اتلانو لیګ کې خپل ځای حتمي کړي.
16/06/2026
امریکا کې بم غورځونکي الوتکه لوېدلې.
د امریکا د هوايي ځواک یوه بي-۵۲ بم غورځوونکې الوتکه لوېدلې او په کې سپاره اته تنه وژل شوي دي.
دغه الوتکه چې د اټومي او دودیزو بمونو د لېږدولو لپاره جوړه شوې، د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال راغورځېدلې ده.
د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو په اړه یې د پلټنو خبر ورکړل شوی دی.
په قزاقستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ لیکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، اېډوارډس سټیپرایس، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ګیل برتران او د اروپايي کمېسیون د څانګې مشرې، شارلوټ اډرین په الماتا ښار کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو او استول شویو استازو په اتمه غونډه کې ګډون کړی دی.
د استازولۍ په وینا، په دې غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو د افغانستان وروستي وضعیت او پر سیمې یې د اغېزو په اړه نظرونه تبادله کړل.
په غونډه کې د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت، د اوبو مدیریت او اقلیمي بدلون، بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، او همدارنګه سوداګري، نښلونې او سیمهییزې همکارۍ وڅېړل شوې.
چینایي رسنیو لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) له غړو غوښتي چې په نننۍ نړۍ کې د ثبات، رغنده همکارۍ او پرمختګ د ځواک په توګه لا غوره رول ولوبوي.
وانګ يي په بېجینګ کې د شانګهای همکاریو سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت مراسمو کې ویلي، دغه سازمان باید د سولې، پرمختګ او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو په پراختیا کې بېلګه واوسي.
هغه همداراز د ګډ، هر اړخیز او دوامداره امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات ترڅنګ باید د افغانستان د بیارغونې او پراختیا ملاتړ هم وشي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
Khost