FILM TIMER
you can get here great informations
FILM TIMER Mohammad Kabair Akbiry Sajith Sahinsan
07/03/2026
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولین وایي، د لارو تړل پاتې کېدو له امله سوداګري په ټپه درېدلې چې له امله یې پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه ډالر زیان اوښتی. د دوی په خبره؛ د سوداګریز او اقتصادي زیان ترڅنګ د خلکو ورځنی ژوند هم سخت اغېزمن شوی دی. د دواړه خواوو د ګدې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي ویلي، افغانستان د پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د مهمې ټرانزيټي لارې حیثیت لري چې هر کال له دې لارې د شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پرې سوداګري ترسره کېږي.
07/03/2026
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د سیاسي سلا مشورو دویم پړاو د رییسانو په کچه په کابل کې ترسره شوی دی. په دې ناسته کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي بدلونونو، او د سیمهییز ثبات او امنیت پر موضوعاتو خبرې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتوالي، او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو په برخه کې هم د نظرونو تبادله شوې او د ګډو ګټو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. دواړو خواوو د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو د لا ښه کېدو او د سیاسي همغږۍ د دوام هوکړه هم کړې ده. دواړو لورو پرېکړه کړې چې د سیاسي سلا مشورو درېیم پړاو به د دواړو خواوو په هوکړه په مسکو کې ترسره شي.
07/03/2026
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهیي د جنازې په مراسمو کې د نړۍ له شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو رسمي پلاوي، سیاسي شخصیتونه او ولسي استازي ګډون لري. د نوموړي په وینا، په دغو مراسمو کې د اتو هېوادونو د دولتونو مشران، د ۱۲ هېوادونو د پارلمانونو رئیسان او د یو شمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي هم حضور لري.
07/03/2026
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د پخواني مذهبي مشر علي خامنهيي د جنازې مراسمو په څنډه کې، د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره کتلي دي. تر دې دمه د دغو خبرو اترو په اړه کوم رسمي جزییات نه دي خپاره کړي. د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر یوازې د پزشکیان او ملا برادر د لیدنې انځورونه خپاره کړي دي. ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران پخواني مذهبي مشر ته د درناوي په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی دی.
07/03/2026
بلخ کې د خټکیو کروندګر وایي چې سږ کال یې حاصلات زیات دي، خو د مناسب بازار او صادراتو د نشتوالي له امله له مالي زیان سره مخ دي. دوی د حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو زمینه باید برابره شي. پلورونکي هم وایي چې د خټکیو بیې د تېر کال په پرتله راټیټې شوې دي، چې له امله یې کاروبار اغېزمن شوی دی. په ورته وخت کې د بلخ د کرنې ریاست وایي، سږ کال پر نږدې ۱۶ زره هکټاره ځمکه د خټکیو کښت شوی او شاوخوا ۲۵۰زره ټنه د حاصلاتو اټکل کېږي.
07/03/2026
د ازبکستان د ولسمشر مرستیال سلاکار او د منځنۍ اسیا د نړۍوال انسټېټیوټ مشر، جاولون وخابوف، ویلي چې افغانستان د منځنۍ اسیا نه بېلېدونکې برخه ده او تاشکند یې په سیمهییزو بهیرونو کې د ګډون ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړې چې ازبکستان او د سیمې ځینې نور هېوادونه کولی شي د کابل او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پل رول ولوبوي. وخابوف همداراز افغانستان او پاکستان د ازبکستان مهم شریکان بللي او له دواړو لورو یې غوښتي چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
07/03/2026
سرچینې وایي، د افغانستان خلاف لاس موټرو واردات د تل لپاره بند شوي او له دې وروسته به نه د پرزو په نوم واردېږي او نه به ورته سټیکر ورکول کېږي. د معلوماتو له مخې، د مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې چې په ګمرکونو کې د دغو موټرو موجودې اساسي پرزې د یوې میاشتې په موده کې له افغانستانه وباسي. سرچینې زیاتوي چې دا پرېکړه وروستۍ ده او د عملي کېدو بهیر یې په جدي ډول تعقیبېږي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Website
Address
United Kingdom
London, ON