Abdullah amir
بلنې راته وليږئ دوستانو
که مو زړه خپه وي غواړئ چې خوشحاله شې استغفار! ډير وايې.
عبدالله امير
27/01/2025
*مسلمان ټیک ټاکر (خابې لاما) ته ټېک ټاک کمپنۍ تېر ۲۰۲۴ کال کې ۲۰ میلیونه ډالر ګټه ورکړېده، دا یوازي دده برخه ده دا چې تېک توک به څومره اخیستي وي.*
* خابې لاما! تر ډېره تمثیلي ویډیو جوړوي او تر ټولو زیات فولورز لري.*
26/01/2025
داسې نوملړ به نه وي چې راشدخان یې برخه نه وي!!!
د افغان لوبډلې پیاوړی ستوری او اتل راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ز کال د شل اوریز نوملړ برخه دی، هو هغه افغان لوبغاړی چې د نړۍ کرکټ ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.
افغان اتلان، د افغانستان ویاړ!
24/01/2025
مور جانی!
وايې چې د ديوې مور ماشوم بلې ښځې پټ کړ. هر څومره له غلې ښځې څخه خپل ماشوم وغوښت، خو هغې ورنکړ او ويې ويل چې دا زما ځوی دی. د ماشوم مور په چيغو چيغو قاضي ته ولاړه او عرض يې وکړ چې يوی ښځي مې ماشوم پټ کړی او نه يې راکوي. قاضي غله ښځه راوغوښته هر څومره پلټنې چې يې ترې وکړې ښځه قانع نه شوه، ويل يې چې دا زما خپل زوی دی، پر ما يې ناحقه دعوه کړې ده. قاضي وويل: ما يوازي پريږدئ چې د پريکړې په اړه فکر وکړم. دواړه ښځې د قاضي له کوټې نه ووتلې. ښه شېبه وروسته دواړه ښځې راوغوښتلې هغو ته يې خپله پريکړه داسې علان کړه:
وروسته د ډير سوچ نه زه دې نتيجې ته ورسيدم چې ماشوم بايد دوه ټوټي شي، يوه ټوټه د يوې مور او بله ټوټه د بلې مور. په دې پريکړې کې به عدل او انصاف پر ځای شي. قاضي جلات راوغوښت، ويل راشه دا ماشوم دوه ټوټې کړه. کله چې جلات توره په لاس راغی د ماشوم اصلی مور غږ کړ:
قاضي صاحب! ماشوم مه ټوټې کوئ، ماشوم زما نه دی، هغې ته يې ورکړئ. قاضي پوه شو چې د ماشوم اصلي مور همدا ده، ځکه چې د خپل زوی مرګ یې نشو زغملای او هغه بله چې د ماشوم اصلي مور نه وه د قاضي پريکړه يې ومنله. په دې توګه قاضي ماشوم خپلې اصلي مور ته وسپاره او هغې بلې غلې ښځې ته يې سزا وټاکله.
د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص فرمایلي دي چې ((جنت د مور تر پښو لاندې دې)). د مور مقام په ټولنه کې تر هر چا لوړ دی او درناوی يې په ټولو لازم دی.
په دې منظومه کيسه کې د مور د مهربانۍ يوه داسې نمونه تاسو ولوسته چې مينه او مهرباني يې له بل چا سره نه شي پرتله کېدای. مور د مينې، محبت او مهربانۍ يوه داسې چينه ده چې دغه مينه او مهرباني يې د زړه په څڅيدونکو وينو کې هم نارې وهي.
تاسو له دغې کيسې په لوستو څه مفهوم واخست؟
27/10/2024
د ايمرجينګ لوبو فاينل د مبارک وي:
ټولو هيوادوالو د سريلنکا پر وړاندې د فاينل لوبې ګټلو مبارک وړاندې کوم،
Congratulations to all Afghans on this great victory.
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.
Type
Site Web
Adresse
Democratic Republic Of The