Naqibullah Shinwari
like and follow me
خدای ج دې ورته جنتونه په نصیب کړي 🤲🤲😭😭
06/08/2022
د بشر حقوق که د کفر حقوق ؟
سترګې ددې وحشت په ليدلو د اوښکو په ځای وينې تويوي ، غوږونه يې د اوريدلو بښنه غواړي .
درنو هېوادوالو !
لومړی خو درته د سوال لمن مخې ته نيسم ، چې د اقتصادي سياليو او تربګنيو تېر شئ ، خپل ځانونه او اولادونه په داسې ناورين کې مه اچوئ چې نن يې په وړاندې ټول بې وسه يو ، د خدای لپاره په وطن کې د پرديو کروندو سابه راوړئ ، خو د ظلم او بربريت وحشت ته ځان مه رسوئ .
په نړۍ کې د بشر حقوق نشته ، دغه نوم د امريکا او کفري هيوادونو د جرمونو د پټولو لپاره يو پوښ دی ، حقيقت نه لري ، د بشر حقوق نه بلکې د کفر حقوق دي، د نړۍ لپاره بشر کفر دی نه اسلام ، په اسلامي هيوادونو کې چې کوم انسانيت ژوند کوي ، هغه د دوي لپاره بشر نه دی ، په دې نوم ټول کفري هيوادونه خپلې وحشيانه کړنې پټوي ، او سياسي ګټه ترې پورته کوي .
که د بشر حقوق وي ، نو چرته دي دا د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو څارونکي ، چرته دی د بشر د حقوقو ميثاق او همداسې دا نور در واخلئ.
زما غوښتنه !
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت نه دا ده چې له ايران سره ددې وحشت او نورو ظلمونو په اړه د خپل يو ثابت سياسي دريځ له لارې دا موضوع مطرح کړي ، زمونږ ګاونډیان زمونږ د بې وسۍ او پرديسۍ څخه خوند اخلي .
په ملګروملتونو کې د افغانستان د پخواني دولت نماينده نصير احمد فايق څخه هيله کوو چې افغان مهاجرينو او مسافرينو سره د ګاونډيو هيوادونو د موجوده کيدونکي وحشت په اړه چپ پاتې نه شي، او دا موضوع په يو نړيوال سټيج مطرح کړي .
په ملي سطحه زمونږ ستونزه څه شی ده ؟
مونږ په تېر پنځوس کلن تاريخ کې د خپل بهرني سياست په اجنډا کې دوست او دښمن نه دی تعريف کړی نو ځکه نن په خپلو هيوادوالو د داسې وحشت ليدونکي يو .
الله دې زمونږ د خلکو لاس نيوی وکړي ، له ټولو ملګرو نه هيله کوو چې په دې اړه د خپل وس مطابق چې په هره سطحه وي ، د خپلو هيوادوالو ترڅنګ ودريږي.😭😭😭
🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫
زموږ بيچاره افغانان او د ترکېې ظلم
خدای ج مو داسې زليله کړه ترکانو لکه موږ افغانان چې مو سومره زليله کړو 🤲🤲
23/05/2022
🤔🤔😊😁😁
08/05/2022
https://youtube.com/channel/UCdFm35eBGxj-KMUBwMVIk2w
Sahil Hilalzai - YouTube سلمان خانsalman Khan
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.
Téléphone
Site Web
Adresse
Paris