M Khalid Ahmadzai
A simple human Pashtun rights activists social activists working for the peace & education for Pashtoon
د خپل هېواد قدر وګړئ, ګنې داسې در سره پېښيږی!!!
27/12/2022
احمد شاه بابا ته ښځو د پوهنې په اړه د خپلې مور، زرغونې انا نصيحت او وصيت.
زرغونه انا، چې خپلې سپېڅلې لمنه کې يې د احمد شاه بابا په څېر عظيم انسان روزلی، خپل د وخت يوه هوښياره، باتدبيره او باریک بینه مېرمن وه.
چې کله احمد شاه بابا د جرګې په پريکړه پاچا وټاکل شو نو د ښار ښځې نجونه زرغونې انا ته د زېري او مبارکۍ په موخه ورغلې.
زرغونې انا پر احمد شاه باندې د افغانانو دا لويه پېرزوينه وستايله او شکرونه يې وکړل او پر لوی احمد شاه يې پور او دَين کېښود چې د ښځو پوهنې اوحقونو ته خاصه پاملرنه وکړي.
(نوټ: د پاملرنې وړ ده چې زرغونې انا پا اتلسمه پېړۍ کې د پاچا د مور او د يوې بانفوذه مېرمن په توګه د ښځو د حقونو خبره پورته کړې وه چې لا په لويديځ کې ورته دوه پېړۍ پاتې وې).
- زرغونه انا -
خدای دې وکړي چې دوا شي
ما هم دی غوښت دې لپاره
چې خدمت د قام وطن کړي
ځان کړي خوار په دغه لاره
د نيکونو نوم ژوندې کړي
قام وژغوري له ناتاره
د پښتون جنډې کړي پورته
له خېبره تر خېساره
****
زه به هله دی زوی بولم
چې پاشلی ولس غونډ کړي
د زمري زلمو پوځونو
و هر لوري ته ورپنډ کړي
ستاسي ([ښځو]) هم پالنه وکړي
وموژغوري له خواريه
وپوهنې ته مو مخ شي
شي مخ څټ له ناپوهيه
هم هر پلار به خبروي تل
د خپل لور له بېوزليه
چې د لور غوښې ونه خوري
شي بېزار له خونخواريه
هر ميړه پوه کړي په دې
چې مېرمن هم لري حقونه
که مېرمن په کور کې نه وي
څه به خوند وي له ژوندونه
- زرغونه انا -
گرسنه نگهدار تا اطاعت کنند ، جاهل نگهدار تا بیعت کنند ...
Cliquez ici pour réclamer votre Listage Commercial.
Type
Contacter l'entreprise
Téléphone
Site Web
Adresse
5 Rue Lacuée
Paris
75012