سکون/skoen
الحمدالله،زه رب لرم او زما رب هر څه لری�
18/10/2026
ریکارډ!
په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۳ میلیونه او ۴۰۰ زره کسانو ته د «محمد» نوم ورکړل شوی دی او پرې کېښودل شوی دی.
عبدالله بن عمرو رضي الله عنه وايي:
يو سړي د رسول الله ﷺ نه پوښتنه وکړه، چې داسې څه کولای سم، چې پۀ اسلام کې ورباندې بهتر او غؤره سم، نو نبي كريم ﷺ ورته وفرمايل: «بل چاته خوراک وركوه او سلام اچوه؛ پر هغه چا چې که يې پېژنې يا يې نه پېژنې».
(رواه البخاري)
تازه:
په ټولو نړۍ کې ترټولو مشهور نومونه اول« محمد» او دوهم «مریا» ونومول شول.
17/10/2026
لږ تم شه!
د یوې الجزایرۍ یتیمې ناوې غوښتنه: "دوه چرګان مې پکار دي چې د واده په شپه مېلمنو ته ډوډۍ ورکړم"
دغې ساده جملې ټول الجزایر پر سر واخیسته.
#کیسه څه ده؟
څو ورځې وړاندې د الجزایر عین الدفلی ولایت د «سیدي لخضر» سیمې د شهرزاد په نوم یتیمې الجزایرۍ ناوې په یوه ویډیو کې غوښتنه وکړه چې واده یې دی خو د خوراک څه نلري، کوم ګاونډي یا خېرخوا کس دې یوازې دوه چرګان ورکړي، څو د واده په شپه د خپلو څو مېلمنو لپاره خواړه برابر کړي.
د هغې دې ساده او عاجزانه غوښتنې د ټول هېواد د خلکو زړونه نرم کړل.
ډلې ډلې خلک ورغلل. قیمتي فرنیچر، عصري برېښنايي وسایل، د څو میاشتو خوراکي توکي او د سرو زرو قیمتي ډالۍ یې ناوې ته ورکړې.
یوه سعودي سوداګر یې د عمرې بشپړ سفر لګښت پر غاړه واخیسته.
یوه ځايي سوداګر بیا د زوم لپاره دایمي دنده برابره کړه او د ناوې مور ته یې د ټول عمر لپاره میاشتنی مالي امتیاز وټاکه.
د واده په ورځ، زرګونه ناپېژندل شوي نارینه او ښځینه د بدرګې لپاره ورغلل، د موټرو اوږد کاروان، دودیزې موسیقۍ او امنیتي ځواکونو په ملتیا، شهرزاد د یوې شهزادګۍ په څېر خپل نوی ژوند پېل کړ.
هغه وایي:
«نن زه نور ځان یتیمه نه احساسوم، بلکې ویاړم چې د ټول الجزایر لور یم!»
Copy
16/10/2026
د ټېسلا شرکت خپل نوی تولید روډ سټر سپورټي موټر نندارې ته وړاندې کړ.
د ازمایښتي نندارې پر مهال دې موټر د لنډ وخت لپاره هوا ته ټوپ وهل، په هوا کې تاوېدل او بېرته پر ځمکه کېناستل ښودل شوي.
دا موټر د سپېساېکس له راکټي ټکنالوژۍ څخه په الهام جوړ شوی او د فشار شوې هوا د غورځوونکو نلونو سیستم لري؛ خو لا هم د الوتکې یا چورلکې په څېر د دوامدارې الوتنې وړ نه دی.
د روډسټر طرحه لومړی ځل په ۲۰۱۷ کال کې وړاندې شوې وه او ټاکل شوې وه چې سپارل یې په ۲۰۲۰ کال کې پیل شي، خو پروژه څو ځله ځنډېدلې ده.
Cliquez ici pour obtenir votre annonce sponsorisée.
Catégorie
Site Web
Adresse
Paris
ZIP
Notifications
Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque سکون/skoen publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.