Doctor Arifah Zadran
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor Arifah Zadran, Health/Beauty, Islamabad.
په ډاکټرۍ کې خورا مزې او ګټې دي، څوک ساعت⌚️ راکوي، څوک ایپاډ📱راته ډالۍ کوي او څوک لېپټاپ 💻 راته راوړي، وړمه ورځ یو چا راته ویل: عارفې! اپل واچ سره څنګه یې؟ خوښ دې دی؟ ما وې: ولې نه! اتي بله ورځ یې اپل واچ ⌚️ راته ډالۍ کړ.
د طارق جمیل یوه مرکه مې ولیده، د خپرونې ویاند د ده د ځینو کیسو او ویناوو ثبوت له قرآن او سنت څخه غواړي، دی ورته وایي، سرچینې (ماخذونه) مې نه دي په یاد او خبرو کې بند-بند کېږي.
خبریال یو عادي سړی وي، کوم عالم نه وي، خو د طارق جمیل غوندې یو نامتو نکلچي بند راولي.
نو دا د انټرنیټ، ګوګل او AI برکت دی، چې علم یې عام کړ او ډېر نکلچیان (قصه ګویان) چې پخوا به عالمان ګڼل کېدل؛ لغړ کړل. پخوا چې به هره افسانه او خرافه د دین په نامه یو چا بیان کړه؛ په تېره بیا چې هغه به یو څه مشر یا د عالم په نامه مشهور و، خلکو به په پټو سترګو منله، ماخذ به یې نه ترې غوښت، ځکه ډېرو عامو خلکو خپله دومره علم نه درلود، چې د یوې مسلې کره والی او ناکره والی مالوم کړي، بل دا چې د دومره کتابونو پلټل او لاسرسی ورته درلودل د هر چا د وس خبره نه وه.
خو نن سبا د AI او ګوګل په یوه کلیک هره موضوع درته روښانه کېږي.
زموږ خلک هره ذهني ناروغي، بې هوشي او نورې اراویي ناروغۍ د پېریانو اغېز ګڼي، حال دا چې د انسان بدن ته د پېریانو ننوتل او عصبي ناروغي دوه بېل رنځونه دي، د پېریانو اثر یا په اصطلاح پر چا چې پېریان ناست وي، نښه یې دا ده، چې ناروغ لمونځ، اودس، د قرآن تلاوت او نور سنت اذکار نه شي کولای، کله چې عبادت کوي پېریان یې تنګوي، که څوک ناروغ وي، خو عبادت یې کولای شوای، هغه عصبي تکلیف لري.
د پېریانو د اغېز ختمولو تر ټولو ښه او شرعي درملنه شرعي رقیه، د قرآن په آیتونو ځان دمول او سنت اذکار دي، ټګانو او تعویذګرانو ته مه ځئ، هغوی خپل تجارت درباندې کوي.
د ښځې تعلیم یوازې دا مانا نه لري، چې هغه به ډاکټره، نرسه یا ښوونکې کېږي، بلکې په کور کې چې تعلیم یافته ښځې وي، هلته یو علمي چاپېریال وي، د غیبت او بې مانا خبرو پر ځای، ښځې د علمي موضوعګانو په بحثونو بوختې وي، په مطالعه اخته وي او د هغه کور ماشومان د نالوستو ښځو د ماشومانو په پرتله مودبه او باشعوره وي.
نالوستی انسان لکه ړوند داسې وي، که ښځه وي، که نر، او لوستی انسان لکه که بینا (سترګور) داسې وي، که ښځه وي، که نر.
خو له بده مرغه، د یونیسف د یوه راپور له مخې، ټوله نړۍ کې افغانستان یوازېنی هېواد دی، چې د ۵ کالو راهیسې د ښځو تعلیم پکې بند دی.
حافظ محمدي کلفورنیا کې له یوې کابلۍ مېرمنې او مېړه سره مرکه کړې ده، پوښتنه ترې کوي، چې څومره وخت کېږي، چې له وطنه راوتلي یاست؟ هغوی وایي: ۴۱ کاله! بیا پوښتنه کوي، چې په دا یو څلوېښت کاله څو ځله افغانستان ته تللي یاست؟ هغوی وایي: یو ځل! وایي: اوس مو دلته ښه ژوند دی، اولادونه او لمسیان مو ټول ډاکټران او نرسان دي او په عین حال کې مو همدلته خپل ۹۰٪ افغانیت هم ساتلی.
ښه اصیله او دینداره کورنۍ ښکارېدله، ځکه حافظ محمدي ورته وایي: سلام! هغه سړی په ځواب کې ورته وایي: وعلیکم السلام ورحمة الله وبركاته!
نو کله چې سړی له خپل وطنه ښې خاطرې ونه لري، هر ځای چې یې سر په امن وي، کار او روزګار یې سم وي، هماغه یې وطن دی.
(دویډیو لینک کمینټ کې کتلای شئ، مرکه د ویډیو ۱۵مه دقیقه کې ده)
ما تر اوسه داسې انسان نه دی لیدلی، چې هغه دې د مور او پلار خدمتګار او پالونکی وی، خو خوار دې وي.
22/09/2026
بېګاه مو کور ته جیرجرک راغلی و، په ډېر احتیاط مې په کاغذي دسمال ونیو، ما وې چې مړ نه شي او بهر مې خوشی کړ.
زه ان یوه خزنده او بېګناه حیوان هم نه شم وژلای، هغو خلکو ته حیرانه یم، چې څنګه یو بېګناه انسان وژني، د انسان وژل هغه جرم دی، چې هر مذهب او هر قانون کې جرم بلل شوی، قرآن کې الله تعالی د یوه بېګناه انسان وژنه داسې بللې؛ لکه د ټولو انسانانو وژنه.
19/09/2026
نن سبا د ټکنالوژۍ له برکته هر علم عام شوی، هغه که دیني علم دی، که عصري، هر څوک لاسرسی ورته لري او په یوه دقیقه پلټنه د هر ډول مالوماتو کره والی او ناکره والی ورته څرګندېږي، نو ځکه ډېر خلک په تېره بیا لوستي ځوانان د هغو حقیقي علماوو د بیانونو تر اغېز لاندې راځي، چې یوه لاس کې یې (قرآن) او بل لاس کې یې د صحیحو حدیثونو کتاب (بخاري) وي، نننی نسل پوه شوی، چې د صوفیانو او بدعتي ملایانو بابولالې، خرافات او بدعتونه اسلام کې نشته، اسلام یو بشپړ دین دی، قرآن او سنت کې موږ ته هر څه راښودل شوي، هغه که تزکیه نفس ده، که عبادات دي، که حقوق دي او که د توحید عقیده ده.
مثلاً: یو پیر تا ته وایي، چې د ورځې به ۳۰۰ ځله (الله، الله) وایې او ۵۰۰ ځله به (هُو، هُو) وایې! خو بل څوک درته وایي، چې بخاري کې روایت دی، رسول الله ﷺ فرمایلي، چې د (لا حول ولا قوة إلا بالله) ذکر د جنت له خزانو یوه خزانه ده، بل روایت کې راغلي، څوک چې د ورځې ۱۰۰ ځله (سبحان الله وبحمده) وایي، ګناهونو به یې وبخښل شي، ان که د سمندر د ځګ په اندازه وي.
نو اوس به ته د چا خبره منې؟! د هغه بدعتي پیر؟ چې له ځانه یې بدعتي اذکار جوړ کړي، که به هغه اذکار منې، چې قرآن او سنت کې یې توصیه شوې؟! عقل، منطق، common sense او دین هم همدا وایي، چې باید هغه خبره ومنو، چې د قرآن او سنت په حواله وي.
همدارنګه نورې فتواګانې هم، یو څوک یوه مسله درته بیانوي، چې پلانۍ فتاوا کې دا مسله داسې راغلې، خو یو بل څوک د قرآن او سنت په حواله مسله بیانوي، نو طبعاً چې د قرآن او سنت په حواله مسله او خبره ډېر ژر زړونو ته لاره کوي او منل کېږي، ځکه چې هم سهي وي او هم د دین له اصلي منبع (قرآن او سنت) څخه رااخیستل شوې وي.
سعودي کې یوه ورور خپلې خور ته؛ له پوهنتون څخه د هغې د فراغت په مناسبت نوی موټر ډالۍ کړ.
زموږ خلک خو یې د دیندارۍ په نامه جاهلانې ساتي، چې د عصري علم، ښوونځي او پوهنتون ورته ووایې، وایي، عصري علوم یې سترګې ورڅیري او بې حیا کوي یې! چې ورته ووایې، دیني زدکړې دې څومره ورکړې دي؟! هغه کې هم صفر وي، ان د کور د ښځو یې د الحمد لله (سورت فاتحې) مانا او سم تلفظ هم نه وي زده، چې هره ورځ یې لمانځه کې لږ تر لږه ۳۲ ځله وایي، چې د ایمان د رکنونو پوښتنه ترې وکړې، چې څو دي؟ هغه یې هم نه وي زده! شرک، بدعت او خرافات خو بېخي پېژني نه، د توحید تعریف یې نه وي زده، ان ډېرې ښځې په دې هم نه پوهېږي، چې قرآن او سنت څه توپیر لري! زیارت او تعویذګر ته یې پرېږدي، خو ښوونځي او جومات ته یې نه پرېږدي، وایي، وخت د فساد دی.
نو که ستاسې ښځې واقعاً په دین پوه وای او له عصري علم څخه بې برخې وای، تاسې به دومره ملامت نه وای، خو له بده مرغه، چې تاسې نه په عصري او نه دیني علم پوه کړي.
(ویډیو کمینټ کې کتلای شئ)
12/09/2026
ځینې وخت باید سړی د چا په ظاهري څېره او بڼه قضاوت ونه کړي، یو هغه ملا و، چې د وړې نجلۍ سترګه یې ړنده کړه، بل ښاغلی جمال ترکی دی، چې د هغې نجلۍ درملنې ته یې ټټر وواهه. که زموږ د ټولنې د قضاوت له مخې ورته وګورو، هغه ملا په اصطلاح پر شریعت برابر دی او جمال ترکی نه دی برابر، خو یو څومره ظالم او بې رحمه دی او دا بل څومره زړسواندی او بشردوسته دی.
بېګا مې د وتر لمانځه کې سهواً وروستني رکعت کې دوې رکوعوې وکړې، په پای کې مې زړه نازړه سجده سهوه وکړه، ځکه چې ډاډه نه وم، چې بیرته لمونځ له سره وکړم، که همدا د سهوې سجده بسنه کوي. وروسته مې ChatGPT کې وپلټل، ځواب مې ومونده، چې یوه رکعت کې دوې رکوعوې لمونځ نه باطلوي، صرف په پای کې باید د سهوې سجده وشي.
له ځان سره مې ویل، چې دا ټکنالوژۍ څومره اساني او هوسایي جوړه کړې ده، چې ذهن کې دې هره پوښتنه راګرځي درځوابوي یې، چې کوم مالومات دې په کار وي وړیا یې درته مهیا کوي.
Category
Website
Address
Islamabad
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when Doctor Arifah Zadran posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.