Afghan zhagh ,Afghan voice
Help them
11/08/2022
راپسې وبه ژاړې.!
پۀ زړۀ به مات شې او لۀ زړۀ راپسې وبه ژاړې
چې تور لحد کې شم ویدۀ راپسې وبه ژاړې
مسکي تصویر ته به مې ګورې او زړګې به دې وي
لۀ غرېوه ډک لۀ بیلتانۀ راپسې وبه ژاړې
پۀ ژوندانۀ مې نۀ تپوس کړي نۀ احوال مې اخلې
که نۀ وم زۀ ، بې وفا تۀ راپسې وبه ژاړې
دومره هم وایم چې مې مینه در په یاد شي هله
قسم پخدا په ژوندانۀ راپسې وبه ژاړې
د زړۀ اهونه مې تل نه پریږدي خوبوته ويښ یم
که چېرته ودې ليدم زۀ راپسې وبه ژاړې
چې مرور یې مرور ګرځېږې داهم واوره!
که تلم لۀ کلي او کالۀ راپسې وبه ژاړې
چې د راسخ ملنګ انداز د مینې ورک شو کله
په هغه دم په جنازۀ راپسې وبه ژاړې
ـــــــــــــــــ
تقبله الله
10/08/2022
د ژوند تریخ حقیقت!
سلام دوستانو په لوست ارځي
آيا په ژوند کښي مو کله دا سوچ کړي چي ما تر نن ورځي پوري د الله له پاره څه کړي دي؟
کله چي د الله پاک په حضور کښې وړاندي شم او الله پاک سوال رانه وکړي چي ما ته د څه لپاره ليږلي وي؟
تا څه وکړل؟
تاته ما څومره موده درکړي وه د يو اوږد ژوند په شمول مي روغ صحت درکړي وو
هاغه څه چي مايي واضح ذمه واري اخيستي وه شپه او ورځ د هغه په لټون کښې وي او هاغه څه چي ما يي تاته هدايات کړي وو هغه دي څو فيصده ترسره کړل ايا تا لمونځ کاوه روژه دي نيوله زکوت دي ورکاوه ما تاته د حج وس درکړي وو تا وکړ؟
خپله به دي ښه ځان موړ کړ د همسايه پوښتنه دي کوله؟
د خپل دولت په عشق کښې دمره غرق وي چي مرګ دي بيخي په کلونو هم نه ياديده په دنيا کښې څومره مسلمانان د کفارو تر وحشت او بربريت لاندي وو تا يي د خلاصون لپاره څه وکړل؟
وروڼو دا ورځ راتلونکي ده ځانونه بايد اصلاح کړو په دي ستر حقيقت سترګي نه پټيږي
زه پوهيږم تاسو به واياست چي الله پاک دي توفيق راکړي نه نه نه هيڅکله نه يوازي په دي دعا نه شو خلاصيدلي!
الله پاک توفيق راکړي خو مونږ او تاسو يي استعمالوو نه توفيق نور تور وي او که سپين!
https://www.facebook.com/profile.php?id=100077523331382
15/06/2022
خـوږ نبيﷺ فـرمـایـلي دي:
په کوم قـوم یا هـېواد کې چې زنا او رشـوت زیات شـي نـو پـه هـغه قـوم یا مـمـلکت بانـدې کـفـار غـالبیږي او قـحطي پـرې راځـي.
«رواه مـشکواة»
السلام علیکم ورحمتہ اللہ وبرکاتہ
وروستہ له سلام!
اللہ پاک دی وکړي چي جوړ او روغ به ياست
ګرانو ملګرو زمونږ د دي پيج مقصد يوازي په پاکستان کښي د افغان کډوالو غږ تر اعلي حکومتي چارواکو رسول دي
د دي پيج چند خبري مقصود دي
(۱) هغه پخواني افغان کډوال چي پاکستان ته ۴۰يا۵۰ کلونه مخکي يي نيکونه يا پلرونه راغلي وو او د کشرانو پيدايش يي د پاکستان دي نو هغه د پاکستان د قومي شناختي کارډ قانوني حقداران دي چونکه دا حق هغوي ته نه دي ورکړل شوي هغه ځکه چي مونږ کتلي دي عموما په دي اړه چا اواز نه دي اوچت کړي او نه داسی کوم لارښود لري نو په دي اړه مونږ يو تحريک جوړول غواړو چي د هغه نوم به متحده مهاجرين مومنټ وي يعني MMM' او هغه په عملي ډول د دوي د حقوقو غوښتنه وکړي او تر لاسه يي کړي دا زمونږ يو قانوني حق دي نو د دي کار له پاره مونږ يوازي هيڅ نه شو کولاي په دي کښي ستاسو د مرستی اشد ضرورت دي
نو چي څومره ژر کيږي دا پيج مخ ته درسره شير کړي تر څو له ټولو مهاجرينو سره زمونږ اړيکه ونيول شي
والسلام!
14/05/2022
22/01/2022
د قاری صاحب تاجک سرہ مرسته وکڑئ
آباد به شے زخمی زخمی ویران افغانستانه
بلا دی واخلم زار دی شم قربان افغانستانه
افغان د بل ملک نیشنلٹی ته حاجت مند نه دی
سخته صحنه
السلام علیکم ورحمتہ اللہ وبرکاتہ گرانو دوستانو پیج درسرہ لایک او شیر کی
Click here to claim your Sponsored Listing.
Category
Telephone
Website
Address
Rawalpindi