Abad Afghanistan
Abad Afghanistan
28/09/2026
🇦🇫🤝🇹🇲 افغانستان او ترکمنستان د ترانزیټ لپاره ګډ ګام اخلي
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سړکونو، ترانزیټ او سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د ګډې کمېټې د جوړولو هوکړه شوې ده. 🚛🛣️
تمه ده دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او ترانزیټي همکاریو د لا پراختیا زمینه برابره کړي.
#افغانستان #ترکمنستان #ترانزیټ #سړکونه #سوداګري
27/09/2026
کندز کې د اوسپنې او فولادو یوه نوې فابریکه فعاله شوې ده. 🏭🇦🇫
فابریکه د ورځې تر ۳۰۰ ټنه سیخ تولید ظرفیت لري او سلګونو افغانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
افغانستان؛ له وارداتو څخه د خپل تولید پر لور! ❤️🇦🇫
#افغانستان #کندز #صنعت #فابریکه #پرمختګ #کار #اقتصاد
24/09/2026
💔 د افغانستان د بېګناه خلکو وینه ولې دومره ارزانه ګڼل کېږي؟
تېره شپه چې بمونه ولوېدل، یوازې کورونه ونه نړېدل؛ د میندو زړونه مات شول، د ماشومانو خوبونه وتښتېدل او د ډېرو کورنیو ژوند په ویر بدل شو.
🇦🇫 افغانستان د جګړې نه ستړی دی. افغان ولس د بمونو او ویر پر ځای سوله، امنیت او عزت غواړي.
د هر هغه ظلم پر وړاندې چې د بېګناه انسانانو ژوند اخلي، باید خپل غږ پورته کړو.
د ماشومانو او ملکي خلکو وینه هېڅکله د منلو وړ نه ده.
افغانستان سوله غواړي، جګړه نه! 🕊️🇦🇫
#افغانستان #سوله
19/09/2026
په غزني ښار کې د ۳۷۱ میلیونو افغانیو په لګښت د کابل–کندهار لویې لارې د پراختیا او بیارغونې پروژه رسماً پرانیستل شوه. د دې پروژې له بشپړېدو سره به د یادې لارې د تګ راتګ اسانتیاوې، د سړک کیفیت او د موټرو د ترافیک ظرفیت ښه شي. تمه ده چې پروژه به د غزني ښار د ترانسپورتي ستونزو په کمولو او د کابل او کندهار ترمنځ د تګ راتګ په اسانتیا کې هم رول ولري.
دا وساته
18/09/2026
🚧 د کابل–کندهار لویې لارې د پراختیا یو مهم ګام!
د کابل–کندهار لویې لارې د پروژې د وروستیو معلوماتو له مخې، د ۳۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي.
دا ډول بنسټیزې پروژې د هېواد د ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لپاره مهمې دي. 🇦🇫❤️
افغانستان د ابادۍ پر لور؛ هر جوړ شوی سړک د پرمختګ پر لور یو نوی ګام دی!
#افغانستان #سړک #بیارغونه #پرمختګ #ابادي
17/09/2026
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، ا.سلاماباد چمتو دی له افغانستان سره ټولې پولې پرانیزي او د سوداګرۍ او ټرانسپورټي اتصال زمینه برابره کړي؛ خو شرط یې دا دی چې د افغان خاورې څخه د تر.هګر.ۍ ګوا..ښ په بشپړ ډول ودرول شي.
نوموړي ویلي، د چین، ترکیې او قطر په ګډون د ځینو هېوادونو د منځګړیتوب هڅې تر اوسه بې پایلې پاتې شوې دي.
17/09/2026
په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو
۱۴۴۸/۴/۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.
د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د هڅو او د نوي کابل ښار د منظمې، معیاري او متوازنې پراختیا لپاره د نوموړي د ځانګړې پاملرنې په لړ کې ترسره شوې دي.
د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان د شاوخوا ۷۲۰۰ جریبه ځمکې لپاره د عمرزي پراختیا ورکوونکي شرکت له لوري د نوي کابل ښار د لومړي فاز له جوړښتي پلان سره سم ترتیب شوی دی.
دغه برخه د نوي کابل ښار د لومړي فاز له مهمو پراختیايي برخو څخه دی، چې په تفصیلي پلان کې یې د استوګنې، سوداګرۍ، صنعت، شنو او تفریحي ساحو ترڅنګ بېلابېلې ټولنیزې او خدماتي اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د پلان له مخې، په ۲.۱ برخه کې به له ۱۰ زرو څخه زیات استوګنیز پلاټونه، نږدې ۹۰۰ استوګنیزې او سوداګریزې لوړپوړې ودانۍ او له ۲۰۰ څخه زیاتې صنعتي کارخونې جوړې شي.
همداراز، په دغه پلان کې تر ۶۰ پورې جوماتونه، ۲۵ ښوونځي، له ۳۰ څخه زیات روغتیايي مرکزونه، تعلیمي، فرهنګي، ورزشي او تفریحي ساحې، د کرکټ لوبغالی، شنې ساحې، پارکونه او نورې اړینې ښاري اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني په مشرۍ، د نوي کابل ښار د پراختیا په بهیر کې د معیاري ښاري پلان جوړونې، منظمې ځمکوالۍ او د ښاري اړتیاوو د تأمین لپاره هڅې روانې دي، څو دغه ستره پروژه د پلازمېنې د راتلونکې منظمې پراختیا لپاره په معیاري او متوازن ډول عملي شي.
16/09/2026
🏙️🇦🇫 کابل د نوې پراختیا پر لور!
د کابل ښار د ۲۰ پوړیزو استوګنیزو ودانیو د جوړېدو پروژه، چې د افغان لوبغاړي نجیب ځدراڼ له خوا پیل شوې، د کابل د عصري کېدو یو نوی ګام بلل کېږي. 🏗️✨
🇦🇫 د آباد افغانستان لپاره هره نوې پروژه، د راتلونکي لپاره هیله ده! ❤️
ستاسو په نظر، کابل کې داسې عصري ښارګوټي څومره مهم دي؟ 👇
14/09/2026
🚧 د کابل د ترانسپورټ لپاره ستر بدلون!
د شهید څلورلاري په سیمه کې د ترانسپورټي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د کابل له سترو هوايي پلونو څخه د یوه د جوړېدو چارې روانې دي.
دا لویه پروژه به د څو مهمو سړکونو ترمنځ د تګ راتګ په تنظیمولو کې مهم رول ولري، د موټرو د ګڼې ګوڼې د کمېدو، د سفر د وخت د لنډېدو او د ښاري ترانسپورټ د اسانتیا سبب به شي.
د پروژې په ډیزاین کې څو پوړیزې لارې، هوايي پلونه او ګردشي مسیرونه شامل دي، چې موټر چلوونکو ته به اجازه ورکړي په لږ تم کې له یوې لارې بلې ته لاړ شي.
کابل د ودانۍ، پراختیا او عصري کېدو پر لور روان دی. 🇦🇫❤️
#افغانستان #کابل #ترانسپورت
13/09/2026
✈️🇦🇫 لوګر کې د یوه ستر هوايي ډګر د جوړېدو پلان!
د افغانستان د پرمختګ لپاره یو بل مهم ګام!
د راپورونو له مخې، د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د یوه عصري نړیوال هوايي ډګر د جوړولو پلان شته، چې د عینک مسو کان ته نږدې به جوړ شي.
💰 اټکلي لګښت: ۲ میلیارده ډالر
👥 کلنی ظرفیت: ۱۰ میلیونه مسافر
دا هوايي ډګر به د افغانستان د هوايي ترانسپورت په پراختیا کې مهم رول ولري.
🇦🇫 افغانستان دې تل آباد، پرمختللی او سرلوړی وي!
#لوګر #افغانستان #پرمختګ
📌 یادونه: دا انځور تصوري ډیزاین دی، د جوړ شوي هوايي ډګر واقعي عکس نه دی.
Category
Website
Address
Kabul
1001