CNN pashto
موږ ترتاسو تازه او دقیق مالومات درسوو
12/20/2021
امیرخان متقي:
عمران خان د افغانستان په اړه توهین امېزه خبرې نه دي کړي، هر څوک کولای شي خپل شخصي نظر څرګند کړي.
CNN pashto
12/19/2021
اسلامي هېوادونو کنفرانس غونډه پیل شوي خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پکې نشته، وایي نوموړی د ملا فضل الرحمان سره ناسته کې دی.
12/19/2021
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي په پاکستان کښې د ستر ديني عالم او جهادي شخصيت مولانا فضل الرحمن کور ته ورغلی او له هغه څخه يې مننه کړې چې په نړيواله کچه يې د ط.البانو د دريځ ملاتړ کړی.
د فاسفورټ رئیس عالم ګل حقاني.
صبا یکشنبه به بېرته کابل کې فاسفورټ جوړونه پیل شي، هغه له خلکو غوښتلي چې ولایتونو خلک د کابل ته فاسفورټ پسې نه راځي.
عباس ستانکزی
امریکا د بیرته افغانستان ته راشي او زموږ اقتصاد د تل په څیر ورغوي.
12/18/2021
مخ پټو وسلوالو د کابل مرشال فهیم اکاډمۍ پر سړک دیني عالم بسم الله شاکر په ډزو وژلی او برید ګر له سیمې تښتدلي دي.
په تېرو څلورو میاشتو کې ایران او پاکستان ته ۴ لکو څخه زیات افغانان مهاجر شوي، د دوی په وینا افغانستان کې هیڅ ډول روزګار نه پیدا کیږي او مجبور شو چې خپل وطن خوشی کړو.
12/17/2021
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د دوی څه باندې ۶۰ زره پخواني همکاران امریکا ته د راوستلو په تمه دي.
له دې جملې څخه تر اوسه پورې د شاوخوا 33,000 کسانو امنیتي پلټنې بشپړې شوي دي او د را ایستلو شرایط یې پوره کړي دي چې باید را وایستل شي.
12/17/2021
د کابل ښار په څلورمه حوزه کې د دیني مولوي عبدالسلام عابد پر موټر باندې چاودنه شوې، چې د نوموړي په شمول یو شمېر کسان پکې ټپيان شوي دي.
له غزني ولایت څخه د سلطان محمود په نوم د یوه خصوصي پوهنتون د رئیس ډاکټر معراج وقار د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.
ځایي سرچینې وایي، چې ډاکټر معراج شاوخوا درې اوونۍ وړاندې تښتول شوی وو، چې د سه شنبې په ورځ یې مړی موندل شوی دی.
12/15/2021
تالیبانو په کندوز کې د تیر دولت د اردو د لوا د لوجستیک مسوول جګړن همایون دلشاد په بې رحمۍ سره وژلی، د بشر حقوق سازمان په وینا دا د تېر نظام ۱۱۰ کس دی چې اسلامي ا غړي یې وژني.
سره صلیب ویلي چې افغانستان په نړۍ کې اول نمبر هېواد دی چې عاجلې بشرې مرستو ته اړتیا لري.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Website
Address
Washington D.C., DC